Popular revolts in late-medieval Europe – د منځنیو پیړیو په پای کې په اروپا کې د خلکو پاڅونونه

په اروپا کې د منځنیو پیړیو په پای کې د خلکو پاڅونونه لوی بغاوتونه وو. په کلیو کې د بزګرو بغاوت او په ښارونو کې د ښاري سوداګرو چې په پخوانۍ فرانسوي او انګریزي کې ورته بورجوا (bourgeois) نوم اخلي بغاوتونه کول. پاڅونونه ډېر وخت د پاچایانو، اشرافو او د لویو راهبانو یا روحانیونو پر ضد وو. له څوارلسمې پېړۍ تر شپاړسمې پېړۍ پورې پاڅونونه په اروپا کې د منځنۍ پېړیو د بغاوت یوه برخه ګڼل کیږي. همدې بغاوتونو ته په تاریخ کې د بزګرو پاڅون (peasant revolts) هم وایي. دې ګډوډي ته یوازې د بزګرو پاڅون نوم ورکړل شوی خو نور خلک هم ورسره مل وو. په مرکزي اروپا او بالکان سیمه کې د همدې بغاوتونو له امله سیاسي او ټولنیزه بې اتفاقي رامنځته شوه او دې بې اتفاقۍ د عثماني خلافت پراخېدو ته لار هواره کړه.
 
د ۱۳۳۶ – ۱۵۲۵ کلونو ترمنځ یوازې په جرمني کې تر ۶۰ زیات مسلح د بزګرو پاڅونونه رامنځته شول. تر ډیره د پاڅون لامل د خانانو ضد وو او بزګرو غوښتل چې دوي هم باید د نورو په څېر هوسا ژوند ولري خو په پای کې د اشرافو لخوا نسکور شول. له دې پاڅونونو وروسته په اروپا کې بزګر کلیمه یو ډول توهین شو او شتمنو خلکو به د تحقیر په سترګه ورته کتل او له دې وخته په بشپړ توګه ټولنه د خان او بزګر ترمنځ په طبقو ووېشل شوه خو تر دې مخکې بزګر خدای ته نږدې کس ګڼل کېده او د خلکو په نظر کې عبادت کوونکی، کار کوونکی، زیار ویستونکی او د سختیو پر وخت جګړه کوونکی کس وو.
 
د پاڅونونو عمده لاملونه د شتمنو او بې وزلو ترمنځ واټن رامنځته کېدنه، د بې وزلو په عاید کې کمېدنه، د انفلاسیون او مالیاتو لوړیدنه، قحطي، جګړې او د مذهب ناسمه کارونه وه. د شتمنو او بې وزلو ترمنځ واټن د اشرافیت مقام لرنې، د اشرافو لپاره ځانګړو جامو، د اشرافو ځانګړي چلند اختیار کولو، د اشرافو ترنورو ښو خوړو او زده کړو ته لاسرسي رامنځته کړ کوم چې بې وزلو نلرل او بې وزلو یې هم غوښتنه لرله ځکه چې کار بې وزلو کوه خو هر څه خانانو او اربابانو لرل. د وخت له تېرېدو سره اشراف هم له اقتصادي بحران سره مخ شول او د ډېرو پیسو تر لاسه کولو لپاره یې د بزګرو عاید کم کړ، له دې پرته یې له بزګرو او نورو خلکو غلا پیل کړه او په هغو کسانو یې چې وس بر وو ظلم پیل کړ تر څو خپلې اړتیاوې ترلاسه کړي.
 
له اشرافو وروسته پاچایانو جنګونه پیل کړل او د جګړې د مالي لګښت پوره کولو لپاره یې بودیجې ته اړتیا لرله نو د پیسو ترلاسه کوو لپاره یې سکې د سرو زرو او سپینو زرو پر ځای له ارزانه وسپنو جوړې کړې او دې چارې انفلاسیون ته لار هواره کړه او له دې سره د مالیاتو نرخ لوړ شو. او بلاخره بزګر یې بغاوت او پاڅون ته وهڅول.
 
لاندې یې نامتو پېښې وګورئ :
د ۱۳۲۳–۱۳۲۸. کلونو ترمنځ په فلاندر سیمه کې د بزګرو پاڅون پایله کې یې بزګرو د پنځه کالو لپاره عامه چارې پر مخ وړلې.
د ۱۳۴۳-۱۳۴۵ کلونو تر منځ په ایستونیا کې د (St. George’s Night Uprising) په نامه پاڅون
د ۱۳۵۶-۱۳۵۸ ترمنځ، د سلو کلونو جګړې پر مهال په فرانسه کې د جکري په نامه د بزګرو پاڅون
په انګلستان کې تر ټولو لوی د بزګرو پاڅون په ۱۳۸۱ کې
د ۱۴۳۴-۱۴۳۶ کلونو ترمنځ د (Engelbrekt rebellion) په نامه په سوېډن کې پاڅون
Jean Froissart, Chroniques, 154v, 12148 btv1b8438605hf336, crop
Richard II meeting with the rebels of the Peasants’ Revolt of 1381. Image by Jean Froissart  (1337–1410) ; collection : Bibliothèque nationale de France

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons