Welcome to Zakria Rahimi

Asturian Valley cattle – د استوریا درې غوییز

د هسپانیا د استوریاس سیمې غوییز دي. تر ډېره یې فارمونه د بیسکې سمندرغاړې کې دي خو په کوردیلېرا کانتابریکا غرونو لړۍ کې هم ساتل کیږي. په اوسمهال کې د هسپانیا تر ټولو زیات موندل کېدونکی او ساتل کیدونکی نسل دی. په دودیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو دا چې د شیدو لپاره… read more »

Asturian Mountain cattle – استوریا غرني غوییز

په هسپانوۍ ژبه کې یې نوم (Asturiana de la Montaña) لیکل کیږي. نوم یې د هسپانیا په شمال لوېدیځ کې د استوریاس له سیمې اخیستل شوی. په کوادونګا ملي پارک او ځینو غرونو کې یې نسل ساتل کیږي. ارام او مطیع طبیعت لري. نسل یې د غوښې او کاسین پنیر د تولید لپاره کاریږي.

Armoricaine – ارموریکېن غوییز

ارموریکېن غوییز نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، د فرانسې په بریتاني ټاپو کې اخیستل شوی. سور رنګ کې وي، سپین خاپونه خپل رنګ کې لري، لنډ ښکرونه لري. د غویي وزن یې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه او غوا یې تر ۶۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري او د مخکینیو پښو په ولیو… read more »

Argentine Criollo cattle – ارجنټین کریولو غوییز

په امریکا کې پیدا کېدونکی د کریولو غوییزو یو ډول دی. نسل یې له هغو غوییزو اخیستل شوی کوم چې کریسټوفر کولومبوس له ځان سره د سفر پرمهال امریکا ته انتقال کړي. ارام او مطیع چلند لري. د نسل د یادون ساتنې لپاره یې اداره په ۱۹۹۰ کې جوړه شوه. د غوییزو کوم مالکان چې… read more »

Ankole-Watusi – انکولې واتوسي غوییز

د امریکا د غوییزو نسل دی. نسل یې د افریقا د سانګا ګروپ له انکولې غوییزو سره تړاو لري. غټ اوږده ښکرونه لري. مخینه له ختیځې او مرکزي افریقا څخه د جرمني ژوبڼ ته او د جرمني له ژوبڼ د اروپا د مختلفو سیمو ژوبڼ ته غوییز انتقال شو. په کال ۱۹۶۰ کې له اروپا… read more »

Ankole cattle – انکولې غوییز

د افریقا د غوییزو د نسلونو ګروپ دی. دافریقا د سانګا غوییزو له ګروپ سره تړاو لري. کوچیانو ممکن د افریقا له شمال څخه یوګاندا ته ۷۰۰ کاله مخکې انتقال کړي وي. د ختیځې او مرکزي افریقا په لویه برخه کې پیدا کیږي په ځانګړې توګه په یوګاندا، کونګو، رونډا، برنډي او د تانزانیا په… read more »

Angeln cattle – د انجلن ټاپو غوییز

د شلېس وېګ هوسټاین د سیمه په انجلن ټاپو کې یې نسل اخیستل شوی. د ۱۶۰۰ کال په اسنادو کې یې هم نوم یاد شوی. د دنمارک خلک ګمان کوي چې ممکن نسل یې تر ۵۰۰۰ کالو پورې زوړ وي. د نسل مدیریت یې له ۱۸۳۰ څخه پیل شوی. سور رنګ کې وي. له بلاربېدو… read more »

Andalusian Black cattle – د اندالوزیا تورغوییز

کم وخت یې خسکیانو کې جنتیکي ستونزه هم امکان لري او د هایپرمېتریا د ودې امکان هم پکې شته وي. په هسپانوي کې ورته (Negra Andaluza) نوم اخلي. په سیمه کې یې سیمه ایز نوم (Negra de las Campiñas) دی. د تورین غوییزو نسل دی. نسل یې د هسپانیا په اندالوزیا کې اخیستل شوی. تور… read more »

Amsterdam Island cattle – د امسټرډم ټاپو غوییز

د هند د سمندرګي په سوېل کې، د فرانسې اړوند سیمې په امسټردم ټاپو کې، په ۱۸۷۱ کې پرېښودل شوي وحشي غوییز وو. په ۲۰۱۰ کې د چاپېریال د رغونې د پلان له امله یې ټول نسل له منځه یوړل شو. مخینه د ۱۸۷۱ کال، د جنوري په ۱۸ نېټه د فرانسې د بزګرو یوه… read more »

Amrit Mahal – امریت محل غوییز

په کنادا ژبه کې یې نوم (ಅಮೃತ ಮಹಲ್) لیکل کیږي. د هند په کارناټاکا کې د میسور ایالت د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه یې نسل په جګړه کې د بار وړلو لپاره اخیستل شوی وو. نر یې په منډه کې ډېر چټک او غوا یې ډېرې بې کچې کمې شیدې لري. نسل له… read more »

Amerifax – امېري فکس غوییز

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نسل یې د امریکا له انګس او د غوښې فریژن څخه اخیستل شوی.

American White Park – د امریکا سپین پارک غوییز

د سپینو غټو غوییزو نسل دی، په طبیعي توګه ښکرونه لري خو ډېری وخت انسانانو بې ښکرو کړي وي. د غوا وزن یې تقریبا تر ۴۵۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي، د غویي وزن یې له ۷۷۱ تر ۸۱۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

American Milking Devon – د امریکا لوېشل کېدونکي ډیون غوییز

د دوه موخو لپاره ساتل کېدونکی د امریکا د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم کاروي. نسل یې د امریکا له ډېون غوییزو اخیستل شوی، همداسې د امریکا د ډېون غوییزو نسل بیا د انګلستان د سوېل لوېدیځ له شمالي ډیون غوییزو… read more »

American Bucking Bull – د امریکا ټوپ اچونکی سخندر

لنډیز یې (ABBI) دی. په امریکا کې اداره ده کومه چې د امریکا ټوپ اچونکي غوییز راجستر کوي. همداسې د ټوپ اچونکو غوییزو د نسل په اړه مستند مالومات را ټولوي. د ټوپ اچونکو غوییزو شرکت د ( American Bucking Bull, Inc.) په نوم یادیږي او د دوه ادارو ملکیت دی، د دواړو ادارو نومونه… read more »

American Breed – د امریکا نسل

د امریکا نسل د بویډ غوییزو د نسل نوم دی، د نسل په اخیستنه کې یې بیسون وحشي غوییز کارېدلي. په ۱۹۵۰ لسیزه کې یې نسل د نیو مکسیکو ایالت فارمونو دوه رګه کړی. د نسل اخیستنې موخه یې داسې غوییز ترلاسه کول وو کوم چې د سوېل په وچه سیمه کې په کمو خوړو… read more »

American Angus – د امریکا انګس غوییز

د غوښې لپاره د امریکا د غوییزو نسل دی. نسل یې د سکاټلند له ابېرډین انګس اخیستل شوی. په امریکا کې سور انګس د انګس نسل نه ګڼل کیږي خو کاناډا او انګلستان یې د انګس نسل په توګه مني. د دواړو ترمنځ یوازې د رنګ په جېن کې توپیر دی او بل کوم توپیر… read more »

Aleutian wild cattle – الوشن وحشي غوییز

د الاساکا د الوشن ټاپوګانو په ټولګه کې وحشي غوییز دي. څو ځلې هڅه وشوه چې نسل یې لویو فارمونو ته راغونډ شي. په ۱۹۸۵ کال کې د متحده ایالتونو (U.S. Fish and Wildlife Service) ادارې د شوماجېن ټاپوګانو په ټولګه کې له منځه یوړل خو په امناک او چیریکوف ټاپوګانو کې تر اوسه شته… read more »

Alentejana – الېنټې جانا غوییز

د پورتګال د غوییزو نسل دی. مخکې یوازې د غوښې لپاره ساتل کېدل خو وروسته بیا د کاري موخې لپاره کارېدل. جنتیکي ازموینې یې ښي چې ډي اېن اې یې د افریقا د غوییزو ده کوم چې ممکن له افریقا هسپانیا ته هغه وخت کې وارد شوي وي کله چې هسپانیان د مسلمانانو د واک… read more »

Alderney cattle – الډېرني غوییز

په اوسمهال کې له منځه تللی، د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل وو. د انګلستان د ټاپوګانو د الډرني سیمې نسل دی. په دې سیمه کې ټول د غوییزو درې نسلونه اخیستل شوي نور دوه نسلونه یې ګېرنزي او جېرزي غوییز دي. مخینه د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان ټاپوګانو ته… read more »

Albera cattle – البېرا غوییز

د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د البېرا غره سیمه کې اخیستل شوی. البېرا غر د فرانسې کتالونیا او د هسپانیا جیرونا ولایت سره جلا کوي. له سړو سره ډېر زیات مقاومت لرونکي خو له تودوخې سره حساس او زیان مننونکي دي. په غریزو سیمو کې له ژوند سره بلدتیا لري. البېرا غوییز له… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons