Welcome to Zakria Rahimi

زیبو

د چین په شانډونګ ولایت کې ښار دی. مساحت یې ۵۹۳۸ کیلو متر مربع دی.

زین الدین یزید زایدان

اصلیت یې د الجیریا دی. د فرانسې په مارسی کې په ۱۹۷۲ کې د جون په ۲۳ نېټه زېږېدلی. د فرانسې فوټبالر دی. خپل ځان یې په اسلام عمل نه کوونکی مسلمان معرفي کړی.

زیګونګ

د چین په سیشون ولایت کې ښار دی. د دوه پخوانیو ښارونو (کونګ چینګ او زیولیوچینګ) له یو ځای کېدو جوړ شوی.

لویه زمبابوې

لویه زمبابوې د اوسني زمبابوې په سوېل کې د یوه پخواني ښار سیمه ده.

زمبابوې

مخکینی نوم یې د سوېل روډېزي دی، رسمي نوم یې د زمبابوې جمهوریت دی. د سوېل ختیځې افریقا په وچه کې ګېر هیواد دی. یو او بل څنګ ته یې زامبېزي او لیمپوپو سیندونه دي. په سوېل کې له سوېلې افریقا سره، په سوېل لوېدیځ کې له بوتسوانا سره، په شمال کې له زامبیا سره… read more »

جان زیزکا

بشپړ نوم یې د چالیس او تروکنوف جان زیزکا دی. د ۱۳۶۰ – ۱۴۲۴ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د هوسیت په نامه د عیسوي ډلې پوځي مشر وو او د بوهېم اتل ګڼل کیږي. د روم امپراتوري سره یې جګړه کړې او په کورنیو جګړو کې یې هم ونډه اخیستې، د هنګري پاچایي ته… read more »

زوهر

سېفېر ها زوهر نوم هم ورته اخیستل کیږي. د زوهر مانا ځلا یا وړانګې ده. زوهر د کابالا ادبیات دي، د کتابونو یو ټولګه ده، د تورات په عرفاني یا تصوفي اړخ نظر دی، همداسې د خدای په طبیعت بحثونه پکې موجود دي.

اېمیل زولا

بشپړ نوم یې اېمیل اېډوارډ چارلز زولا دی. د ۱۸۴۰ – ۱۹۰۲ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د فرانسې په طبیعت پوه رومان لیکونکی، جورنالست او کیسه لیکونکی وو.

زردشت

پام مو وي چې زرتشت نوم یې فارسي نوم دی. نړیوال یې په زورواستر، زاراتوشترا نومونو هم پېژني. پخوا اریانا، خراسان او اوسني افغانستان کې زېږېدلی خو په هیواد کې یې د زېږېدو ځای نامالوم دی. د زېږېدو نېټه یې هم دودیزه نېټه ښودل شوې او ګمان کیږي چې له زېږېدیز کال څخه وړاندې د… read more »

زوګ

د سویس په کنفدراسیون کې د تشکیلاتو له مخې د کنفدراسیون جوړونکې سیمه او د همدې سیمې مرکز او ښار دی.

زولو

په سوېلې افریقا کې د بانتو قوم خلک دي. د بانتو قوم ژبې ته هم بانتو نوم اخلي.

ریچارډ اډالف زیګمونډي

د ۱۸۶۵ – ۱۹۲۹ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د اتریش کیمیا پوه وو. د کولویډونو په اړه د څېړنې له امله یې نړیواله جایزه په ۱۹۲۵ کې ګټلې وه.

زوګ شپیتزه

پښتو کې زوګ سپیتز هم تلفظ کیږي. د جرمني او اتریش د پولو ترمنځ د الپ غرونو ۲۹۶۲ متره لوړه څوکه ده.

زوی دېرزي

مخکې د المېر جهیل په نامه هم یادېده. د هالنډ په شمال لویدیځ کې، کم ژور، له سمندر سره نښتی جهیل دی، اوږدوالی یې تقریبا ۱۰۰ کیلومتره او سور یې ۵۰ کیلومتره دی.

د زوربران فرانسیسکو

د هسپانیا انځورګر وو، د ۱۵۹۸- ۱۶۶۴ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی، د مذهبي تعمیرونو زیات انځورونه یې رسم کړي.

د تیانو سرطان څه دی ؟

د تي سرطان هغه وخت پیدا کیږي کله چې د تیانو حجرې بدلون پیدا کړي، له بدلون پس سره ووېشل شي او شمېر یې زیات شي. په پیل کې ممکن ناروغ غوټه یا مرغړی، بې رنګه کېدل، د پوستکي په کیفیت کې بدلون او ځینې نور علایم په تي کې احساس کړي. کله چې د… read more »

زوریک

د سویس تر ټولو لوی ښار دی.

فریټز زویکي

په سویس کې د ستورو فزیکپوه وو، د ۱۸۸۱ – ۱۹۴۲ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی، د کهکشانونو د انځوریز کتالوګ جوړونکی وو.    

Dwarf Lulu – لنډی لولو

لنډی لولو د غوییزو نسل دی او نسل یې په مرکزي اسیا کې اخیستل شوی. جنتیک کې یې تورین، یک او زیبو شامل دي. وزن یې له ۶۸ تر ۱۵۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي او ګمان کیږي چې د نړۍ تر ټولو واړه غوییز دي.

Droughtmaster – د وچکالۍ استاد

د غوښې لپاره د استرالیا د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې له ۱۹۱۵ کال د کوینلنډ په شمال کې پیل شوې وې. نسل یې د انګلستان او زیبوین غوییزو له دوه رګه کېدو رامنځته شوی. د استرالیا لمړی تورینډیسین دوه رګه نسل ګڼل کیږي. تقریبا ۵۰% بوس انډیکوس او ۵۰% بوس توروس… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons