
په خبرو اترو کې نا ارامه کوونکي عادتونه
په خبرو اترو کې ترټولو لوی نا ارامه کوونکی عادت د بل خبرو کې ور لوېدل او مزاحمت کول دي. که چېرې تاسې د بل د خبرو د مزاحمت په اړه پوهه ولرئ نو د دې وړتیا پیدا کوئ چې د خبرو پر مهال هغومره واټن ورکړئ کوم ته چې اړتیا لري او د مزاحمت کولو مخنیوی وکړئ
که چېرې تاسې د تودو خبرو په بحث کې ګډون کړی وي او یو نظر مو احساسات وپاروي نو ډېر امکان لري چې سملاسي د بل خبرو کې ورټوپ کړئ او د صبر کاسه مو نسکوره شي. د خبرو اترو د وړتیا ننګونه او درس په همدې ټکي کې پروت دی. که ستا نظر ډېر ښکلی او سم هم وي د بل په خبرو کې لوېدل ستاسې مقابل لوری ډېر نا ارامه کولای شي. د نورو خبرو کې لوېدل بل ته دا پیغام ورکوي چې ته په دې اند یې چې ستا خبرې او نظر تر نورو غوره دي.
د نورو خبرو کې لوېدل بل ته داسې احساس ورکوي چې تاسې احترام نه ورته لرئ. همداسې که چېرې ته خپل ځان، خپلو خبرو او خپل نظر ته احترام لرې نو داسې وخت ک...