د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

د اغیزمنو خبرو اترو اړتیا

اروا پوهنه
- اغیزمنې خبرې اترې پېښې شوې ستونزې هواروي، د ستونزو د پېښېدو مخنیوی کوي، د مخالفت او شخړو هواری او مخنیوی کوي. - اغیزمنې خبرې اترې خبرې لنډوي او د وخت سپما یا له ضایع کېدو ژغورنه کوي. - اغیزمنې خبرې اترې اړیکې جوړوي، په اړیکې کې باور جوړوي، کار ځای کې ټیم جوړوي. - اغیزمنې خبرې اترې ستاسې پوهه زیاتوي او د پوهې زیاتېدل مو خوښو کې ښه والی رامنځته کوي. - اغیزمنې خبرې اترې تاسې ته دا وړتیا درکوي چې کور، ټولنې او کار ځای کې روغتیا لرونکې اړیکې جوړې کړئ او د اړیکو ساتنه مو وکړئ. - اغیزمنې خبرې اترې مونږ ته دا وړتیا راکوي چې نور خلک درک کړای شو، توپیرونه درک او احترام یې وکړای شو. د توپیرونو له امله په رامنځته شوي وضعیت ځان پوه کړای شو. - اغیزمنې خبرې اترې یوه وړتیا ده او د کار مالک او کار کوونکي یې د کار ځای کې اړتیا ورته لري. - د خپلو اړتیا او حقونو د بیان او وکالت لپاره د اغیزمنو خبرو ا...
د غیزمنو خبرو اترو وړتیا کې اړین ټکي

د غیزمنو خبرو اترو وړتیا کې اړین ټکي

اروا پوهنه
د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا له مختلو وړتیاو جوړه ده او دا مختلفې وړتیاوې په ګډه کاریږي تر څو تاسې په اغیزمنه توګه خبرې اترې وکړای شئ. خبرې اترې د مختلف ډوله مالوماتو تر بل رسول او له بل ترلاسه کولو ته وایي. ځینې وخت ممکن تاسې نوي نظرونه، نوی احساس او یا د خپلې پروژې اوسمهالیزه مالومات له نورو سره شریک کړئ او ځینې وخت ممکن دا مالومات تکراري وي او تاسې ډېره بلدتیا ورسره ولرئ. په ملګرتیا کې تل ریښتینولي، مهرباني، باور او پوهاوی وده کوي. همداسې د کار ځای اړیکو کې هم یادو شوو ته وده ورکول اړین دي. په کار ځای کې خلک تر ډېره هغو نظرونو ته ځواب وایي چې له بیان سره یې په ځان باور هم مل وي لکه د سترګو اړیکه، نېغ کېناستل یا درېدل، خپل نظر او فکر مخکې له مخکې د وینا لپاره چمتو کول. نیوکه کول او د بل نیوکه زغمل د هغه کس ځانګړنه وي کوم چې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا لري. دا ډول کسان بل ته د رغونکې نی...
نیوکې

نیوکې

اروا پوهنه
ډېری خلک کله چې د نیوکې نوم واوري نو فکر کوي چې رد یا د نه تصدیق کولو د قضاوت مانا لري خو د نیوکې مانا د کیفیت په اړه څېړنه او قضاوت دی، نیوکه د پرتله ایز ارزښت ارزونه ده. د ډېرو خلکو فکر کې د "نیوکې" کلیمه په ډېره اسانۍ منفي مانا تولیدوي. که چېرې تاسې باندې کوم کس نیوکه وکړي نو لمړی زهن کې له ځانه دا پوښتنه وکړئ چې څه مو ناسم وکړل چې نیوکه درباندې وشوه. که تاسې په چا نیوکه کول غواړئ نو لمړی د نورو مخ کې نیوکه مه پرې کوئ، دوېم په یو ځل ټولې نیوکې مه کوئ، درېم نورو خلکو سره یې چارې مه پرتله کوئ او یا یې د بېلګې په توګه مه ورته یادوئ، څلورم د لارښونې لپاره داسې موقع ولټوئ کومه چې د ورزده کولو لپاره مناسبه وي، پنځم خبرو کې داسې جملې وکاروئ چې نیوکې او د سمون وړاندیز ته مو د ټیم د چارو شکل ورکړي، اتهام رغونکې نیوکه نه ده. د نیوکې لپاره لاندې ټکو ته پام کوئ : - په چلن او کړنو نیوکه وکړئ، په ...
د غسې کنټرول

د غسې کنټرول

اروا پوهنه
هر انسان وخت نا وخت غسه کیږي. غسه د انسان ځانګړنه ده خو انسان له مور په غسه نه دی پیدا شوی بلکې همدې نړۍ کې یې غسه زده کړې او لکه د نورو زدکړو په څېر یې د کارولو او نه کارولو خوښه لرلای شو د بېلګې په توګه انسان په ښي لاس خوراک کول زده کړی خو په چپ لاس هم خوراک کولای شي او د ښي لاس له کارولو ډډه کولای شي. څرنګه غسه کس ارامولی شو ؟ - غسې ته یې په ټول پام غوږ کېږدئ او که چېرې اړتیا وي چپتیا غوره کړئ - خبرو کې یې مداخله مه کوئ - غسه کس ته هېڅ کله مه وایئ چې اوس نوره غسه مه کوه برعکس د غسې تصدیق وکړئ - غسه کس ته له نصیحتونو کولو ډډه وکړئ - د غسه کس د پیغام په تایدولو او تصدیق کولو ځواب ویونکی اوسه - د خپلې مرستې په اړه مشخص اوسه او بې ځایه وعدې مه کوه - غسه کس ته له غسې د وتلو لار پرانیستې پرېږده او د غسې حال کې یې په ګډو وډو تمرکز مه کوه...
مخالفت

مخالفت

اروا پوهنه
هر انسان مخالفت تجربه کوي. مخالفت د انسانانو د فعل او انفعال یو فکتور دی. کله هم چې دوه یا ډېر انسانان خپله کې خبرې اترې کوي نو د ناسم پوهاوي ډېر امکان شته وي کوم چې د مخالفت لامل کیږي. د مخالفت د مدیریت څرنګوالی زمونږ له روغتیا او د اړیکو ساتنې سره مستقیمه اړیکه لري. په مخالفت کې لاندې درې اړینو اړخونو ته ډېر پام کوئ : ۱ – په ټول پام سره غوږ کېدل تر څو د مخالفت سر چینه پیدا کړې ۲ – د هوکړې لپاره هڅه ۳ – مقابل کس ته له مخالفت د وتلو لار پرېښودل د مخالفت د هوارېدو مخنیونکي – د یوې ستونزې په اړه ډېر ژر قضاوت کول – د حل لارې لټولو په ځای ځواب لټول او فکر کول چې ځواب مو تر مقابل لوري غوره دی – فکر کول چې په هر قیمت زه باید سلامت واوسم – دا پرېکړه کول چې ستونزه د مقابل لوري ده او ستا نه ده د مخالفت حل لار ډېره ساده وي خو انسانان ډېری وخت د حل لارې په ځای د مخالفت د هوارېدو مخونیونکو ت...
خبرې اترې څه ته وایي ؟

خبرې اترې څه ته وایي ؟

اروا پوهنه
ډېری تعریفونه لري خو په ساده توګه خبرې اترې : - لېږل شومالوماتو ته وایي - لفظي یا غیرې لفظي پیغام ته وایي - داسې بهیر ته وایي په کوم کې چې په سمبولونو، نښانونو او چلند د وګړو ترمنځ د مالوماتو تبادله کیږي خبرې اترې درې اړینې برخې لري : - ته - ستا اورېدونکي - ستا پیغام ته د خبرو اترو بهیر ته مسلکي تجربه، پوهه او روزنه راوړې او د راوړنې لپاره تا د کار له مالک سره د یادې چارې لپاره باور جوړ کړی، له عامه خلکو، همکارانو او رسنیو سره دې باور جوړ کړی. خبرې اترې څلور ابزار لري : - غوږ ایښودل - خبرې کول - لوستل - لیکل هر انسان کولای شي چې څلور واړه زده کړي او په تمرین کولو سره ښه والی پکې رامنځته کړي. د مالوماتو ترلاسه کول او کارول په خبرو اترو کې مونږ څومره مالومات ترلاسه کوو له مختلف فکتورونو سره تړاو لري. هر کس د زده کولو لپاره جلا طریقه لري او دا ډېره اړینه چې خپله طریقه باندې ځا...
د خبرو اترو طریقو کې توپیر

د خبرو اترو طریقو کې توپیر

اروا پوهنه
په کار ځای، ټولنې او کورنۍ کې د نورو په اړه پوهاوی لرل اړین وي تر څوی له دوي سره اغیزمنې خبرې وکړای شو او د خبرو اترو له لارې ښې اړیکې ورسره جوړې کړای شو. ۱ - مستقیمه طریقه : د خبرو اترو مستقیمه طریقه قاطع، سیالي کوونکې، مستقله، په ځان باور لرونکې وي. دا ډول خلک متمرکز، د موخې تر لاسه کولو په لور تګ کوونکي او فعالیت کې بوخت وي. د نورو خلکو مخ کې ممکن ډېر غوښتنې کوونکی کس وي. کله چې ستړی وي ډېر بې صبره او نا ارامه ښکاري. دا ډول کسان غواړي تل د حالت کنټرول کوونکي واوسي خو که چېرې غیرې مستقله یا په نورو پورې تړاو لرونکی شي نو غسه احساس کوي. دا ډول کسان پرمختګ په لاسته راوړنو او بریا تر لاسه کولو باندې اندازه کوي او ننګونې انګېزه پکې پیدا کوي. په کار ځای کې د اړیکو په ځای په لاسته راوړنو تمرکز کوي او په اسانۍ خپل احساس او احساسات نه شریکوي او یا یې نه بیانوي. تل رسمي، جوړښت لرونکی، بوخت چاپېر...
له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل

له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل

اروا پوهنه
د انسانانو یوه لویه اړتیا دا ده چې نور یې احساس درک کړي او پوهاوی ورسر رامنځته شي خو ډېری خلک ډېره کمه هڅه هم نه کوي چې په دې ځان پوه کړي چې بل څرنګه احساس لري. له بل سره د ګډ احساس لرلو د ښودلو لپاره باید لمړی د هغه په احساس ځان پوه کړئ. د ګډ احساس ښودل او په غم یا درد کې شریکېدل دواړه یوه مانا نه لري. په غم یا درد کې شریکېدل د بل درد او غم درک کولو ته وایي. له بل سره د ګډ احساس لرلو ښودل دې ته وایي چې د مقابل کس احساس، فکر او احساسات په ارادي توګه له ویلو پرته تجربه کړې. ډېری خلک له بل سره د ګډ احساس د بیان په ځای خپل ریښتینی احساس بیانوي. له بل سره ګډ احساس لرلو ښودل د هغه کس اوسنی حالت او ترې جوړ شوی احساس درک کول دي. د دې لپاره چې رغونکې اړیکې له نورو سره جوړې کړو نو دا اړینه ده چې له خپلو احساساتو وروسته قدم اخیستل زده کړو....
په فزیکي ژبه د خپلو خبرو ملاتړ

په فزیکي ژبه د خپلو خبرو ملاتړ

اروا پوهنه
که چېرې د خبرو پر وخت ویښتو کې لاس ووهئ، که ښځه یا انجلۍ وي د ویښتو یوه برخه په ګوتو تاوول پیل کړي، د ګوتمۍ په ګوته کول، وېستل او یا تاوول وکړي دا یې د نا ارامتیا او یا د تمرکز د نشتوالي ښودنه کوي. د خبرو پر مهال بل ته د شهادت ګوته نیول د برید مانا لري. په یو څنګ کېناستل یا کوږ کیناستل په ځان د باور نشتوالی ښيي. که چېرې یو کس ولاړ وي او د خپلې تنې وزن کله په یوه پښه اچوي او کله په بله پښه دا هم په ځان د باور نشتوالی ښيي. که چېرې ستا پیغام ډېر ښه هم ترتیب شوی او له مانا ډک وي خو که چېرې د بدن ژبه دې د پیغام ملاتړ ونکړي خپل پیغام بې مانا او بې اغیزه کوې. د خبرو په وخت کې اړینه ده چې په دې پوه شې چې ستا بدن څه کوي او څه وایي....
په اړیکو بریا ته ځان رسول

په اړیکو بریا ته ځان رسول

اروا پوهنه
کله چې خلک له تاسې سره لمړی ملاقات وکړي نو ډېری وخت سملاسي ستاسې په اړه نظر جوړوي. نظر یې ممکن ځینې وخت سم او ځینې وخت ناسم وي. که چېرې تاسې په مسلکي توګه او شخصي توګه بریالي کېدل غواړئ نو د باور وړ کېدنه زده کړئ. یو کس هغه وخت بل ته د باور وړ وي کله چې څه وایي او بل یې ومني. که چېرې تاسې هغه څه ووایئ کوم چې ترسره کوئ نو دا چاره مو د باور وړ کس باندې بدلوي. که چېرې سوداګرۍ کې تاسې له خپلو پېرودونکو سره مهربانه واوسئ نو د پېرودونکو زهن کې مو سملاسي سوداګري او شخصیت له یو بل سره غوټه کیږي. که چېرې تاسې له پېرودونکو سره ښې اړیکې وپالئ نو ورځ تر بلې مو سوداګري د بریا په لور روانوي. له پېرودونکو سره ښې اړیکې پالل ستاسې پېرودونکي تاسې ته وفاداره پاتې کوي. دا نا ممکنه ده چې تل یو انسان هر څه سم ترسره کړي خو دا اړینه ده چې کله ستونزې را پورته شي تاسې یې هوارې کړئ. که چېرې مو پېرودونکي ستاسې له...
د خبرو پر مهال زهن کې وړاندوینه

د خبرو پر مهال زهن کې وړاندوینه

اروا پوهنه
د خبرو پر مهال زهن کې وړاندوینه مه کوئ، که چېرې وړاندوینه وکړئ نو دا چاره نورو ته د خبرو ختمولو موقع نه ورکوي، تاسې له غوږ ایښودنې راګرځوي، او تاسې دې ته اړ کوي چې د بل خبرو کې ور ټوپ کړئ. کله چې یو کس د بل د خبرو پر مهال زهن کې وړاندوینه کوي لامل یې دا وي چې یاد کس فکر کوي چې د بل په خبرو مخکې له مخکې پوه دی او اړتیا نشته چې ورته غوږ شي. وړاندوینې که چېرې سمې وای نو ژبې به نشته وای، ژبه ځکه پیدا شوې چې یو کس پرې په روښانه توګه هغه څه بیان کړي کوم یې چې فکر کې وي همداسې غوږونه د دې لپاره پیدا شوي چې مقابل کس دې خبرو ته په ټول پام غوږ ونیسي او د بل په فکر د خبرو له لارې ځان پوه کړي. تل د بل د خبرو په وخت کې خپل نوبت ته تم شئ، په ټول پام سره غوږ شئ، که چېرې خبرې اوږدې وي کوچنی نوټ ترې جوړ کړئ تر څو مو په موضوع خپل نظر هېر نه شي، په لنډه توګه د هغه کس خبرې بل انداز کې تکرار کړه، د خبرو تعبیر...
د خبرو اترو لپاره خپلې کلیمې خوښول

د خبرو اترو لپاره خپلې کلیمې خوښول

اروا پوهنه
د "تل" او "هېڅکله" له کارولو کلکه ډډه وکړئ. که چېرې تاسې کار ځای کې غیرې مناسبې کلیمې وکاروئ نو له نورو سره خپلې اړیکې به مو خرابې کړې وي او د نورو منفي غبرګون به مو پارولی وي. که چېرې "تل" وکاروئ نو اورېدونکی یې د برید په توګه درک کولای شي. که چېرې تاسې د یوه حالت بدلول غواړئ نو خبرې او چلند مو نرم وساتئ. همداسې د "باید" په ځای ځواک بښونکې کلیمې وکاروئ لکه هڅه کول، که یې امکان لرلای، ممکن که، ... د "مګر" کلیمه ممکن بل ته منفي مانا ولري او زهن کې یې ټول مثبت اړخونه پاک کړي او یوازې په منفي اړخ تمرکز وکړي. د بېلګې په توګه دا دواړه جملې یوه مانا لري خو یوې کې یې مګر کارېدلی : تاسې جوړه کړې الوتکه نامتو ده مګر ساعت کې ۳۵ کیلو متره سفر کوي ؛ ستاسې جوړه کړې الوتکه نامتو ده او ساعت کې ۳۵ کیلو متره تګ کوي. په دې دوه جملو کې مانا یوه ده خو چلند کې توپیر دی. یوه یې ډېره منفي اړخ باندې تمرکز کوي. پ...
په کار ځای کې خبرې اترې او اړیکې

په کار ځای کې خبرې اترې او اړیکې

اروا پوهنه
په کار ځای کې د خبرو اترو کیفیت د اړیکو کیفیت د کار او خدماتو وړاندې کولو کیفیت ښي. د ډېری خلکو فعل او انفعال په کره توګه راکړه او ورکړه وي، د دې خلکو ټول تمرکز د چارې په ترسره کولو او پایلې تر لاسه کولو وي خو د بریالي کس فعل او انفعال اړیکې جوړول وي، تمرکز یې په دې وي چې د پایلو د ترلاسه کولو په لوري کې له نورو سره چلند څرنګه دی. که چېرې تاسې اړیکو کې چلند ته پام وکړئ نو لمړي ګام کې به مو مثبت بدلون راوستی وي، د چارو تر سره کول او د دندې ځای به مو خوښونکی وي، همکار او پېرودونکي به مو ملګري وي، کاري فعالیت به مو ستړی کوونکی نه وي، د یادو چارو مثبت اغیز به د چاپېریال هر وګړی احساس کوي. غږ کې روښانتیا که مو چېرې دنده داسې چاپېریال کې وي چېرې چې د مختلفو کلتورونو او هیوادونو خلک کار کوي نو ډېری وخت ممکن له تلفظ سره ستونزه ولرئ د بېلګې په توګه ممکن تاسې فکر کې شئ چې مقابل کس (taught) او که ...
د مختلفو نسلونو له خلکو سره خبرې اترې

د مختلفو نسلونو له خلکو سره خبرې اترې

اروا پوهنه
پخوانی متل دی وايي چې سړیان د مریخ دي او ښځې د زهرې سیارې دي. د جنسیتونو د توپیرونو په اړه، د نر او ښځې تر منځ د ناسم پوهاوي په اړه تر اوسه ممکن تر لسګونو زرو زیاتې مقالې، مجلې او کتابونه چاپ شوي وي. ځینې خلک بیا د عمر توپیر ته کتنه نه کوي خو دې یوې خبرې ته مو هم پام وي چې هر انسان جلا شخصیت لري او دا اړینه نه ده چې د یو کس چلند به هرو مرو له هغه عصر سره تړاو لري په کوم کې چې زېږېدلی. په ورته وخت کې ډېری څېړنې دا ښي چې له کار سره مو تړاو او کار ځای کې مو اړیکې له عصر څخه اغیزمنې دي. ۱ - له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته زېږېدلی، د ۱۹۴۶ - ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ زېږېدلی او یا داسې وخت کې زېږېدلی چې د نړۍ نفوس په چټکۍ سره په زیاتېدا وو. همدې کسانو ته په انګرېزۍ کې (Baby Boomers) وایي. دې نسل یو انقلاب رامنځته کړ. د دوي وخت کې په ډېر تدریجي شکل کار ځای ته ښځې او هغه توکمونه داخل شو چې سیمو کې لږکي وو. ی...
له نورو د مشورې غوښتل

له نورو د مشورې غوښتل

اروا پوهنه
زمونږ ټولو د داسې ښځې یا نر کیسه خوښیږي چې په ځان بسیا او خودمختاره وي خو بریالي خلک کله چې له افتادګۍ د اوج او بریا په لور تګ کوي نو تګ یې د مالوماتو او نورو سره د مشورو پر بنسټ وي او یا د نورو مشورو او مالوماتو کې خپل زهن ته په لار روښنایي اچوي. که چېرې له نورو مشوره واخلې نو خپلې مشورې کې تاسې ته خپلې تېروتنې او تجربې بیانوي او دا چاره مو وخت نورو چارو ته سپمولی شي. ۱ - خپلې موخې دې روښانه کړه. په څه چې پوهېدل غواړې مشوره کوونکی پرې سم پوه کړه. ۲ - د مشورې غوښتلو کې شرم مه کوئ. په لنډه توګه ورته ووایئ چې ته ولې فکر کوې چې د یاد کس مشوره به ستا له اوسني حالت سره مرسته وکړي. ۳ - دا ورته ووایئ چې څه ترلاسه کول غواړئ. څه پېښول غواړئ ؟ د بېلګې په توګه زه ډېرې پیسې ګټل غواړم ډېر عام سوال دی خو که چېرې داسې وي چې زه سږکال له خپل دوکان څخه لس زره ډالر ګټه کول غواړم مشخصه او مالومه پوښتنه ده....
د یوې چارې لپاره انګېزه ورکول

د یوې چارې لپاره انګېزه ورکول

اروا پوهنه
که مو دنده یا رول د بل تشویقول یا انګېزه ورکول وي، لارښونه ورته کول وي نو تشویقونکی پیغام جوړول زده کړئ. ځینې خلک په طبیعي توګه د تشویقولو وړتیا لري خو نور یې بیا د اړتیا له مخې زده کوي. ۱ - لمړی یې د پام جلبولو یا ځانته راګرځولو هڅه وکړئ. داسې کیسې یا جمله باندې خبرې پیل کړئ چې نور تشویقوي، داسې څه ورته ووایئ چې اورېدونکو ته نوي وي. ۲- اړتیا ته یې پام راوګرځوئ. په لنډه توګه خپل اورېدونکي ته هغه لاملونه ووایه د کومو له مخې چې ته فکر کوې چې اوسنی حالت د منلول وړ نه دی، هغه څه ورته بیان کړئ چې بدلون پکې اړتیا ده. هغه پایلې ور په ګوته کړئ چې که چېرې بدلون را نه وستل شي نو څه پېښیږي، دا ورته بیان کړئ چې که چېرې بدلون رانه وستل شي نو په اورېدونکو به یې اغیز څه وي. ۳ - دا ورته وایئ چې تاسې به یې اړتیا څرنګه په اغیزمنه توګه پوره کړئ. کله مو چې ستونزه ور په ګوته کړه نو اوس یې حل لار څه ده ؟ کوم...
داسې پوښتنه کول چې پایله او ځواب ترلاسه کوي

داسې پوښتنه کول چې پایله او ځواب ترلاسه کوي

اروا پوهنه
که چېرې ته غواړې چې په چټکۍ سره له مالوماتو پرده لرې کړې او ځان پرې پوه کړې نو پوښتنه وکړه خو له بده مرغه تل تاسې له مقابل لوري روښانه ځواب نه ترلاسه کوئ. همداسې تاسې دا حق نه لرئ چې بل ځواب ویلو ته په زوره اړ کړئ خو تاسې دا وړتیا ځان کې اضافه کولای شئ چې په داسې طریقه پوښتنه وکړئ کومه چې یوه پایله او ځواب ترلاسه کولای شي. ۱ - د ځواب ویونکي لور ته د پوښتنې لپاره په داسې طریقه ورشئ چې وخت، ځای، د خبرو انداز او د خبرو لپاره کارېدلې ژبه مو مناسب وي. د هیچا نه خوښیږي چې د اړین سوال لپاره یو ناڅاپه راڅرګند شې او پوښتنه وکړې. د بېلګې په توګه که چېرې تاسې نا څاپه له خپل مدیر د معاش او ترویج په اړه پوښتنه وکړئ نو مالومات به مو نه وي تر لاسه کړي خو که چېرې یې مناسب ځای او وخت کې ووینئ او په مناسبې ژبې کارولو یې ور یاده کړئ ممکن ځواب کې مالومات ترلاسه کړئ. ۲ - داسې پوښتنه مه کوئ چې ځواب یې "هو" یا...
زه پوهېږم، زه فکر کوم چې زه پوهېږم

زه پوهېږم، زه فکر کوم چې زه پوهېږم

اروا پوهنه
هر کس غواړي چې هېڅ ځای کې غلط ونه اوسي، هر کس خپل نظر لري، دا اړینه ده چې تاسې خپل زهن په دې پوه کړئ چې تاسې په ریښتیا پوهیږئ او که فکر کوئ چې پوه یاستئ. کله چې یو انسان زهن کې د خپل نظر تصدیق کول په نورو تپل غواړي نو فکر کوي چې پوهیږي او په دې چلند دوه چارې کول غواړي لمړی دا چې امتیاز ترلاسه کول غواړي، یا د بل غلط ثابتول غواړي. ډېری خلک دا چلند له ۲۰ کلنۍ پس بدلوي او خپل زهن ته وده ورکوي خو ځینې وروسته پاتې ملتونو کې بیا د ملتونو ډېری وګړي هماغسې لوی ماشومان پاتې کیږي او دا لوی ماشومان تر هر چا پوه او په هر څه پوه وي. لویو ماشومانو ته که تاسې په پوهه یو څه ثابت کړئ دوي خپل زهن کې فکر کوي چې لویه ماته یې وخوړه او د دې احساس نه لرلو لپاره تر هغو مقابل لوري سره سر تمبګي کوي تر څو یې چې هغه دې ته نه وي راوستی چې له خپلې پوهې تېر شي او لوی ماشوم ته ووایي چې ته په سمه یې. دا خلک د بحث پر وخت پ...
د قاموس پراخول

د قاموس پراخول

اروا پوهنه
که چېرې د خبرو لپاره د قاموس پر پراختیا کار وکړئ نو په ټولنه کې د ډېرو خلکو قضاوت به ستاسې ملاتړ وي. د ډېرو لغتونو په مانا او تعریف پوهېدل تاسې کې د پوهې او زیرکتیا کچه زیاتوي. که چېرې یو کس د پېچلو لغتونو په مانا او کارونه پوه وي نو په شخصي او مسلکي توګه په ګټه کې دی. په زیاتو لغاتونو باندې پوهېدل لویه شتمنۍ ده. د اغیزمنو خبرو اترو لپاره تاسې پېچلي قاموس باندې پوهېدو ته اړتیا لرئ، همداسې د بریا لپاره اغیزمنو خبرو اترو ته اړتیا لرئ. څومره چې قاموس ځواکمن وي همدومره تاسې نظرونه جوړولای او ښه بیانولای شئ. د خلکو له لوري په نوي بیان شوي منطق او فکرونو په اسانۍ پوهېدلای شئ. له پېچلو سرچینو به مالومات په اسانۍ ترلاسه کولای شئ. په ځان کې به د مسلکي او شخصي وړتیاو اضافه کولای شئ. که چېرې له پېچلي قاموس سره بلدتیا ولرئ نو د مطالعې له لارې تاسې خپلې زدکړې د هغو کسانو په پرتله ډېرې ژر او په اسان...
ټول د احترام حق لري

ټول د احترام حق لري

اروا پوهنه
ټول انسانان د سیاسي او د ټولنیزو ستونزو په اړه خپل جلا نظر لري خو په ورته وخت کې ټول بیا یو شریک نظر لري هغه دا چې هر انسان د احترام حق لري. یو ښه وینا کوونکی هېڅکله د یو کس یا یوې ستونزې له امله د ټول ګروپ، قوم یا د خلکو د ډلې په اړه عامه قضاوت نه کوي. همداسې د خلکو د ځانګړنو له امله د چا په اړه قضاوت نه کوي. همداسې د یو کس له ځانګړنو فرضیې نه جوړوي، مطلب دا چې که د یوې ډلې یو کس ناسمه چاره کړې وي تل د هغو خلکو په اړه فرضیې جوړې کړي. ښه وینا کوونکی توپیرونو ته ارزښت ورکوي او په دې اند وي چې توپیرونه یوه ښکلا ده. نړیوالتوب دې ته لار هواره کړه چې د مختلفو کلتورونو، پوهې او سیمو خلک خپله کې ګډ کار وکړي او د توپیرونو په اړه پوهه ترلاسه کړي او یو بل ته احترام ولري، له توپیرونو ټولنه جوړه کړي. په ۲۱ پېړۍ کې دا وړتیا ډېره زیاته اړینه ده تر څو له توپیر لرونکو خلکو سره همغږې اړیکې پرې جوړې کړای ش...
Share
Hide Buttons