Redback – د سرې ملا غڼه

علمي نوم یې (Latrodectus hasselti) ده. د ګمنځ پښۍ غڼې ډول ده. د تېري اېډای کورنۍ (family Theridiidae) غړې دي. اصلي ځای یې استرالیا ده. ښځه یې زهر لري. دواړه نر او ښځه یې په ګېډه باندې سور یا نارنجي نښان لري. نر یې ډېر وخت د ګېډې پورته برخه کې سپین نښان لري. نر یې تر ۳ یا ۴ ملي متره او ښځه یې تر یو سانتي متر پورې اوږده وي. نر یې څو میاشتې او ښځه تر دوه یا درې کالو پورې ژوند کوي. له جنسي نزدیکت وروسته خپل نر مړ کوي.
 
که چېرې ښځه یې انسان وچیچي نو د چیچلو ځای یې سخت درد کوي, پړسوب پیدا کوي، همداسې بدن خوله کوي، بدن کې نا ارامي پیدا کیږي، کانګې کوي، فشار یې لوړیږي او ممکن ساه اخیستلو کې ستونزه پیدا کړي. که چېرې په وخت باندې د زهرو ضد درمل ورته تذریق شي نو د مرګ مخه یې نیول کېدای شي.
 

Latrodectus hasseltii -Sydney, Australia-8
A female redback spider (Latrodectus hasseltii) in Sydney, Australia. Photo by Laurence Grayson from Suffolk, UK
Latrodectus hasselti male and female
Female Latrodectus hasselti guarding egg sac in web with male in shot. Photo by Wocky
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons