Rat kangaroo – موږک کانګرو
تقریبا ۹ ډولونه لري چې په استرالیا او تاسمانیا کې ژوند کوي او د پوتورو اینای فرعي کورنۍ (subfamily Potoroinae) تشکیلوي. د سر کوپړۍ، تناسلي اله او د ادرارو د خروج برخه (urogenital) یې له نورو کانګرو سره توپیر لري. ټول موږک کانګرو د سوی سره برابره کچه لري او یا له سوی نه واړه دي. د کرنې لاندې ځکمه کې ژوند کوي او د شپې لخوا بهر ته د وښو فنګسونو او یا نورو توکو خوړلو لپاره راوځي. ځینې ډولونه یې چونجیان هم خوري.
څلور ډوله یې لنډې پوزې لري او د بېتونګیا نسل (genus Bettongia) جوړوي په انګریزۍ کې ورته (boodies) نوم هم اخلي، لنډ غوږونه او ګلابي رنګه پوزې لري.
دوه ډوله اوږدې پوزې لري چې د پوتو رووس (potoroos) په نامه یادیږي، لنډې لکۍ لري. روفوس موږک کانګرو (rufous rat kangaroo)، د ډول علمي نوم یې (Aepyprymnus rufescens) ده، تر ټولو غټ بدن لري او یوازې لکۍ یې تر ۳۵ سانتي متره پورې اوږده وي. مشکي یا مشک لرونکی موږک کانګرو (musky rat kangaroo)، د ډول علمي نوم یې (Hypsiprymnodon moschatus) ده، بې وېښتو لکۍ لري او د مکرو پودیدای کورنۍ (Macropodidae) غړی ده د مشکي موږک کانګرو د وروستیو پښو منګولې له نورو سره توپیر لري او له همدې امله په بله کورنۍ کې ډلبندي شوی.
Comments
So empty here ... leave a comment!