RNA vaccine – د کورونا واکسین
نوم یې (mRNA vaccine) هم لیکل کیږي. د واکسین نوی ډول دی. د داسې ار اېن اې په ذریعه کومه چې ویکتور لري لکه (lipid nanoparticles) په بدن کې د ایمني سیستم فرعي فعال سیستم (acquired immunity) رامنځته کوي. لکه د نورمال واکسین په څېر تمه کیږي چې ار اېن اې واکسین بدن کې د انټي باډیز تولید تحریک کړي. د انټي جېن او پروتینونو لپاره د ار اېن اې د لړۍ کوډونه کوم چې پاتوجېن ته ورته والی لري. کله چې بدن ته واکسین تذریق شي نو میزبانې حجرې لړۍ ژباړي تر څو کوډ شوي انټي جېنونه تولید کړي کوم چې د بدن تطابق کوونکی ایمني سیستم د پاتوجېن ضد د انټي باډیز تولید ته هڅوي.
تر اوسه پورې د انسان لپاره د د ار اېن اې واکسین کارول نه دي تصدیق شوي. د خطر په کموالي، تولید او مدیریت کې د ډي اېن اې واکسین په پرتله ښه ګڼل شوي. یاد واکسین داسې ځانګړنې ښودلي چې د سرطان لپاره هم کارېدلای شي. ډېرې کمپنۍ چې په دې کې (CureVac and Moderna) هم شاملې دي د ار اېن اې واکسین په جوړولو بوختې دي.
پخوا د پروتین د واکسینونو په پرتله د ډي اېن اې واکسینونه ښه ګڼل کېدل خو اوسمهال د ډي اېن اې په پرتله ار اېن اې ښه ګڼل کیږي. د ار اېن واکسین ګټو ته لاندې ټکو کې پام وکړئ :
۱ – ار اېن اې د حجرې په سایتوزول کې ژباړل کېدل نو له همدې امله اړتیا نلري چې د حجرې هستې ته ار اېن اې داخل شي، په دې چارې له جېنوم سره د ار اېن اې د یو ځای کېدو د خطر مخه نیول شوې.
۲ – تغیر شوي نیوکلیوسایډونه لکه (pseudouridines, 2′-O-methylated nucleosides) له اېم ار اېن اې سره ترکیب کیدای شي تر څو یې اغیز مقاومت کوونکی کړي
۳ – د اېم ار اېن اې په نا ژباړل شوو سیمو او ( open reading frame) کې د مختلفو موخو لپاره تر ټولو غوره کارونه امکان لري، دا چاره یو بهیر دی کوم ته چې اېم ار اېن اې د لړۍ انجنیري وایي لکه د (guanine-cytosine content) غني کوول او یا هم د نا ژباړل شوې ځانګړې سیمه خوښول تر څو په ژباړه کې زیاتوالی رامنځته کړي.
د واکسین نوی ډول دی او کله چې په انسان وکارول شي نو بد اغیز او هغه ګټې یې چې تر اوسه نه دي پېژندل شوي دواړه به په ډاګه شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!