Prehensile tail – د نښلونې وړ لکۍ
د ژوي لکۍ چې توکي پرې نیولی او یا کش کولی شي. که چېرې د یوه ژوي لکۍ د نښلونې بشپړ وړتیا ولري نو د لاس په څېر توکي پرې نیولی او اداره کولای شي. په ونه کې له ژوند کوونکو ژو سره د خوړو په پیدا کولو او د خوړو په نیولو کې مرسته کوي. که چېرې لکۍ د خوړو موندلو او د خوړلو لپاره د خوړو د نیولو وړتیا ونلري نو نیمه د نښلېدو وړ لکۍ ګڼل کیږي کوم چې ژوي په ونو کې له څانګو تاووي او ځان پرې ځوړندوي او یا یې د ختلو پر وخت یې له تنې سره د مرستې لپاره کاروي. د انګرېزۍ (prehensile) لفظ مانا د نیونې یا نښلونې وړتیا لرنه ده او د لاتینۍ ژبې له (prehendere) څخه اخیستل شوې کلیمه ده. د لاتینۍ کلیمې (prehendere) مانا هم نیول، اخیستل او نښلول ده.
تکامل
په زړه پورې په نړۍ کې د دې ژو وېش ده. ډېری د نښلونې وړ لکۍ لرونکي ژوي د سوېل ختیځې اسیا او افریقا په پرتله په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. په سوېلې امریکا کې د زیاتو د نښلونې وړ لکۍ لرونکو ژو لامل په سیمه ګڼ ځنګلونه دي کوم چې په افریقا او د اسیا په سوېل ختیځ کې نشته. خو د سوېل ختیځې اسیا په کمو ګڼو ځنګلونو کې بیا الوت ته ورته ټوپ اچونکي ژوي زیات دي کوم چې په سوېلې امریکا کې کم دي. استرالیا هم د نښلونې وړ لکۍ لرونکي تی لرونکي ژوي لري کوم چې الوت ته ورته ټوپ اچونکي هم دي. همداسې د استرالیا ټول الوت ته ورته ټوپ اچونکي تر یو څه اندازې د نښلونې وړ لکۍ لري. کوم تی لرونکي چې د نښلونې وړ لکۍ لري په بدن کې (bare patch or friction pad) لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!