¡¡Que Corra La Voz‼

د (Ska-P) په نامه د هسپانوۍ ژبې سکاپنک میوزیک ډلې پنځم البوم دی. د ۲۰۰۲ کال د جون په ۲۹ نېټه خپور شوی. د البوم په پوښ کې (Gato López) رسم شوی او د ګډوډۍ یا انارچي سمبول پکې دی کوم چې د اخبار له لمړۍ پاڼې را څرګند شوي حالت کې ښودل شوی. د البوم د نوم مانا یې ” دا خبره خپره کړئ یا د خبر خپور کړی ” ده. په البوم کې یوه سندره (Intifada) ده. مانا یې په ۱۹۸۷ کې د اسرایلو ضد د فلسطینیانو پاڅون دی په دې سندره کې د یهودو ضد خوځښت هم یاد شوی، یادې سندرې ځینې جرمنیان وپارول. ټول البوم ۴۷ دقیقې دی. پروډیوسر یې (Tony López) دی. د میوزیک ډول یې سکا پنک، پنک راک او سکا پاپ پنک دی. خپرونکې سټوډیو یې په مادرید کې (RED LED) ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons