Patagonian mara – د پاتاګونیا مارا
د ډول علمي نوم یې (Dolichotis patagonum) دی. په کاوي ایډای کورنۍ (family Caviidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. نور نومونه یې (Patagonian cavy, Patagonian hare or dillaby) دي. موګاموس (monogamous) ژوي دي په دې مانا چې هر نر یا ښځه له هر نر او ښځې سره جنسي نزدیکت نکوي او د ژوند تر پایه له خپلې جوړې سره د مثل تولید کوي خو په خپلو غارونو کې چې کله جنسي نزدیکت کوي ډېر وخت یې نسل د څو جوړو ګډ نسل وي.
د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۷۵ سانتي متره او د لکۍ تر ۵ سانتي متره پورې وي. وزن یې تر ۱۶ کیلو ګرامه پورې رسیږي. مقعدي مرغړي یې د لکۍ او مقعد تر منځ وي او د مقعد په داخل کې نه وي. په داسې ځای کې ژوند کول خوښوي چې ډېر واښه لري. یوه جوړه د ژوند تر پایه خپله کې ژوند کوي خو که چېرې د جوړې یو غړی مړ شي له بل سره جوړه کیږي. د مثل تولید لپاره یوازې یوه جوړه جنسي نزدیکت کوي او یا زیاتې جوړې خپلې ښځې سره شریکوي او له بلاربښت وروسته بیرته له خپلې جوړې سره ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | کاوي ایډای |
فرعي کورنۍ | دولیکوتینای |
نسل | دولیکوتیس |
Comments
So empty here ... leave a comment!