په سکساټیلومیس نسل (fenus Saxatilomys) کې یوازینی ډول دی. د ډول علمي نوم یې (Saxatilomys paulinae) دی. اصلي ځای یې مرکزي لاووس او وېتنام دی. په لمړي ځل د لاووس په خاموان ولایت کې د چونې په ډبرو کې موندل شوی وو. د نسل نوم (Saxatilomys) یې له لاتینې کلیمې (saxatilis) او یونانۍ کلیمې (mys) څخه ترکیب شوی، د (saxatilis) مانا یې ” د ډبرو منځ کې ” ده او د (mys) مانا موږک ده. د تنې پاسه برخه یې تېز خړ رنګ او د تنې لاندې برخه یې زېړ رنګ لري. د سر د کوپړۍ او غاښونو ځانګړنې یې د لمړنیو دي. د چونې په هغو ډبرو کې ژوند کوي چې ځنګل کې وي.
کېنګډم |
ژوي |
فایلم |
کورډاټا |
کلاس |
تی لرونکي |
ډله |
شخوند وهونکي |
کورنۍ |
موریډای |
فرعي کورنۍ |
مورینای |
نسل |
سکساټیلومیس |
Post Views: 150
Comments
So empty here ... leave a comment!