Reign of Terror – د وېرې یا ترهګرۍ واکمني

په انګرېزۍ کې ورته (The Terror) هم وایي، په فرانسوۍ کې ( La Terreur) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب پر وخت د ۱۷۹۳ د سپټمبر له نېټې تر د ۱۷۹۴ د جولای تر ۲۷ نېټې پورې موده ده. په دې موده کې د فرانسې له واندې (Vendée) څخه کورنۍ جګړه پیل شوه او د اتریش، پروسیا او او نورو هیوادونو لکه انګلستان او بلجیم فرانسه له ټولو خواو محاصره کړې وه، د فرانسې ډېرې برخې یې هم نیولې وې.
 
د وخت انقلابي حکومت پرېکړه وکړه چې وېره (Terror) رامنځته کړي ( د ۵ سپټمبر فرمان) او د هغو خلکو ضد سخت ګامونه پورته کړي چې د انقلابي حکومت ضد شک پرې وشي په دې کسانو کې د عیسویانو راهبان، د سلطنتي حکومت غړي او اشراف شامل وو چې په دې وخت کې زیات اعدام شول او یا هم پرته له محکمې په کلیو او زندانونو کې قتل شول. په پاریس کې د اعدامونو څپه پر له پسې وه، په ولایتونو کې هم سیمه ایزه ویره د ماموریت استازو او د څارنې کمیټې خپره کړه او زیات شمېر خلک یې د شک پر بنسټ پرته له محکمې مړه کړل او یا له محکمه کېدو وروسته اعدام شول.

La fournée des Girondins 10-11-1793
La fournée des Girondins 10-11-1793 for image description page click here
Octobre 1793, supplice de 9 émigrés
Octobre 1793, supplice de 9 émigrés for image description page click here
Execution robespierre, saint just...
Execution robespierre, saint just. For image description page click here
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons