Pangolin – پنګولین مېږی خور

د مېږي خورو ۸ ډولونه دي، په فولیډوټا ډله (order Pholidota) کې ډلبندي شوي، پنګولین نوم یې د مالیزیاي ژبې لفظ ده او مانا یې تاوېدل دي دا ژوي هم لکه د مار په څېر خپل ځان حلقې ته ورته شکل کې تاووي او دا چاره هغه وخت کوي چې خطر احساس کړي یا هم زمریان او پړانګان برید پرې وکړي. ټول ډولونه یې مانیس (Manis)، فاټاجینوس (Phataginus) او سموتسیا (Smutsia) نسلونه جوړوي ټول نسلونه یې د مانیدای کورنۍ (family Manidae) غړې دې. د اسیا په ګرمو سیمو او افریقا کې ژوند کوي. د بدن اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې او وزن یې له ۵ تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. لنډ مخروطي سر لري او بدن یې زغرې پوښلی. چونجي ته ورته اوږده ژبه لري او تر ۲۵ سانتي متره پورې خپله ژبه بهر اوږده والی شي. لنډې پښې لري او هره پښه یې پنځه ګوتې او تېره اوږده نوکان لري. لکۍ یې د نیولو وړتیا لري.
 
د افریقا پنګولین علمي نوم یې (Manis longicaudata) ده او د چین پنګولین علمي نوم یې (M. pentadactyla) ده په ونو کې ژوند کوونکي دي خو د افریقا غټ پنګولین علمي نوم یې (M. gigantea) په ځمکه ژوند کوي او ونو ته نه خیژي. ټول پنګولین د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکي دي، ټول پنګولین لامبو وهلای شي خو په لامبو وهلو کې ښه وړتیا نلري، کوم چې په ځمکه ژوند کوي په سمڅو او غارونو کې اوسیږي. ځانګړي خواړه یې د اوبو سپیان دي خو مېږیان او نورې حشرې هم خوري. د حشرو د پیدا کولو لپاره د بوي حس کاروي او د ځالې راسپړلو لپاره یې مخکینۍ پښې کاروي.
 
په مقعد کې د بوی مرغړي لري کله چې برید کوونکي ژوي ووینې له دې مرغړي یو ډول بوي پرېدي او خپل ځان د کړۍ په څېر تاووي، په بدن باندې یې زغره ولاړ حالت غوره کوي. یوازې یا جوړه ژوند کوي. ډېر ډولونه یې یو بچی زېږوي خو ځینې اسیایي ډولونه یې دوه یا درې بچیان زېږوي. واړه بچیان یې نرمه زغره لري او تر ځانګړې مودې پورې یې خپله مور په شا سپاره ګرځوي. د وحشي ژوند عمر یې نده مالوم خو په ژوبڼ کې تر ۲۰ کالو پورې ژوندي پاتې کېدای شوي.
 
د پنګولین ټول ډولنه د سیمو د خلکو لخوا ښکار کیږي، ډېر خلک یې غوښه خوري، د بدن ځینې برخې یې په دودیزو درملو کې کاروي او له زغرې یې جامې جوړوي. د ۲۱ پېړۍ تر پیل پورې یې نسل له ورکېدو سره مخ شو او په ۲۰۱۴ کال کې د (International Union for Conservation of Nature IUCN) ادارې څلور ډولونه زیان منونکي، د هند او فلپیان پنګولین له خطر سره مخ او د چین پنګولین د نسل د ورکېدو له خطر سره مخ اعلان کړل. په ۲۰۱۶ کال کې په سوېلې افریقا کې (Convention on International Trade in Endangered Species CITES) رایه واچوله او پرېکړه یې وکړه چې د پنګولین نړیواله سوداګري بنده کړي.
 
مخکې پنګولین له سلوت، ارمادیلو او مېږي خور سره په (order Edentata) ډله کې ډلبندي شوي وو خو د اناتومۍ د توپیر له امله یې ډله جلا کړل شوه. فوسیلي جسدونه یې د ایوسین وخت پیدا شوي کوم چې د ۵۶ میلیونه او ۳۳.۹ میلیونه کلونو وړاندې ترمنځ زاړه دي.

Pangolin borneo
Pangolin borneo Piekfrosch
Zoo Leipzig - Chinesisches Ohrenschuppentier
Zoo Leipzig – Chinesisches Ohrenschuppentier By nachbarnebenan 09:26, 16. Jul. 2009 (CEST)
A pangolin in defensive posture, Horniman Museum, London
A pangolin in defensive posture, Horniman Museum, London By Stephencdickson
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons