Plumage – بڼکې

د انګریزۍ (Plumage) کلیمه د لاتیني ژبې له (plūma) اخیستل شوې مانا یې بڼکه ده. بڼکې د مرغه په بدن کې یوه طبقه ده او پوستکی پرې پوښل شوی وي. بڼکې خپل رنګونه لري او د مرغه په بدن کې یې ترتیب د بدن رنګ جوړوي. د مرغانو په هر ډول او فرعي ډول کې رنګ توپیر لري، همداسې د عمر په اوږدو کې یې هم د بڼکو رنګ تغیر کوي. داسې هم امکان لري چې په یوه ډول کې د دوه مرغانو رنګ توپیر ولري په بیولوجي کې دوه روښانه توپیر لرونکو شکلونو ته (morphs) وایي. د مرغانو په تنه د بڼکو ترتیب کوم تصادف نه دی بلکې په ترتیب سره د یو بل له پاسه شنه کېدونکي د صفونو ګروپونه دي.
 
ډېری مرغان په یوه کال کې تر دوه ځله پورې کوریز کوي په انګریزۍ کوریز کولو ته (moult) وایي. بېرته چې کومې بڼکې پرې راشنې کیږي د مثل د تولید بڼکې (nuptial plumage) وي او یا هم لمړنۍ بڼکې عامې بڼکې (basic plumage) وي. د مثل د تولید بڼکې د زیاتو مرغانو په نرانو کې وي او یو ډول ځلا لري. د هیلۍ په زیاتو ډولونو کې د مثل د تولید بڼکې (nuptial plumage) روښانه وي خو د مثل له تولید څو میاشتې وروسته فصلي بڼکو (eclipse plumage) ته بدلیږي.
 
په بڼکو کې بې نظمي یا هم غېرې عادي بڼکې د ځینو حالتونو له امله رامنځته کیږي. په دې کې یو البینېزم دی کوم مرغان چې البینېزم لري ټول بدن یې سپین وي.
Guiraca caeruleaAAP086CB
Artist : Louis Agassiz Fuertes  (1874–1927)

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons