Potez 25

په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰ لسیزه کې د افغانستان هوایي ځواک هم لرلې. نوم یې (Potez XXV) هم لیکل کیږي. په ۱۹۲۰ لسیزه کې د فرانسې یو ماشین لرونکې، د دوه وزرو الوتکې وې، د څو موخو لپاره کارېدې خو په بنسټیزه توګه جنګ کوونکې – بم غورزونکې وې، د تکتیکي بم غورزونې او کشف وړتیا یې هم لرله. د ۱۹۲۰ لسیزې په پای کې تر شلو زیاتو هوایي ځواکونو پېرلې وې او د دې ځواکونو تر ټولو معیاري د څو موخو لپاره الوتکې ګڼل کېدې. له پوځ پرته د ټرانسورټ لپاره هم کارېدلې په ځانګړې توګه د حمل او نقل شرکتونو زیاتې ترلاسه کړې وې.
 
جوړونکی شرکت ېې (Potez) دی، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۲۴ کې ترسره کړې، په ۱۹۴۰ لسیزه کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (French Air Force and Polish Air Force) وو، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۴۰۰۰ دی له دې شمېر څخه ۲۵۰۰ په فرانسه کې او ۳۰۰ په پولنډ کې تولید شوې وې. د افغانستان، بلجیم، برازیل، چین، کروشیا، اېستونیا، ایتوپیا، فنلنډ، یونان، ګوتېمالا، جاپان، پراګوې، پرتګال، رومانیا، هسپانیا، ترکې، متحده ایالتونو، یوروګوې، یوګوسلاویا هوایي ځواکونو هم پېرلې وې. د شوروي اتحاد یوازې دوه دازموینې لپاره ترلاسه کړې وې، پولنډ ۱۶ الوتکې له فرانسې پېرلې وې خو نورې ۳۰۰ یې په لولنډ کې د جواز لاندې تولید کړې.
 
پیلوټان :دوه
اوږدوالی : ۹.۲ متره
دوزرو پراخوالی : ۱۴.۱۴ متره
لوړوالی : ۳.۵۹ متره
بې وسایلو وزن : ۱۴۹۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۲۵۵۸ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Lorraine-Dietrich 12Eb water-cooled W12 inline engine, 357 kW (478 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۱۴ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۶۰۰ کیلو متره
وسله : مخکې برخه کې یوه ۷.۷ اېم اېم ماشینداره، وروسته برخه کې دوه ۷.۷ اېم اېم ماشیندارې، تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
 
دې الوتکو مختلف ډولونه لرل
Potez 25 1925 experimental
لمړنۍ تولید شوې الوتکې وې په کومو کې چې (Hispano-Suiza 12Ga W-12 engine) ماشین نصب شوی وو
Potez 25 A.2
د دوه پیلوټانو لپاره د څار یا کتنې الوتکې وې او (Salmson 18Cmb or Lorraine 12Eb engine) ماشین یې لره
Potez 25.5
په دې کې تر نورو بدل (Renault 12Jb) ماشین نصب شوی وو ټولې ۱۰۰ الوتکې تولید شوې وې
Potez 25.8
کشف کوونکې – بم غورزونکې وې
Potez 25.12
کشف کوونکې بم غورزونکې وې، ټولې ۲۰۰ الوتکې تولید شوې وې او (Salmson 18Cmb 18 cyl. 9-bank in-line radial engines) ماشین پکې نصب شوی وو
Potez 25.23
د یوه پیلوټ لپاره الوتکه وه او د جوړېدو موخه یې ټولې اروپا ته سفر وو، یادې الوتکې د ۱۹۲۸ کال د سپټمبر له ۱۴ نېټې تر ۲۲ نېټې د ټولې اروپا سفر وکړ
Potez 25.44
کشف کوونکې – بم غورزونکې وه او (Renault 12Jb V-12 engine) پکې نصب وو
Potez 25.55
د روزنې لپاره تولید شوې وې
Potez 25 ET.2
د روزنې لپاره تولید شوې وې
Potez 25-O
تر ټولو ځواکمنې وې او د شمالي ارام سمندر له یوې سمندر غاړې تر بلې پورې یې د الوتنې وړتیا لرله
Potez 25 engine test bed
یوازې یوه الوتکه د ډیزلي (Clerget 14F-01 14-cylinder, two-row radial diesel engine) ماشین ازموینې لپاره تولید شوې وه او ګمان کیږي چې وروسته جاپان ته صادره شوې وه.
Potez 25 A2 Salmson
Potez 25 By Peyot

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons