Welcome to Zakria Rahimi

Braekel – برایکېل

نوم یې (Brakel) هم لیکل کیږي. د بلجیم د چرګانو دودیز نسل دی. په بلجیم کې یې اصلي ځای په ختیځ فلندر کې براکېل سیمه ده. د همدې چرګانو کوچنی نسل هم شته دی. د  کمپین نسل هم له همدې چرګانو اخیستل شوی. د چرګ وزن یې له دوه تر دوه نیم کیلو ګرامه او… read more »

Afghanistan – افغانستان

رسمي نوم یې د افغانستان اسلامي جمهوریت دی. په وچه کې راګېر هیواد دی، د لوېدیځې، مرکزي او سوېلې اسیا نښلونکی دی. سوېل او ختیځ کې له پاکستان سره، لوېدیځ کې له ایران سره، شمال کې له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان سره او شمال ختیځ کې له چین سره پولې لري. د اوسني افغانستان چې پولې… read more »

hybrid – دوه رګه

هغه ژوندي ته وایي ته وایي چې له دوه جلا ډولونو، په یوه ډول کې له متنوع پلرونو یا نسلونو د جنسي اړیکې له لارې زېږېدلی وي. دوه رګه تل نیم د مور او نیم د پلار په څېر نه وي او د ځینو ځانګړنې یې د مور او پلار څخه غوره وي، له خپلو… read more »

Bantam – د وړو چرګانو نسل

واړه چرګان د معیاري کچې چرګان هم لري خوځینې یوازې واړه ډولونه لري. د وړو هیلیو ډول ته هم کاریږي. په کچه کې له خپل معیاري ډول ډېر واړه وي خو نورې ځانګړنې یې یو بل ته ورته والی لري. بانتم نوم د اندونیزیا له بانتم ښار څخه اخیستل شوی.

Livestock show – د څارویو او کورنیو الوتونکو ننداره

د مالونو ننداره د څارویو د فینوټیپیک (phenotypic) نسلونو په ځانګړنې د قضاوت لپاره کیږي. فینوټیپیک یا فینو ټایپ په یوه ډول کې د لیدو وړ هغه ځانګړنې دي چې د جینو ټایپ او چاپیریال له فعل او انفعال پکې رامنځته شوي وي جینو ټایپ (genotype) د یوه ژوندي جنتیکي جوړښت ته وایي. د څارویو… read more »

Comb – کرکره

د چرګ د سر له پاسه د کرکرې برخې ته انګریزۍ کې (comb) او د سر لاندې زوړندو برخو ته (wattle) وایي. کرکره د ګالیناسیوس مرغانو لکه فیلمرغ، دښتي چرګانو او کورني شوي چرګانو د سر لاندې، پاسه او د مخ یو او بل اړخ کې موجوده وي. د سر له پاسه برخې د نوم… read more »

Plumage – بڼکې

د انګریزۍ (Plumage) کلیمه د لاتیني ژبې له (plūma) اخیستل شوې مانا یې بڼکه ده. بڼکې د مرغه په بدن کې یوه طبقه ده او پوستکی پرې پوښل شوی وي. بڼکې خپل رنګونه لري او د مرغه په بدن کې یې ترتیب د بدن رنګ جوړوي. د مرغانو په هر ډول او فرعي ډول کې… read more »

Domestication – کورنی کول

دوامداره د څو نسلونو اړیکه ده په دې اړیکه کې د ژوندیو یو ګروپ د ژوندیو په بل ګروپ باندې د پام وړ نفوذ لري. په دې کې لمړی ګروپ د دوېم ګروپ د مثل تولید باندې کنټرول لري او د وړاندوینې وړ سرچینې ترې ترلاسه کوي. د کورني شوي له خپلو وحشي پلرونو سره… read more »

Breed – نسل

نسل د کورني شوي ژوي ځانګړی ګروپ دی کوم چې خپله کې ورته ځانګړنې لري، خپله کې ورته چلند لري او یا هم نورې داسې ځانګړنې چې د همدې ډول له نورو ژوندیو یې توپیر پرې کیږي. په ادبیاتو کې نسل زیات تعریفونه لري. په یوه ډول کې نسل له (genetic isolation) رامنځته کیږي، له… read more »

chicken breeds – د چرګانو نسلونه

په اوسمهال کې چرګان سلګونه نسلونه لري کوم چې له زرګونو کالو را په دیخوا کورني شوي. له ډېره پخوا انسانانو هڅه کړې چې د ځانګړي چلند او فزیکي ځانګړنو لرونکو چرګانو نسلونه واخلي. هغه ځانګړنې د کومو له مخې چې د چرګانو نسل پېژندل کیږي د چرګانو وزن، د بڼکو رنګ، د کرکرې جوړښت،… read more »

Wind engineering – د باد انجنیري

د میکانیکي انجنیري، د جوړښتي انجنیري، هوا پېژندنې او د عملي فزیک فرعي برخه ده. په جوړ شوي چاپېریال او طبیعت کې د بادونو د اغیز څېړنه کوي، له بادونو څخه زیان اوښتنه او ګټه دواړه مطالعه کوي. په بادونو کې د تېز باد مطالعه شامله ده کوم چې ممکن نا ارامي رامنځته کړي، د… read more »

د کب روزنې سوداګري

موخه یې د سوداګریزې موخې لپاره د کب روزنه وي. د کب زیات ډولونه په یوه کنټرول شوي چاپېریال کې روزل کېدای شي. ډېر خلک یې له روزنې وروسته له ډنډونو خپله نیسي او بازارونو کې یې پلوري خو ځینو بیا له دې ډنډونو د تفریح ځایونه هم جوړ کړي او کورنۍ د کب نیونې… read more »

Threatened species – د ورکېدو له خطر سره مخ ډول – له منځه تلونکی ډول

د ژوي، بوټي، مرخېړي هر هغه ډول چې نږدې راتلونکې کې یې نسل له منځه تلو سره مخ وي. د وړاندوینې لپاره یې د میټیرک ریاضیکي فورمولونه کاریږي. د طبیعت د ساتنې لپاره نړیوالې اتحادې په درې کټګوریو کې وېشلي : ۱ – زیان منونکي ډولونه ۲ – د ورکېدو له خطر سره مخ ډولونه… read more »

Wireless engineering – د بې سیمه انجنیري

د انجنیري څانګه ده. د بې سیمه مخابراتي سیستمونو او ټکنالوجي کارونه، څېړنه او طرحه کوي. د انجنیري داسې مضمون دی کوم چې د بې سیمه ټکنالوجي په کارونه لکه مخابراتی راډیو او رادار باندې د انجنیري ستونزې هواروي. ممکن نور تخنیکونه لکه انفرارېډ، اکوستیک او اپتیکي ټکنالوجي هم پکې راونغاړي. کله چې په ۱۹۳۵… read more »

Barbu de Grubbe – د ګروب باربو

په الماني کې یې نوم (Grubbe baardkriel) دی. د بلجیم د وړو چرګانو نسل دی. د معیاري کچې چرګان نلري یوازې کونچی نسل لري.

Barbu d’Anvers – د انتوارپین باربو

په الماني کې یې نوم (Antwerpse baardkriel) لیکل کیږي. د بلجیم د وړو چرګانو نسل دی، په نسل کې یوازې واړه چرګان دي د معیاري کچې پکې نشته. چرګ یې تر ۷۰۰ ګرامه پورې او چرګه تر ۶۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. د انتوارپین تر ټولو زوړ د چرګانو نسل دی. په متحده ایالتونو کې… read more »

Barbu de Watermael – د واتېرمایل باربو

په الماني یې نوم (Watermaalse Baardkriel) لیکل کیږي. د بلجیم چرګان دي نسل یې په لمړي ځل د بلجیم په (Watermael-Boitsfort) سیمه کې اخیستل شوی. مخ یې په بڼکو پوښل شوی وي. په بدن کې کومه برخه چې لکۍ په بدن پسې نښلوي (uropygium) نلري. چرګ یې تر ۷۰۰ ګرامه پورې او چرګه یې تر… read more »

Malines Chicken – مالین چرګان

په الماني کې یې نوم (Mechelse Koekoek) لیکل کیږي, په فرانسوې کې ورته (Coucou de Malines) نوم هم اخلي. د غټو چرګانو نسل دی. نسل یې په لمړي ځل د بلجیم په مالین سیمه کې اخیستل شوی. نسل یې له ختیځ څخه بلجیم ته له واردو شوو چرګانو او (cuckoo) اخیستل شوی. د نسل اخیستنې… read more »

Barbu d’Uccle

په الماني کې یې نوم (Ukkelse Baardkriel) لیکل کیږي. د کوچنیو چرګانو په بڼکو د پټ شوي مخ نسل دی. په لمړي ځل یې نسل د ۲۰ پېړۍ په پیل کې د بلجیم په (Uccle) کې اخیستل شوی. معیاري نسل نلري یوازې کوچنی نسل لري. په ۲۰۲۰ کال کې یې نسل کم شوی. د چرګ… read more »

Ardennaise – اردونېز

په فرانسوي کې یې نوم (Poule ardennaise) لیکل کیږي. په بلجیم کې د اردونېز لوړې هوارې کې اخیستل شوی د چرګانو نسل دی. په ختیځې فرانسه کې یې هم نسل اخیستنه شوې. تر ۲۰۰۷ کال پورې یې نسل خورا زیات کم شو. د نسل اخیستنې موخه یې غوښه او هګۍ وې. چرګ یې تر دوه… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons