Welcome to Zakria Rahimi

په اقتصاد کې (Biased)

په عامه ژبه کې (Biased) متعصب او تعصب کولو دواړو ته وایي خو اقتصادي ارزونه (econometrics) کې د یو څه پر بل څه باندې د اغیز ارزونې ته وایي د بېلګې په توګه د لږ نه لږ یا حد اقل معاش پر استخدام کولو یا کار ګمارنې باندې اغیز. نو کله وایو چې (Biased) ده… read more »

په اقتصاد کې (Dummy)

په عامه ژبه کې (Dummy) کم عقل یا نا لایقه او چپ کس ته وایي، بله مانا یې مجسمه ده کومه چې د کالیو په دوکان کې ولاړه وي او جامې ور اغوستل شوې وي درېمه مانا یې نانزکه یا ګوډۍ ده. په اقتصاد کې (binary variable) ته رجوع کوي – باینري ورایبل د یوه… read more »

په اقتصاد کې کرایه (Rent)

په عامه ژبه کې کرایه د یوې شتمنۍ موقتي کارونې په بدل کې نغدو ته وایي د بېلګې په توګه د موټر کرایه، د کور کرایه. په اقتصاد کې هغه ټولې د پیسو ورکړې دي چې د یوه تولید مالک یا د تولید عامل (فکتور) ته ورکول کیږي دا پیسې له قیمت څخه زیاتې وي… read more »

په اقتصاد کې پانګونه او سرمایه (Investment and capital)

په ورته وخت کې مالي اقتصاد پوهان پانګونه (investment) عاید لرونکې شتمنۍ لکه (stocks and bonds) ته کاروي خو ماکرو اقتصاد پوهان (macroeconomists) پانګونه د ثابتې پانګونې (fixed investment) لپاره کاروي – ثابته پانګونه په یوه ځانګړې موده کې د تازه تولید شوو تولید کوونکو تجهیزاتو، تعمیر او یا نورو فزیکي شتمنیو پېرنې ته وایي…. read more »

په اقتصاد کې د (Money) مانا

په اقتصاد کې هغې شتمنۍ ته وایي چې ډېره زیاته (liquid) وي – او (liquid) هغه شتمنۍ ده چې په اسانۍ سره په نغدو بدلیږي. پرته د وخت له اندازې د کچې لپاره اسعار ډالر یا نور اسعار دي. په (Money) کې چې څه موجود دي د هغې لپاره په اقتصاد کې مختلف تخنیکي تعریفونه… read more »

په اقتصاد کې د (Unemployed) مانا

د کار اقتصاد پوهان خلک په درې ګروپونو وېشي یو هغه خلک چې اوس کار کوي حتا که کار یې پوره ورځ هم نه وي او نیمه ورځ کار کوي (employed) ورته وایي؛ دوېم ګروپ ته د (unemployed) نوم کاروي او دا خلک کار نکوي خو په کار پسې ګرځي، کار یې موندلی وي د… read more »

Dollarization or Currency substitution

د کورنیو اسعارو سره په موازي توګه د بهرنیو اسعارو کارونه او یا د کورنیو اسعارو پر ځای د بهرنیو اسعارو کارونې ته وايي. دا چاره ممکن په بشپړ توګه ترسره شي او یا جزوي یا د هیواد په ځینو برخو کې وي. دا چاره په هغو هېوادونو کې ترسره شوې چې له اقتصادي بحران… read more »

Stellar classification – د ستورو ډلبندي

ستوري په ستور پوهنه کې د طیفي ځانګړنو له مخې ډلبندي کیږي. د ستورو الکټرومقناطیسي وړانګې په منشور جلا کیږي او زرغونه کې یې د طیفې کرښو رنګونه کتل کیږي او له همدې مخې ډلبندي کیږي. هره یوه کرښه د کیمیاوي عنصر یا مالیکول ښودونکې ده او د کرښې ډبلوالی د عناصرو پرېماني ښي خو… read more »

Solar System – لمریز سیستم

د کشش له مخې محدود سیاره اي د لمر سیستم ده او له دې سره په مدارونو کې هغه تنې دي چې په مستقیمه یا غیرې مستقیمه توګه له لمر څخه چار چاپیره په مدار کې ګرځي. له لمر څخه په مدار کې په مستقیمه توګه ۸ لویې سیارې تاویږي خو په غیرې مستقیمه توګه… read more »

Sun – لمر

لمر د لمریز سیستم په مرکز کې یو ستوری ده. د تودې پلازما تقریبا ګرد یا دایروي شکل ده. په داخلې کې وصلی کېدونکی خوځښت لري کوم چې د ډاینامو بهیر په ذریعه یوه مقناطیسي ساحه تولیدوي. د ځمکې د سیارې لپاره د انرژۍ اړینه سرچینه ده. قطر یې ۱.۳۹ میلیونه کیلومتره ده د ځمکې… read more »

Mars – مریخ

مریخ له لمر څخه څلورمه سیاره ده، او په لمریز سیستم کې له عطارد څخه وروسته دوېمه وړه سیاره ګڼل کیږي. بل نوم یې سره سیاره (Red Planet) ده، او د انګرېزۍ نوم (Mars) یې د رومان په پخواني مذهب کې د جګړې د خدای نوم ده. په سطحه باندې یې د وسپنې اوکسایډ پراخ… read more »

Methacrylamide – مېتاکریلامید

په صنعت کې کارېدونکي کیمیاوي توکي دي، د پولیمر او کوپولیمر په تولید کې کار ترې اخیستل کیږي، د مېتیل مېتاکریلېټ پریکرسر (precursor) ده – په انګرېزۍ پرېکرسر (precursor) یو داسې ترکیب ده چې په تعامل کې ونډه اخلي تر څو بل ترکیب جوړ کړي.

Ammonium bisulfate – امونیم بیسولفیټ

د امونیم هایډروجن سولفیټ په نامه هم یادیږي، سپین جامد کرسټالین ده، کیمیاوي فورمول یې (NH4)HSO4 ده. په امونیا د سلفري اسیدو له نیمه خنثی کېدو ترلاسه کیږي. که چېرې سولفامیک اسید په اوبه لرونکي محلول کې هایډرولایز شي هم امونیم بیسولفیټ تولیدوي H3NSO3 + H2O → [NH4]+[HSO4]− که چېرې امونیم سلفیټ په تودوخه تجزیه شي… read more »

Ammonium cyanide – امونیم سیانیډ

امونیم سیانیډ یو غیرې عضوي بې ثباته یا تغیر کوونکی ترکیب ده، کیماوي فورمول یې (NH4CN) ده. په عضوي مصنوعي ترکیبونو کې کار ترې اخیستل کیږي. د بې ثباتۍ له امله یې سوداګریز پلور نه کیږي. په کمه تودوخه کې هایډروجن سیانیډ د امونیا په اوبو لرونکي محلول کې اضافه کیږي او له جوش وروسته… read more »

Democracy – ډیموکراسي

په یوناني کې (δημοκρατία) تلفظ یې (dēmokratía) ده، لغوي مانا یې د خلکو حکومت ده، د حکومتولۍ داسې سیستم ده چې خلک د رایو له لارې د خپلې خوښې قوانین او حکومت ټاکي. په مستقیمه ډیموکراسي (direct democracy) کې چې د ډیموکراسي یو شکل ده خلک د هرې ستونزې لپاره رایه ورکوي، د رایو له… read more »

Equivalent – معادل

سمبول یې (equiv) ده. په کیمیا کې معادل هغه توکي دي چې له خپل معادل سره تعامل کوي. د کچې لپاره ډېر زوړ واحد ده کوم چې په بیولوجیکي ساینس او کیمیا کې هغه وخت کارېده کله چې څېړونکو د ترکیب لپاره کیمیاوي فورمولونه نلرل. په انګرېزۍ کې (mass of an equivalent) برابر وزن ته… read more »

Emergency Planning and Community Right-to-Know Act

د متحده ایالتونو فدرالي قانون ده او د متحده ایالتونو ۹۹ کانګرېس تصویب کړی. د متحده ایالتونو د کوډ د ۱۱۶ فصل په ۴۲ عنوان کې ځای لري. یاد قانون د ایمرجنسي په اړه ده. په ۱۹۸۶ کې د اکټوبر په ۱۷ نېټه رونالډ رېګن (Superfund Amendments and Reauthorization Act) پروګرام لاسلیک کړ او دې… read more »

Extremely hazardous substances – بې کچې زهري توکي

A Acetone cyanohydrin Acetone thiosemicarbazide Acrolein Acrylamide Acrylonitrile Acryloyl chloride Adiponitrile Aldicarb Aldrin Allyl alcohol Allylamine Aluminum phosphide Aminopterin Amiton Amiton oxalate Ammonia Amphetamine Aniline Aniline, 2,4,6-trimethyl- Antimony pentafluoride Antimycin A ANTU (Alpha-Naphthylthiourea) Arsenic pentoxide Arsenous oxide Arsenous trichloride Arsine Azinphos-ethyl Azinphos-methyl B Benzal chloride Benzenamine, 3-(trifluoromethyl)- Benzenearsonic acid Benzimidazole, 4,5-dichloro-2-(trifluoromethyl)- Benzotrichloride Benzyl chloride Benzyl… read more »

Lithium cyanide – لیتیم سیانیډ

لیتیم سیانیډ غېرې عضوي ترکیب ده، کیمیاوي فورمول یې (LiCN) ده. په اوبو کې حل کېدونکی پوډر ده. د لیتیم هایډروکسایډ او هایډروجن سیانیډ له تعامل څخه رامنځته کیږي خو په لابراتور کې یې د جوړونې لپاره د هایډروجن سیانیډ پر ځای اسېټون سیانوهایډرین کاریږي. (CH3)2C(OH)CN + LiH → (CH3)2CO + LiCN + H2 د… read more »

Sodium bisulfite – سوډیم بيسولفیټ

سوډیم هایډروجن سولفیټ هم ورته وایي. یو کیمیاوي ترکیب ده، کیمیاوي فورمول یې (NaHSO3) ده. د اي شمېره (E number) یې (E222) ده. د اي شمېره یو د هغو توکو لپاره کوډ ده چې د خوړو په توګه کاریږي او هر یو جلا د اي شمېره لري. ډېری خلک سوډیم بيسولفیټ په خوړو کې اضافه… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons