Welcome to Zakria Rahimi

Dølafe – ډولافې غوییز

د ناروې په ګوډ برېنډ دره کې، اوسټېرډالېن او هېډمارکېن سیمو کې د غوییزو نسل دی. یادې سیمه په وښو پوښلي غرونه لري. په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې نسل ډېر کم پاتې وو خو اوسمهال بېرته زیات شوي. د بدن هډوکي یې واړه او لنډ قد لري. ښکرونه لري او په مختلفو رنګونو کې پیدا… read more »

Drakensberger – ډرانکېنزبرګر غوییز

د دوه موخو لپاره په سوېلې افریقا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. د نسل مخینه یې تر نولسمې پېړۍ پورې زړه ده او کله چې اروپایانو د هالنډ غوییز له ځان سره سوېلې افریقا ته انتقال کړل هلته یې له تور رنګه سانګا او د خوی… read more »

Doayo cattle – ډو ایو غوییز

ډو ایو غوییز سوداګریز نه دي او یوازې په مذهبي مراسمو کې کاریږي. کله چې یو کس مړ شي نو جنازه کې یې یاد غوییز حلالیږي او پوستکي کې یې کس پوښل کیږي. د کامېرون په شمال کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د اتلانتیکا غرونو په لمنو کې یې نسل د ډو ایو… read more »

Dhanni cattle – ډاني غوییز

د هند او پاکستان په پنجاب کې پیدا کېدونکی د غوییزو نسل دی. تر ډېره په اټک، چکوال، فتح جنګ، تحصیل کوټ فتح خان سیمو کې ساتل کیږي. مخکې د کاري موخې لپاره کارېدل. د منځنۍ کچې تنه لري، ملا کې یې لوړوالی او ژوروالی نه وي، غټ کوبی لري، غوږونه یې تل خوځښت کې… read more »

Dexter cattle – ډېکسټر غوییز

د نسل ځینې غړي یې د کونډروډیس پلېزیا لپاره جېن لري (نیمه مرګونی جېن) کوم چې د لنډیتوب یو شکل رامنځته کوي او تر نورو یې پښې لنډې وي – نیمه مرګونی جېن په الېل یا کروموزوم کې بې نظمي په ګوته کوي کوم چې د هوموزیګوس په توازن کې ستونزه پیدا کوي – هوموزیګوس… read more »

North Devon cattle – د شمالي ډیون غوییز

په انګلستان کې د غوښې لپاره د غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د سیمې نوم دی. سور رنګ کې وي او په (Devon Ruby, Ruby red or Red Ruby) نومونو هم یادیږي. همدې ته ورته سره غوییز د سوېل ډیون په نامه هم شته کوم چې خپله کې توپیر لري. په ۱۸۵۰ کې… read more »

Deoni cattle – ډیوني غوییز

په هند کې اخیستل شوی د کاري غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د هند په ماهاراشترا ایالت کې د سیمې نوم دی. نسل یې یوازې د ماهاراشترا ایالت د مارتوانډا سیمې په ناندېد، عثمان اباد، پارباني او بیدار ولسوالیو کې د کار لپاره کاریږي.

Danish Red – سره دنمارکي غوییز

په انګرېزۍ کې ورته (Red Dane) نوم هم اخلي. د اروپا په شمال کې د شیدو لپاره د غوییزو ساتل کېدونکی نسل دی. کله چې نورې شیدې نه کوي نو د غوښې لپاره کاریږي. نسل یې د دنمارک له سیمه ایزو غوییزو او انجلن غوییزو اخیستل شوی. دواړه انجلن او د دنمارک سره غوییزو د… read more »

Danish Jersey – دنمارکي جرزي غوییز

له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۷۳۵۹ کیلو ګرامه شیدې کوي، په شیدو کې یې ۵.۹۰% شحم او ۴.۱۴% پروتین وي. د شیدو لپاره د نورو غوییزو له نسلونو په تنه کې واړه دي. له ۱۸۹۶ څخه تر ۱۹۰۹ پورې له جېرزي ټاپو څخه ۵۲۰۰ غوییز دنمارک ته صادر شوي او هلته یې… read more »

Dangi cattle – ډنګي غوییز

په ماراټي ژبه کې یې نوم (डांगी) لیکل کیږي. د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې په ډنګ غرنۍ سیمه کې اخیستل شوی، یاده سیمه د ماهاراشترا ایالت په نسیک او احمدنګر ولسوالیو کې ده. له داسې سیمو سره ډېر ژر بلدتیا پیدا کوي چېرې چې درانده بارانونه وریږي. په تنه کې له منځنۍ… read more »

Dajal – دجال غوییز

د پاکستان د کاري غوییزو نسل دی. نسل یې د پنجاب په ډېره غازي خان سیمه کې اخیستل شوی. دجال په ډېره غازي خان کې یوه سیمه ده له کومې چې د نسل نوم اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ کې سیبي بهاګنري نسل له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شو تر څو د سیمه… read more »

د مغز بې نظمي څه ته وایي ؟

په مغز کې مختلف ډوله ستونزې مختلف لاملونه لري لکه ناروغي، جنتیک او ټپ. د هر لامل خطر، تشخیص او درملنه له یو بل سره توپیر لري. ستاسې مغز ستاسې د بدن د کنټرول مرکز دی. د عصبي سیستم یوه برخه ده، په دې کې شوکي نخاع او د عصابو لویه شبکه او نیورونونه هم… read more »

Crioulo Lageano – کریولو لاجېانو

د غوښې لپاره د اوږدو ښکرونو د غوییزو نسل دی. په برازیل کې یې په (raça Crioula Lageana) نوم هم یادوي. تقریبا ۴۰۰ کاله وړاندې د پرتګال خلکو برازیل ته له ځان سره غوییز انتقال کړي وو، او له یادو غوییزو کریولو لاجېانو غوییزو رامنځته شوي. د نسل تر ټولو لمړني پلرونه یې ۴۰۰۰ کاله… read more »

Corsican cattle – کورسیکن غوییز

کورس یا کورسیکانا نوم هم ورته اخلي. د فرانسې د غوییزو نسل دی، نسل یې په کورسیکا ټاپو کې اخیستل شوی. د کورسیکا ټاپو دودیز غوییز دي او مخکې یوازې بزګرو د کار لپاره ساتل. د فرانسې د کرنې وزارت یې د نسل په توګه پېژني خو د مالوماتو د ثبت لپاره یې کوم رسمي… read more »

Corriente – کوریانټې غوییز

په امریکا کې د وړو غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د روډیو په نامه سپورت کې کاریږي. نسل یې له کریولو مکسیکنو غوییزو رامنځته شوی او خپله کریولو مکسیکنو غوییز د اېبیریا له هغو غوییز رامنځته شوی کوم چې لمړنیو اروپایانو له ځان سره انتقال کړي وو او په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې… read more »

د وینې د حجرو بې نظمي

 وینې د حجرو بې نظمي روغتیایي حالتونه دي او د وینې په سرو او سپینو حجرو کې او یا تر دې هم وړو حجرو کې کومو ته چې قاب یا تخته حجره (Platelet) نوم اخلي ستونزې پیدا کوي – وړې قاب یا تخته حجرې وینه کې د وینې د ټینګېدو یا لخته کېدو لپاره دوران… read more »

Cika cattle – سیکا غوییز

په سلوانیایي ژبه کې ورته (Cikasto govedo) نوم اخلي. د لوړو غرونو له څر ځایونو سره بلدتیا لري. په سیمه کې، په دودیزه توګه، د شیدو لپاره ساتل کیږي. نسل یې د سلوانیا په شمال لوېدیځ کې، د لوړو غرونو په سیمه کې اخیستل شوی. نسل یې دوه ډولونه لري یو د ټولمین سیکا او… read more »

Tipo Carora – ټیپو کارورا غوییز

په وېنزوېلا کې د شیدو لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې له سیمه ایزو کریولو غواګانو او د نسواري سویس غویانو اخیستل شوی. نوم یې د وېنزوېلا په لارا ایالت کې د کارورا ښار له نوم اخیستل شوی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې پیل شوې وې.  

Speckle Park – خال لرونکي پارک غوییز

د غوښې لپاره د کاناډا عصري د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۵۹ کې، د کاناډا په ساسکاچوان ولایت کې پیل شوې وې. نسل یې د انګلستان له ابېرډین انګس او بې ښکرو غوییزو اخیستل شوی. په کال ۱۹۹۵ کې د نسل په توګه وپېژندل شول او د کاناډا حکومت په… read more »

Camargue cattle – کمرګ غوییز

نسل یې د فرانسې په سوېل کې د رون سیند په سیمه کې اخیستل شوی. د کمرګیز په نوم د منډې په لوبه کې کاریږي. د فرانسې په یاده سیمه کې د غوییزو له دوه نسلونو یو دی کوم چې نیمه وحشي روزل کیږي، دوېم نسل ته یې براوا نوم اخلي او له ۱۹۹۶ څخه… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons