Welcome to Zakria Rahimi

Eurocopter Tiger – یورو کاپټر ټایګر

د څلورو پرو لرونکې، دوه ماشینونو کارونکې، برید کوونکې چورلکه ده. په ۲۰۰۳ کال کې یې په لمړي ځل کارونه پیل شوه. د جوړونکي شرکت پخوانی نوم یې یورو کاپټر او اوسنی نوم ایربس هیلیکوپټرز دی. طرحه یې د سړې جګړې پر مهال شوې تر څو د ختیځې اروپا د هغو هیوادونو ټانکونه په نښه… read more »

AgustaWestland AW101 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱

د پوځ او ملکي خدماتو لپاره کارېدونکې چورلکه ده. لمړی الوتنه یې په کال ۱۹۸۷ کې کړې. د ایټالیا اګوستا او د وېسټ لنډ هیلیکوپټر شرکتونو په ګډه جوړه کړې تر څو یې سمندر کې د چورلکې د کارونې اړتیا پوره او عصري کړي. د انګلستان په شمول ډېری کارونکی لکه دنمارک او پرتګال یې… read more »

Australian Milking Zebu – د استرالیا لېشل کېدونکي زېبو غوییز

په ۱۹۵۰ لسیزه کې استرالیا د پاکستان له ساهیوال او سور سندي غوییزو دوه رګه نسل اخیستی. همداسې یې د نسل ښه کولو لپاره جېرسي، ایلاوارا، ګرنزي اوفریژن غوییز هم کارولي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې د شیدو کچه، له زیاتې تودوخې، کټملو او پرازیتو سره مقاومت هم پام کې نیول شوی وو. رنګ… read more »

Australian Lowline – د استرالیا لولین غوییز

د غوښې لپاره د استرالیا د بې ښکرو غوییزو نسل دی. نسل یې له ابېرډین انګس غوییزو اخیستل شوی. واړه غوییز دي. غویی تر ۴۰۰ او غوا یې تر ۳۲۳ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکنیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. معمولا تور رنګ کې وي خو… read more »

د ټولې نړۍ د الوتکو او چورلکو نوملړ

الوتکه بم غورزونکې الوتکه جنګ کوونکې الوتکه یورو کاپټر ټایګر یورو کاپټر اي سي ۶۳۵ اګوسټا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۸۹ اېر بس هیلیکوپټرز اېکس ۶ اېربس هیلیکوپټرز وي اېس ار ۷۰۰ اېربس اې ۳ واهانا اېربس سیټي اېربس  اېربس رېسر  یورو کاپټر فېنېک  اېن اېچ اېنډسټریز اېن اېچ ۹۰  اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو… read more »

Guided Multipurpose Munition – د ګڼو موخو لپاره هدایت کېدونکي مهمات

په انګرېزۍ کې یې لنډیز (GMM) دی. د امریکا او سویډن (Saab Group and Raytheon) په نوم شرکتونه یې جوړوي. نیمه فعال لایزر باندې هدایت کیږي. د لایزر ښودونکي یا ټاکونکي په ذریعه کوم چې د یوه کس لخوا کاریږي او یا هم په توغونکي نصب وي هدایت کیږي. له توغېدو مخکې او وروسته د… read more »

Aralidium – ارالېډیم

په ټورسېلي اېسیای کورنۍ کې د بوټو نسل دی. په نسل کې یوازې یو ډول (Aralidium pinnatifidum) شامل دی. کوچنۍ بوټي ته ورته ونه ده. په سوېل ختیځې اسیا، اېندونیزیا او مالیزیا کې پیدا کیږي. ډلبندي کول یې ستونزمن وو او لامل یې ځکه چې دا بوټی له دواړو ارالي اېسیای او کورن اېسیای سره… read more »

Anarthriaceae – انارتري اېسیای

د وښیزو بوټو د درې نسلونو انارتریا، هوپ کېنسیا او لایجېنیا کورنۍ ده. ګل کوونکي بوټي دي. په ۲۰۱۶ کې په رېسټیون اېسیای کورنۍ کې ورګډه شوې. د ډلبندۍ په ډېرو سیستمونو کې د کورنۍ په توګه نه ده پېژندل شوې خو د انجیو سپرم فیلوجیني ګروپ (APG III system) کې د جلا کورنۍ په… read more »

Alangiaceae – النجي اېسیای

د ډایکوټ یا ډایکوټیلیډن ونو او بوټو کورنۍ ده. له کورن اېسیای سره نږدې تړاو لري. ډایکوټیلیډن داسې ګل کوونکي بوټي دي د کومو چې جنین دوه ډایکوټیلیډن یا د تخم پاڼې لري. د الانګېام په نوم یوازې یو نسل پکې شامل دی او په نسل کې ټول ۱۷ ډولونه شامل دي. ځینې پوهان النجي… read more »

Australian Friesian Sahiwal – د استرالیا فریژن ساهیوال

د شیدو لپاره د استرالیا نسل دی. نسل یې په کوینلنډ کې په ۱۹۶۰ لسیزه کې اخیستل شوی. نسل یې د پاکستان له ساهیوال او هولسټاین څخه دوه رګه شوی. غواګانې یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۳۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شېدې کوي. له تودوخې، لوندوالي، کټملو او هر بل ډول پرازیت… read more »

Australian Charbray – د استرالیا چاربرې غوییز

د استرالیا د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې له شارولې او براهمن غوییزو اخیستل شوی. نسل یې تر ډېره د کوینلنډ سیمې د شمال فارمونو کې ساتل کیږي. په ۱۹۷۷کال کې یې په استرالیا او نیوز لنډ کې د یادون د کتاب لپاره اداره جوړه شوه. د غویي وزن یې تر ۱۰۰۰ کیلو… read more »

د ټولې نړۍ د توغندیو نوملړ

له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی توغندی ار ۴ اېم اېم اې اې-۱ پیرانها پېتون اې ای اېم-۹ سایډ وېنډر اې-ډارټر وېلوېټ ګلوف نارډ اې اې ۲۰ ار.۵۱۱

Agapanthoideae – اګاپانتوایډیای فرعي کورنۍ

په اګاپانتوایډیای فرعي کورنۍ کې د اګاپاتوس په نوم د ګلانو یوازې یو نسل یو نسل شامل دی. اګاپاتوس نوم له دوه یونانۍ کلیمو ترکیب شوی او مانا یې “د مینې ګل” ده. د نسل له نوم څخه د همدې فرعي کورنۍ نوم هم اخیستل شوی. د اګاپاتوس نسل اصلي ځای سوېله افریقا ده. په… read more »

Australian Brangus – د اسټرالیا برانګس غوییز

د سپین مخ لرونکو غوییزو په پرتله ډېر کم وخت د سترګو په سرطان اخته کیږي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له کټملو او تودوخې سره مقاومت پام کې نیول شوی وو. له جنتیکي مخې ۳⁄۸ براهمن او ۵⁄۸ انګس دی. د براهمن برخه یې له ۲۵% تر ۷۵% پورې امکان لري. همدا چاره… read more »

Aceraceae – اسرېسیای کورنۍ

په انګرېزۍ کې ورته (maple family) نوم هم اخلي مانا یې نرمۍ ته ورته پاڼې لرونکې، په څنګ کې بهر ته وتلې برخې میوه لرونکې، په مني کې د پاڼو د رنګ بدلونکې د ښکلا یا لرګي لپاره ونه ده. په دې کورنۍ کې تر ۱۲۰ پورې ونې او بوټي شامل دي. عامه ځانګړنه یې… read more »

Australian Braford – د استرالیا برېفورډ غوییز

د ۱۹۴۶ او ۱۹۵۲ ترمنځ د استرالیا په کوینلنډ کې د غوښې لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له کټملو او تودوخې سره مقاومت پام کې نیول شوی وو. په ملا کې کوچنی کوبی لري، زوړند پوستکی لري، سپین او سور رنګ کې وي. په طبیعي توګه ښکرونه… read more »

Casta cattle – کاستا غوییز

بل نوم یې (Aure et Saint-Girons) دی. په اوسمهال کې ډېر کم پاتې د فرانسې د غوییزو نسل دی. دوېم نوم یې د دوه سیمو نوم دی : لمړی نوم یې (Aure) د یوې درې نوم دی او دوېم نوم یې (Saint-Girons) د دولتي ادارې د جوړښت نوم دی. د کاستا نوم یې د څېړۍ… read more »

Aulie-Ata cattle – اولي اتا غوییز

د قزاقستان اولي اتا ښار کې کوم ته چې اوس تراز نوم اخیستل کیږي، د ۱۹ پېړۍ په پای کې، د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نسل یې د جرمني له تور پیډ او سیمه ایزو غوییزو دوه رګه شوی. د نسل اخیستنې پلان یې په کال ۱۹۳۵ کې پیل شو، په… read more »

Aubrac cattle – ایوبراک غوییز

له ټریپانو سومیاسېس ناروغۍ سره مقاومت لري، یاده ناروغ د مچانو یو ډول انتقالوي. په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره ساتل کیږي، خو شیدې یې د لایول پنیر (Laguiole) لپاره هم کاریږي. د غوښې لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې په سوېل کې د ایوبراک په نوم لوړو هوارو کې… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons