فعال اوسېدل دې ته وایي چې ته د خپل ژوند مسولیت په خپله واخلې. دا داسې مانا لري لکه غویی چې له ښکرونو را ونیسې او د کنټرول لپاره یې باید ته بشپړ ځواک ولرې. دا ځواک ستا پوهه، وړتیاوې او تجربه ده. د ژوند مسولیت په غاړه اخیستل او فعال اوسېدل دې ته وایي چې ته خپلې کیشتۍ کې خپله په سفر روان شې. تا سره به دې کیشتۍ کې وروسته د منفي او مثبت فکر خلک، ستا جنتیک او ښې او بدې پېښې هم ناستې وي او ته به د موخو، لاسته راوړنو او بریاو په لور روان یې.
وروسته سپاره به هڅه کوي چې د موخې په لور تګ کې ستا د ژوند کنټرول خپل لاس کې واخلي خو ته به دوي ته غبرګون نه ښیې کنه نو د موخې په لور له کړنو به دې پام خلکو ته په غبرګون ښودلو کې بوخت شوی وي. ته خپل وخت او ژوند د موخې او بریا په لور تګ کې په دوامداره کړنو بدلوې. په دې سفر کې یو شی له تا هیڅوک نشي اخیستلای او هغه ستا د خوښې لرلو یا انتخاب وړتیا ده. د ژوند مسو...