Welcome to Zakria Rahimi

Alatau cattle – الاتاو غوییز

د قزاقستان د غوییزو نسل دی. نوم یې د الاتاو غره نوم ده. مانا یې “رنګارنګ غر” ده. په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د شیدو لپاره هم ساتي.  

Alambadi cattle – الامبادي غوییز

د هند د تمیل نادو ایالت په سوېل کې اخیستل شوی نسل دی. مخکې یوازې د کاري موخې لپاره ساتل کېدل. عصري نسل اخیستونکو هڅه پیل کړې چې د شیدو لپاره په ساتل کېدونکي نسل یې بدل کړي. نسل یې تقریبا له ورکېدو سره مخ او په ډېره سختی یې غړي پیدا کیږي. د نسل… read more »

Agerolese – اګېرو لیز غوییز

ایټالوی تلفظ یې اجېرولیزي دی. د ایټالیا په سوېل کې، د کمپانیا په اجېرولا سیمه کې د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نسل یې د ایټالیا له هولسټاین فریژن، مودولیکا، برونا ایتالیانا او جېرزي غوییزو اخیستل شوی. د ایټالیا له ۱۶ وړو سیمه ایزو نسلونو یو دی. د نسل د شمېر ساتنه… read more »

Afrikaner cattle – افریکنر غوییز

د افریکندر (Africander) په نوم هم یادیږي. د سانګا غوییزو د ګروپ برخه ده. نسل یې په سوېلې افریقا کې اخیستل شوی. په ۱۶۵۲ کال کې چې کله جرمني د کېپ کالونۍ بنسټ کېښود نو سیمه کې خوي خوي خلکو سانګا ته د ورته غوییزو لویې پادې لرلې. مخینه د افریکنر نسل ګډ پلرونه ډراکېنزبرګر… read more »

Adaptaur cattle – اډاپټورغوییز

په استوایي سیمو کې له ژوند سره بلدتیا لرونکي غوییز دي. نسل یې په ۱۹۵۰ لسیزه کې په استرالیا کې اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې هېر فورډ او بې ښکرو غوییز کارېدلي. د نسل اخیستنې لپاره یې داسې غوییز ټاکل شوي وو چې له تودوخې او د (Boophilus microplus) په نامه کټملو سره… read more »

Achham cattle – اچم غوییز

د زېبو غوییزو نسل دی، د نیپال په اچم سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. واړه غوییز دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱ متر کم وي. د (Naumuthe cow) په نامه هم یادیږي. په غونډیو کې له ژوند سره ژر بلدتیا پیدا کوي. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل… read more »

Abruzzese cattle – ابروزیز غوییز

په ایټالوي ژبه کې یې تلفظ ابروڅڅیزي دی. د (Podolica abruzzese di montagna) په نامه یې هم یادوي. د ایټالیا د سوېل په ابروزو سیمه کې د کورنيو شوو غوییزو نسل وو. اوسمهال یې د نسل ټول غوییز له منځه تللي. نسل یې د غوییزو د نسلونو له پوډولیک ګروپ سره تړاو لري. نسل یې… read more »

Abondance cattle – ابوندانس غوییز

د فرانسې د شابلې ولایت په اوت سوا سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. نسل یې د ۱۲ پېړۍ راهبانو اخیستی، مخکینی نوم یې شابلېزین وو. نسل یې عراق، متحده ایالتونو، انګلستان، نیوزلنډ او افریقا ته هم صادر شوی. په فرانسه کې یې شمېر تر ۱۵۰۰۰۰ پورې اټکل شوی. همداسې اېن ډاما غوییزو سره یې… read more »

Abigar – ابیګار غوییز

په سانګا ګروپ کې ډلبندي شوی د ختیځې افریقا د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي خو قصابي کې د غوښې لپاره هم کاریږي. غوا یې له لنګېدو وروسته تر وچېدو پورې موده کې تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. ګمان کیږي چې په لمړي ځل یې… read more »

د ټولې نړۍ د غوییزو د نسلونو نوملړ

علمي نوم یې بوس توروس (Bos taurus) دی. په دوه ګوتو وېشل شوي بوټ لرونکي، کورني شوي، واښه خوړونکي ژوي دي. د بووینای فرعي کورنۍ غړي دي، په نړۍ کې تر ټولو زیات خپاره شوي د بوس نسل غړي ګڼل کیږي. ښځې ته یې غوا او نر ته یې غویی نوم اخلي، نر بچي ته… read more »

Yakutian cattle – یاکیوشن غوییز

په ساخا ژبه کې ورته ساکسا ایناګا (Саха ынаҕа) نوم اخلي. سیمه ایز نسل دی. د ساخا په جمهوریت کې یې نسل اخیستل شوی. بې کچې کلک او له هر ډول سړو سره مقاومت کوونکي غوییز دي. تشرېح د بدن کچه یې ډېره وړه ده. د غوا د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد… read more »

Russian Black Pied cattle – د روسې تور پیډ غوییز

د روسې د غوییزو نسل دی کوم چې د جرمني له تور پیډ او د لوېدیځ فریژن غویانو او مختلفو سیمه ایزو غواګانو اخیستل شوی. په ۱۹۸۰ کې یې د نسل غړي له بالتیک پرته تر ۱۶ میلیونه پورې اټکل شوي وو. په روسیه کې دوېم تر ټولو عام ساتل کېدونکی د غوییزو نسل دی.

Red Tambov – سور تامبوف غوییز

په روسۍ ژبه یې نوم (Kpacнaя тaмбoвcкaя) لیکل کیږي. د روسې د تامبوف اوبلاست سیمې د غوییزو نسل دی. نسل یې په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم کاروي. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل له ټیرول، ډیون او سیمینتال غویانو او له سیمه ایزو غواګانو… read more »

Red Gorbatov cattle – سور ګورباتوف غوییز

ادعا کیږي چې له لوکوسیس، له نري رنځ او بروسیلوسیس سره مقاومت لري. د روسې د ګورباتوف سیمې د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، په نېزخي ګورود ولایت کې، له ټیرولین او سیمه ایزو پریوک سکي غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۲۱ کال کې یې په اړه مالومات خپاره… read more »

Kurgan cattle – کورګان غوییز

د نوم املا یې کورګانسکایا (Kurganskaya) هم لیکل کیږي. اصلي ځای یې د سایبریا سوېل لوېدیځ سیمه ده. نسل یې له لنډ ښکرو، سیمینتال، د جرمني له تور پیډ، بېستوژېف، ټاګل، سور سټېپ او سیمه ایزو غوییزو اخیستل شوی. رنګ یې سور، سور او سپین او یا تېز سور رنګ کې وي. په بنسټزه توګه… read more »

Kostroma cattle – کوستروما غوییز

د روسې د غوییزو نسل دی او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې یې نسل د روسې د برې ولګا د سیمې په کوستروما بلاسټ کې اخیستل شوی. نسل یې له سیمه ایزو غوییزو سره د سویس د نسواري، الیګاو او اېر شېر غوییزو دوه رګه شوی نسل دی. په فزیکي جوړښت کې د سویس… read more »

Anatolian Black cattle – د اناتولیا تور غوییز

په ترکي ژبه کې ورته ېرلي کارا (Yerli Kara) نوم اخلي. اصلي ځای اناتولیا یا کوچنۍ اسیا (اوسمهال ترکیه) دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي، که چېرې د شیدو له تولید وغورزیږي د غوښې لپاره کاریږي، په ځینو کوچنیو فارمونو کې د کاري موخې لپاره کارول کیږي. په لمړۍ کچه مرکزي ترکیه… read more »

Adamawa cattle – اډاماوا غوییز

د غوییزو نسل دی. اصلي ځای یې د نایجریا اډاماوا سیمه ده. نسل یې د مختلفو موخو لپاره ساتل کیږي : په بنسټیزه توګه کاري غوییز دي خو د شیدو او غوښې لپاره هم کاریږي. د نایجریا د پادو ۲% جوړوي. تنه یې له منځنۍ تر لویې کچې پورې وي. منحني ښکرونه لري. په فزیکي… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons