Welcome to Zakria Rahimi

Crèvecœur chicken – کرېو کور چرګان

د شمال لوېدیځې فرانسې تاریخي د چرګانو نسل دی. اوسمهال کې ډېر کم پاتي. نسل یې د فرانسې په نورماندي کې ډېر پخوا اخیستل شوی او د نورماندي له لا فلېش چرګانو سره نږدې تړاو لري. چرګ یې تر درې کیلو ګرامه او چرګه تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د هودان چرګانو… read more »

Estaires – اېستېر چرګان

د شمال ختیځې فرانسې د چرګانو نسل دی. په ۱۸۷۲ کې انګلستان ته له چین څخه لنګشن چرګان وارد شول او وروسته له انګلستان څخه اروپا ته صادر شول، د همدې چرګانو تنوع ده. نوم یې د فرانسې د اېستېر سیمې دی. وزن یې تر ۲ کیلو ګرامه پورې رسیږي. بڼکې یې تور او نیله… read more »

Faverolles chicken – فاوېرول چرګان

د فرانسې د چرګانو نسل دی. په ۱۸۶۰ لسیزه کې یې نسل د فرانسې د شمال په هودان او فاوېرول کلیو کې اخیستل شوی. د نسل اخیستنې موخه یې غوښه او هګۍ وې خو اوسمهال د نندارې لپاره هم ساتل کیږي. په ۱۸۸۶ کې انګلستان ته صادر شول او انګلستان نور تغیر هم پکې راوست… read more »

Cubalaya – کیوبالایا

د کیوبا د چرګانو نسل دی. نسل یې له فلپاین څخه وارد شويو مالې او سوماترا چرګانو اخیستل شوی. د نسل اخیستنې موخه یې غوښه، هګۍ او د چرګانو جنګونه وه. د چرګ وزن یې تر دوه نیم کیلو ګرامه او د چرګې تر یو نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي. کوچنی نسل هم لري، وزن… read more »

Cochin chicken – کوچین چرګان

په ۱۸۴۰ او ۱۸۵۰ لسیزو کې له چین څخه اروپا او شمالي امریکا ته وارد شوی د چرګانو نسل دی. مخکینی نوم یې کوچین چاینا (Cochin-China) دی. چرګ یې له درې نیم تر پنځه نیم کیلو ګرامه او چرګه یې تر درې کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د وړو چرګانو نسل هم لري، وزن یې… read more »

Pekin Bantam – پېکین واړه چرګان

انګلستان ته له چین څخه وارد شوی د چرګانو نسل دی. نوم یې د چین د پېکین سیمې نوم دی. واړه چرګان دي، وزن یې تر ۶۸۰ ګرامه پورې رسیږي.

Croad Langshan – کروډ لنګشن چرګان

د چرګانو ډېر زوړ نسل دی او ګمان کیږي چې اصلي ځای یې چین دی. د هګیو لپاره ساتل کیږي. چرګ یې له درې نیم تر پنځه کیلو ګرامه او چرګه یې له دوه نیم تر درې نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د هګۍ وزن یې تر ۶۰ ګرامه پورې وي.

Silkie – سیلکي چرګان

د چرګانو نسل دی. نوم یې له نرمو ببرو بڼکو اخیستل شوی. د بدن د پوستکي، د مخ او هډوکو رنګ یې نیله وي، په هره پښه کې پنځه ګوتې لري (نور چرګان څلور ګوتې لري). زیات وخت د کورنیو مرغانو نندارې ته هم وړل کیږي. له نورو چرګانو سره یې له فزیکي توپیر پرته… read more »

Nankin Bantam – نانکین واړه چرګان

د انګلستان د وړو چرګانو نسل دی، د معیاري کچې چرګان نلري. پلرونه یې د چین له نانکین سیمې انګلستان ته وارد شوي. وزن یې تر ۷۴۰ ګرامه پورې رسیږي. ډېرې کوچنۍ هګۍ کوي او د نندارې لپاره ساتل کیږي.

Wenchang chicken

په چینایي کې یې نوم (文昌鸡) لیکل کیږي. د چرګ پخولو طریقه ده. د چین په هاینان سیمه کې د وېنچنګ ښار دودیز خواړه دي. له کومو چرګانو چې یاد خواړه پخیږي تر دوه میاشتو پورې د ممپلیو او کوپرې په پوستکي تغذیه کیږي. د پخولو طریقه یې لمړی چرګان په اوبو کې وېشول کیږي… read more »

Araucana – اروکانا

په هسپانوي کې یې نوم (Gallina Mapuche) لیکل کیږي. په چیل کې د اروکانا سیمې د چرګانو نسل دی. د هګیو رنګ یې نیله وي. په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي. د مخ یو بل څنګ کې یې بهر وتلې بڼکې موجودې وي. ځینې یې لکۍ نلري خو د ډېرو لکۍ شته وي. په نړۍ… read more »

Red Shaver – سور شېور

د کاناډا د چرګانو نسل دی. د نسل اخیستنې موخه یې غوښه او هګۍ وې. په یو کال کې تر ۳۰۵ پورې هګۍ اچوي. د هګۍ وزن یې له ۱۰۰ ګرامه تر ۱۳۰ ګرامه پورې امکان لري.

Chantecler chicken

د چرګانو نسل دی. اصلي ځای یې کاناډا ده. نسل یې د ۲۰ پېړۍ په پیل کې اخیستل شوی. له سړو سره بې کچې مقاومت لري، د نسل اخیستنې موخه یې هګۍ او غوښه وه. چرګ یې تر ۹ کیلو ګرامه او چرګه یې تر ۷ کیلو ګرامه پورې وزن کوي.

Black Shumen – تور شومېن چرګان

د بلغاریا د چرګانو نسل دی. اصلي ځای یې د بلغاریا شومېن سیمه ده. نسل یې د ۲۰ پېړۍ په پای کې اخیستل شوی. په ۲۰۱۳ کال کې یې ټول غړي تر ۳۵۰ پورې پاتې وو. چرګ یې تر دوه نیم کیلو ګرامه او چرګه یې تر یو نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د… read more »

Stara Zagora Red – د ستارا زګورا سور چرګ

په بلغارۍ ژبه کې یې نوم (Старозагорска червена кокошка) لیکل کیږي. نوم یې د بلغاریا له ستارزګورا سیمې اخیستل شوی. د بلغاریا د کورنیو چرګانو نسل دی. نسل یې ۱۹۷۰ کې د روډ ټاپو له سرو چرګانو او د سیمې له چرګو رامنځته شوی. د نسل اخیستنې موخه یې هګۍ دي. چرګ یې تر درې… read more »

Índio Gigante Chicken – اېندیو جیګانت چرګان

په انګرېزۍ کې یې نوم (Giant Indian) دی. د نومو مانا غټ هندی ده. د برازیل د کورنیو چرګانو نسل دی. چرګ یې تر څلور نیم کیلو ګرامه او چرګه تر ۳ کیلو ګرامه پورې وزن کوي.

Luikse Vechter

په فرانسوي کې یې نوم (Combattant de Liège) لیکل کیږي. د فرانسوي نوم مانا یې د لیج جنګ کوونکی دی. د بلجیم د چرګانو نسل دی، نسل یې د ۱۹ پېړۍ په پای کې د بلجیم په والونیا سیمه کې اخیستل شوی. اوسمهال ډېر کم شمېر پاتې دي. نسل یې

Tiense Vechter

په فرانسوي کې یې نوم (Combattant de Tirlemont) لیکل کیږي. د نوم مانا یې د تیرلوما جنګ کوونکی دی. د جنګ لپاره د بلجیم د چرګانو نسل وو اوسمهال کې ډېر کم شمېر پاتې دي. نسل یې د ۱۹ پېړۍ پای کې اخیستل شوی. د نسل اخیستنې موخه یې د چرګانو جنګ وو. د نسل… read more »

Brugse Vechter

په فرانسوي کې یې نوم (Combattant de Bruges) لیکل کیږي، د نوم مانا یې د بروج جنګ کوونکی ده. د جنګ لپاره د بلجیم د چرګانو نسل وو. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې اخیستل شوی، اوس وخت کې یوازې د نندارې لپاره کورونو کې ساتل کیږي. نوم یې د بلجیم د فلندر له بروج… read more »

Campine – کمپین چرګان

اصلي ځای یې د بلجیم په شمال کې کمپین سیمه ده. په بلجیم کې ورته (Kempisch Hoen) نوم اخلي. په انګلستان کې یې نسل ډېر کم پاتې دی. چرګ یې تر درې کیلو ګرامه او چرګه یې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د وړو چرګانو وزن یې د ۵۷۰ ګرامه پورې رسیږي…. read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons