Ricefield rat – د شولو موږک
د ډول علمي نوم یې (Rattus argentiventer) دی. په ټولې سوېل ختیځې اسیا کې پیدا کیږي. د تنې پاسه برخه یې نسواري زېړ او د تنې لاندې برخه یې خړ رنګ لري. لکۍ یې غېرې منظم نسواري رنګ کې وي. له ۹۷ تر ۲۱۹ ګرامه پورې وزن کوي. ښځه یې ۱۲ تیان لري.
په لویه ډله کې ګډ ژوند کوي په ډلې باندې نر او یوه د لوړې رتبې ښځه واکمن وي. خواړه یې د اوبو سپی، ملخان، حشرې، حلزون، تخمونه، مغزي، وریجې، سبزي او میوه ده. په ماښام او سباون کې زیات فعال وي او د شپې لخوا ژوند کوونکي دي. له درې اوونیو د بلاربښت له مودې وروسته له ۵ تر ۱۰ پورې بچیان زېږوي. په کرنیزو ځمکو کې ژوند کوي په وښو کې هم زیات پیدا کیږي. خو زیات په شولو کې وي. په ډبرو او د انبارونو لاندې ژوند کوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | موریډای |
فرعي کورنۍ | مورینای |
نسل | راټوس |
Comments
So empty here ... leave a comment!