Welcome to Zakria Rahimi

Flow chemistry – کیمیاوي جریان

په کیمیاوي جریان کې، یو کیمیاوي تعامل په پایپونو کې په دوامداره توګه د جریان له لارې تر سره کیږي. یو پمپ تعامل کوونکې مایع ته په پایپونو کې حرکت ورکوي او د پایپونو خولې هم له یوې بلې سره وصل وي، په جریان کې مایعات له یو بل سره اړیکه کې کیږي او که… read more »

Sodium cyanide – سوډیم سیانیډ

یو غیرې عضوي ترکیب ده، فورمول یې (NaCN) ده. سپین جامد په اوبو کې د حل کېدو وړ توکي دي. سیانیډ له وسپنو سره ډېر نږدېوالی یا تړاو لري کوم چې د بې کچې زهري کېدو لامل کیږي. عمده کارونه یې د سرو زرو په استخراج کې کیږي. که چېرې له اسیدو سره یو ځای… read more »

Inorganic compound – غېرې عضوي ترکیب

یو غېرې عضوي ترکیب یو کیمیاوي ترکیب ده کوم چې د (C-H) اړیکه، رابطه یا پیوند نلري. غیرې عضوي ترکیب عضوي ترکیب نده. غیرې عضوي ترکیب د ځمکې د قشر لویه برخه جوړوي خو د ځمکې په ژوره طبقه کې تر اوسه لا څېړنې روانې دي. ځینې ساده ترکیبونه چې کاربن لري غیرې عضوي ترکیب… read more »

Hydrogen cyanide – هایډروجن سیانیډ

د پروسیک اسیدو (prussic acid) په نامه هم یادیږي. یو کیمیاوي ترکیب ده او کیمیاوي فورمول یې (HCN) ده. بې کچې زهري او د اور اخیستو وړ بې رنګه مایع ده کوم چې په ډېره کمه تودوخه ۲۵.۶ °C کې وېشیږي. خطي مالیکول ده او درې پیوندونه لري چې د کاربن او نایټروجن ترمنځ دي…. read more »

Monomer – مونومر

له دوه کلیمو ترکیب شوې کیمیاوي اصطلاح ده د (mono) مانا یوه او د (mer) مانا برخه ده. یو مالیکول ده چې د پولیمرایزېشن وړتیا لري، په بله مانا مونومر د هر کلاس د ترکیب یو مالیکول ده، ډیری په عضوي ترکیب کې وي او له نورو مالیکولونو سره د تعامل وړتیا لري له کوم… read more »

Methyl methacrylate – مېتیل مېتاکریلېټ

یو عضوي ترکیب ده، فورمول یې CH2=C(CH3)COOCH3 ده. بې رنګه مایع ده. د مېتاکرلیک اسیدو میتیل ایسټر یو مونومر ده کوم چې د poly(methyl methacrylate) د تولید لپاره په لویه کچه تولیدیږي.   دمېتیل میتاکریلېټ زهري ځانګړنه کمه ده خو په شخوند وهونکو کې لکه موږک، مږې او ورته ژوي او سوی کې د پوزې،… read more »

Organic compound – عضوي ترکیب

په کیمیا کې یو عضوي ترکیب یو کیمیاوي ترکیب ده په کوم کې چې کاربن موجود وي. د کاربن هغې وړتیا ته چې د نورو کاربنونو له اټومونو سره کړۍ جوړوي په انګرېزۍ کې (catenate) وایي. تر اوسه پورې میلیونونه کیمیاوي ترکیبونه پېژندل شوي. د عضوي ترکیبونو د خواصو یا ځانګړنو، تعاملونو او ترکیبونو مطالعه… read more »

Acetone cyanohydrin – اسېټون سیانوهایډرین

لنډیز یې (ACH) ده، یو عضوي ترکیب ده، د مېتیل مېتاکریلېټ (methyl methacrylate) په تولید کې کاریږي، مېتیل مېتاکریلېټ د پولي مېتیل مېتاکریلېټ (polymethyl methacrylate) مونومر ده کوم چې د اکریلیک پلاستیکي ښیښې په نامه هم یادیږي. په اسانۍ سره هایډروجن سیانیډ تجزیه کوي یا ازادوي او د یوې سرچینې په توګه کاریږي او له… read more »

Eoscopus – ایوسکوپوس

د ډېسوروفویډ ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. مخکې په (Amphibamidae) کورنۍ کې ډلبندي شوی وو اوسمهال په ۲۰۱۹ کې له مطالعو وروسته په (Micropholidae) کورنۍ کې ځای شو. د کاربنیفېروس فوسیل یې په کاناس کې موندل شوی. په نسل کې یوازې یو ډول (Eoscopus lockardi) شامل ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم… read more »

Micropholidae – مایکروفولیډای

د ډېسوروفویډ ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللې کورنۍ ده. د کاربنیفېروس فوسیل یې په سوېلې افریقا او متحده ایالتونو کې موندل شوی. مخکې یې غړي په (Amphibamidae) کې ډلبندي شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې جلا کورنۍ شوه. شپږ نسلونه پکې شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای کورنۍ مایکروفولیډای په… read more »

Melosaurus – مېلوسوروس

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د ۲۹۹–۲۴۵ میلیونه کلونو ترمنځ زوړ فوسیل یې په روسیه کې موندل شوی. اوږدوالی یې له دوه نیم تر درې متره پورې اټکل شوی. د ډنډونو، سیند او د اوبو د لویو تنو ترڅنګ یې ژوند کوه. ښکاري چلند یې لره او نور ژوي یې ښکار… read more »

Tungussogyrinus

په برانکیو سوریډای کورنۍ کې د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. په (ubfamily Tungussogyrininae) فرعي کورنۍ شامل ده. یوازې یو ډول (Tungussogyrinus bergi) لري. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړۍ کورنۍ ډیسوروفوایډیا کورنۍ برانکیوسوریډای  

Schoenfelderpeton – شوېن فېلډېرپېټون

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. یوازې یو ډول پکې شامل ده. د برانکیو سوریډای کورنۍ غړی ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړۍ کورنۍ ډیسوروفوایډیا کورنۍ برانکیوسوریډای فرعي کورنۍ برانکیوسورینای نسل شوېن فېلډېرپېټون

Milnererpeton – میلنېرېرپېټون

د برانکیوسوریډ ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه نسل ده. د کاربنیفېروس مودې فوسیل یې په نیو مکسیکو کې موندل شوی. یاد نسل په لمړي ځل په ۱۹۹۶ کې تشرېح شوی وو او په هغه وخت کې پرې (Milneria) نوم ایښودل شوی وو خو دا نوم د حلزون په یوه نسل تر دې مخکې ایښودل شوی… read more »

Melanerpeton – مېلانېرپېټون

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. په پېرمیان موده کې یې ژوند کوه. فوسیل یې په اروپا کې موندل شوی. په نسل کې یې پنځلس ډولونه شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړۍ کورنۍ ډیسوروفوایډیا کورنۍ برانکیوسوریډای فرعي کورنۍ برانکیوسورینای نسل مېلانېرپېټون   په مېلانېرپېټون نسل کې لاندې… read more »

Branchiosaurus – برانکیوسوروس

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه نسل ده. له دوه یوناني کلیمو یې نوم ترکیب شوی. د (Branchios) مانا برانشونه دي او د (Sauros) مانا کربوړی ده. د پېرمیان مودې فوسیل یې موندل شوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړۍ کورنۍ ډیسوروفوایډیا کورنۍ برانکیوسوریډای فرعي کورنۍ برانکیوسورینای نسل برانکیوسوروس په برانکیوسوروس نسل… read more »

Apateon – اپاټیون

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللی نسل ده. د برانکیو سوریډای کورنۍ غړي دي. اووه ډولونه پکې شامل دي. اوږدوالی یې له ۵ تر ۱۲ سانتي مترو پورې اټکل شوی. فزیکي شکل یې د اوبو لټکو ته شوی. په سر کې له سترګو وروسته برخه یې ډېره لنډه وه. په مخ کې یې درې… read more »

Branchiosaurinae – برانکیوسورینای

د ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللې فرعي کورنۍ ده. د برانکیو سوریډای کورنۍ برخه ده. د دوه ژواکو پنځه له منځه تللي نسلونه پکې شامل دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړۍ کورنۍ ډیسوروفوایډیا کورنۍ برانکیوسوریډای فرعي کورنۍ برانکیوسورینای په برانکیوسورینای فرعي کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي. Apateon Branchiosaurus Melanerpeton… read more »

Branchiosauridae – برانکیوسوریډای

د ډېسوروفویډ ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللې کورنۍ ده. په دوه فرعي کورنیو (Branchiosaurinae and Tungussogyrininae) وېشل شوې. د یوه ډول فوسیل یې له پوستکي سره موندل شوی پوستکی یې په تېز خیره رنګ کې د روښانه رنګ خالونه لري. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا ډله ټېمنوسپونډیلای لمړۍ کورنۍ ډیسوروفوایډیا کورنۍ برانکیوسوریډای په… read more »

Amphibamidae – امفیبامیډای

د ډېسوروفویډ ټېمنوسپونډیل دوه ژواکو له منځه تللې کورنۍ ده. د کاربنیفېروس مودې د پای – د پېرمیان مودې د پیل فوسیل یې په متحده ایالتونو کې موندل شوی. په کورنۍ کې کوچني په ځمکه ژوند کوونکي ډېسوروفویډ شامل دي. په ۱۹۰۹ کې یاد نوم (Moodie) ایښی خو هغه وخت کې یوازې د همدې کورنۍ… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons