Rodent – شخوند وهونکی
د لاتیني ژبې له (rodere) کلیمې یې نوم اخیستل شوی، مانا یې “په ثنایا غاښونو پرې کول یا خوله لګول” ده. د شخوند وهونکو د ډلې تی لرونکي دي. ځانګړنه یې په لاندې او پورته هره ژامه کې د یوې جوړې د ثنایا غاښونو دوامداره وده ده. د تی لرونکو د ډولونو تقریبا ۴۰ % ډولونه شخوند وهونکي تی لرونکي دي. اصلي ځای یې له نیوزلنډ او ځینې سمندري ټاپوګانو پرته د نړۍ ټولې لویې وچې دي خو دې ټاپو ګانو او نیوزلنډ ته انسانانو سره انتقال شوي.
د شخوند وهونکو د ژوند طریقه او ایکولوجي له یو بل سره ډېر توپیر لري او تقریبا د وچې هر ډول چاپېریال کې پیدا کیږي، په انسان جوړ کړي چاپېریال کې هم ژوند کوي. د شخوند وهونکو ځینې ډولونه ونه کې ژوند کوونکي دي، ځینې یې کندې یا سمڅې وېستونکي دي، ځینې ډولونه یې نیمه لامبو وهونکي او ځینې ډولونه یې په وروستیو پښو ټوپ اچونکي دي.
تقریبا ټول شخوند وهونکي خپله کې ګډې ځانګړنې لري لکه د ثنایا غاښونو دوامداره وده. تر ټولو زیات پېژندل شوي شخوند وهونکي مږې، موږکان، ډانګلکیان یا نولیان، دښتي سپیان، شکوڼ، د اوبو کوچنډی، د ګیني خوګ او همسټر موږکان دي. سوی، سارایي سوی او پیکا سوی پورته او لاندې ژامه کې د یوې جوړې ثنایا غاښونو په ځای دوه جوړه ثنایا غاښونه لري، مخکې د شخوند وهونکو ډله کې شامل وو خو اوسمهال په لاګومورفا ډله کې ډلبندي شوي. شخوند وهونکي او لاګومورفا دواړه ګډ پلرونه لري او خپله کې په ګډه د (Glires) کلېډ جوړوي.
ډېری شخوند وهونکي کوچني ژوي دي او څوربه تنه، لنډ غړي او اوږده لکۍ لري. خپل تېره د ثنایا غاښونه د خوړلو، سمڅې وېستلو او د ځان دفاع کولو لپاره کاروي. ډېری یې په تخمونو او د بوټو په نورو برخو ځان تغذیه کوي خو د ځینو بیا مختلف ډوله توکي خواړه چمتو کوي. د شخوند وهونکو ډېری ډولونه ټولنیز چلند لري او په ټولنه کې ګډ ژوند کوي. په خپله کې د خبرو اترو او پیغام رسولو لپاره پېچلې طریقې لري. جنسي اړیکه یې د یوې جوړې ترمنځ، د یوه غړي له څو نورو غړو سره او یا هم هر غړی له بل غړي سره جنسي نزدیکت کوي. د ځینو ډولونو بچیان یې د زېږېدو پرمهال نابشپړ ودې حالت کې وي خو د ځینو ډولونو تازه زېږېدلو بچیانو یې بشپړ وده کړې وي.
فوسیلي تاریخ یې د پالیوسین تر لوراسیا لویې وچې پورې رسیږي. په ایوسین کې یې له یو بل سره توپیر ومونده او د توپیر موندلو لامل یې په لویه وچه کې خپرېدل او ځینې یې له سمندرونو تېرېدل وو. له افریقا څخه سوېلې امریکا او ماداګاسکار ته کډوال شول. د انسان تر رسېدو مخکې، په استرالیا کې لمړي د پلاسنټا لرونکي تی لرونکي ژوي وو.
شخوند وهونکي په ډېرو کلتورونو کې د انسانانو خواړه دي، د جامو جوړولو لپاره کاریږي او په لابراتوارونو کې یې ډېری ډولونه د ازموینو او څېړنو لپاره ساتل کیږي. ځینې ډولونه یې د کورني ژوي په توګه ساتل کیږي. ځینې ډولونه یې په ځانګړې توګه نسواري موږک، توره مږه او د کور مږه لوی افت او د ناروغیو خپرونکي ګڼل کیږي. ځینې ډولونه یې چې کومو سیمو ته په تصادفي توګه خپاره شوي د نورو ژو په چاپېریال برید کوونکي دي او نسل یې له منځه وړلو سره مخ کوي تر ټولو ښه بېلګه یې د ټاپو ګانو مرغان او ډوډو مرغه دی.
ځانګړنې
ځانګړنې یې دوامداره وده کوونکي، د پرانیستو ریښو، تېغ ته ورته د ثنایا غاښونه دي. ثنایا غاښونه یې مخکې لور کې د مینا ډبلې طبقې او وروسته لور کې کوچنۍ د مینا طبقې لري. غاښونه یې دوامداره وده کوي او د دې لپاره چې سر کې یې سوری ونه کړي نو شخوند وهونکي یې له ودې وروسته ماتوي. کله چې غاښونه له یو بل سره سولوي نو د غاښونو وروسته برخه کې یې عاج لویږي او د مینا تېره برخه تېغ ته ورته شکل کې پاتې کیږي.
ډېری ډولونه یې کانین نه لري خو تر ۲۲ پورې غاښونه لري. په ډېری ډولونو کې یې د ثنایا او د ژامې د غاښونو ترمنځ واټن پیدا کیږي. د غاښونو ترمنځ واټن یې د سخواختو او شونډو لاندې برخې په ژبه د پاکولو اسانتیا رامنځته کوي او په دې چارې خپله خوله له اضافي توکو پاکوي. چینچیلا او د ګیني خوګ خواړه زیات فایبر لري او د ثنایا غاښونو په څېر یې د ژامو غاښونه هم وده کوي او بې ریښې وي.
په ډېری ډولونو کې د ژرندې غاښونه په منظمه توګه غټ دي، پېچلی جوړښت لري، په لوړه کچه بهر ته وتلې یا قوس ته ورته برخې لري. د ژرندې غاښونه یې داسې مجهز شوي کوم چې خواړه په وړو زرو بدلولای شي. د ژامو د عضلاتو جوړښت یې ځواکمن دی. کله چې شخوند وهي نو لاندې ژامه مخکې لور ته وتلې وي او پاسنۍ یې وروسته لور ته کش کړل شوې وي. د غاښ لګونې لپاره ثنایا غاښونه او د ژولو یا شخوند وهلو لپاره د ژرندې غاښونه کاروي خو د سر د اناتومي له امله دواړه غاښ لګونه او شخوند وهنه په یوه وخت کې نشي کولای. په شخوند وهونکو کې ماسېټر عضله په شخوند کې اړین رول لري او د شخوند لپاره د عضلو۶۰ تر ۸۰ % حجم جوړوي. د ژامې د عضلاتو د ګروپونو او د سر د جوړښت له مخې د شخوند وهونکو ګروپونه خپلمنځ کې او له نورو تی لرونکو سره توپیر لري.
په سکیورومورفا کې لکه د ختیځ خړ نولی غټه ژوره ماسېټر عضله لري کومه چې په ثنایا غاښونو د غاښ لګونې ښه وړتیا ورکوي. په مایومورفا کې لکه نسواري موږک غټې شوې ټېمپورالېس او ماسېټر عضلې لري کومې چې د ژرندې په غاښونو باندې د ځواکمن شخوند وهلو وړتیا ورکوي. په شخوند وهونکو کې ماسېټر عضله د سترګو شاته وي او د سترګو د توپ په لړزې او یا له ساکت بهر او د ننه تګ کې د غاښ لګولو پر مهال ونډه اخلي خو که چېرې یاده عضله سملاسي ارام وکړي نو د سترګو توپ پورته او ښکته تګ کوي. شکوڼ شکله یا هیسټریکومورفا لکه ګیني خوګ د نولي او موږک په پرتله د سطحې غټه ماسېټر عضله لري او له همدې امله په ثنایا غاښونو سم غاښ نشي لګولی خو ټېروګویډ غټې عضلې یې د دې وړتیا ورکوي چې د شخوند وهلو پر مهال خپله ژامه ډېره څنګ لور ته بوځي.
د سخواختي کیسه یې مورجولوجیکي ځانګړنه ده کومه چې د خوړو د زخیره کولو لپاره کاروي. په ځینو کې یاده کیسه ډېره څرګنده وي او له خولې د وږې تر پیل پورې وي. ریښتیني موږکان او مږې دا ځانګړنه نه لري خو سخواختي کې یې عضلې د پراخېدو وړتیا لري.
د شخوند وهونکو تر ټولو غټ کپيبارا دي کوم چې تر ۶۶ کیلو ګرامه پورې وزن لرلای شي خو تر ټولو واړه ډولونه یې بیا تر ۱۰۰ ګرامه کم وزن لري. د شخوند وهونکو مورفولوجي ډېره پراخه او توپیر لرونکې ده خو معمولا غونډه شوې تنه او تنه کې لنډ غړي لري. د ډېرو ډولونو په مخکینۍ پښو کې پنځه ګوتې وي او وروستیو پښو کې یې له درې تر پنځو پورې ګوتې امکان لري. د مخکینیو پښو څنګل یې مټو ته د زیات انعطاف وړتیا ورکوي. ډېری ډولونه یې پلنټي ګرېډ دي په دې مانا چې د پښو په تلو او د لاسونو په رغویو قدم وهي. منګولې یې نوکانو ته ورته والی لري. کوم ډولونه چې کندې وهي اوږده او ځواکمن نوکان لري خو کوم چې په ونو کې ژوند کوي لنډ خو تېره نوکان لري.
د تګ لپاره مختلفې طریقې کاروي په دې کې قدم وهل، په څلورو پښو تګ کول، منډه کول، کنده وهل، ختل، په دوه پښو درېدل او ټوپ اچول، لامبو وهل او هوا کې الوت ته ورته ټوپ اچول شامل دي. د نولیانو ځینې ډولونه یې د ګېډې په اوږدو کې د وروستیو او مخکینیو پښو تر منځ پراشوټ ته ورته پرده لري او کله چې له لوړ ځای ټوپ اچوي نو پښې پرانیزي او د همدې پردې په مرسته هوا کې الوتنې ته ورته تګ کوي. همداسې اګوټي بیا د پښو په ګوتو تګ کوي. تقریبا ټول ډولونه یې لکۍ لري او هر ډول کې یې د لکۍ جوړښت او کچه توپیر لري. د ځینو ډولونو لکۍ یې له توکو د تاوېدو وړتیا لري. خپله لکۍ د خبرو اترو لپاره هم کاروي. په ځینو ډولونو کې که لکۍ د اوبو یا ځمکې په سطحه وټپوي نورو غړو ته د خبرتیا پیغام وي. په ځینې ډولونو کې یې که لکۍ ماته شي د بېرته ودې کولو وړتیا لري.
شخوند وهونکي د بوي ښه حس لري او همداسې د اورېدو او لید ښه وړتیا لري. کوم ډولونه یې چې د شپې لخوا فعال وي تر نورو غټې سترګې لري. ځینې ډولونه یې له بنفش وړانګو سره حساسیت لري. ډېری ډولونه یې اوږده له لمس سره حساس برېتونه لري. د بریتونو فعالیت یې د مغز ساقه تحریکوي او د مغز ساقه یې بیا د مغز کورټېکس برخه تحریکوي. کوم یې چې خوله کې کیسه لري د خپلې کیسې د پاکولو لپاره یې بهر راوېستلی او بېرته خولې ته ننوېستلی شي. په زیاتو ډولو کې یې ژبه تر ثنایا غاښونو پورې نشي رسېدلی.
د هاضمې سیستم یې ډېر ښه دی او له خپلو خوړو تقریبا تر ۸۰ % پورې انرژي بدن ته جذب کولای شي. کله چې سلولوز وخوري په معده کې نرمیږي او د غټې کلمې په پیل یا سېکم برخه کې یې باکتریا په کاربوهاېډرېټ بدلوي. کله چې غایطه مواد بهر کړي نو کوپروفاجي یا کوپروفاجیا عمل ترسره کوي په دې مانا چې خپل غایطه مواد بېرته خوري تر څو انرژي ترې جذب کړي. شخوند وهونکي د خوړو ګرزولو یا کانګو کولو وړتیا نه لري. په ډېری ډولونو کې یې د نر جنسي اله د باکولم په نوم هډوکی لري. د نر هګۍ یې یا په ګېډه کې وي او یا په ورون کې وي.
ډېری ډولونه یې ډېمورفېزم یا په ښځه او نر کې توپیر لري. نر یې له ښځې غټ وي خو په ځینې ډولونو کې بیا ښځه له نر غټه وي. کومو ډولونو کې چې نران غټ وي د جنسي اړیکې لپاره په خپل غټوالي جنګ او سیالي کوي او کومو ډولونو کې چې ښځه غټه وي نو نر د مثل د تولید ممکن کولو لپاره غټه ښځه خوښوي.
په سیمو کې وېش
شخوند وهونکي د تی لرونکو تر ټولو زیات خپور شوی ګروپ دی. له انټرکتیکا پرته په ټولو لویو وچو کې شته دي. یوازیني د پلاسنټا لرونکي تی لرونکي دي کوم چې د انسانانو له مرستې پرته استرالیا، نیوزلنډ او نیو ګیني ته خپاره شوي. همداسې انسانان یې هم ځینې ټاپو ګانو ته د انتقال لامل شوي د بېلګې په توګه پولینېز موږک کوم ته چې د ارام سمندر موږک یا کوچنی موږک نوم هم اخلي.
ځینې ډولونه یې په ونه کې ژوند کوونکي دي د بېلګې په توګه د نوې نړۍ شکوڼ او د ونې نولی خو ځینې تقریبا بیا ټول عمر د ځمکې لاندې ژوند کوونکي دي او د ځمکې لاندې پېچلي غارونه جوړوي لکه ټوکو ټوکو او سارایي موږکان. ځینې د ځمکې په سطحه ژوند کوي خو د پټېدو لپاره سوریان هم لري. ځینې ډولونه یې نیمه په اوبو کې ژوند کوونکي دي لکه د اوبو کوچنډیان او ځینې بیا په بشپړ توګه اوبو کې ژوند کوي لکه د نیوګینې د اوبو بې غوږو موږک. ځینې شخوند وهونکي د انسان لخوا په جوړ شوي چاپېریال کې ژوند کوي لکه ښارونه او د کرنې لپاره پټيو کې مږې او موږکان.
د دې تر څنګ چې اړین ایکولوجیکي رول لوبوي او د ایکو سیستم انجنیران دي خو ځینې ډولونه یې د انسان لپاره افت هم ګڼل کیږي. د څرځایونو سپیان په شمالي امریکا کې دشخوند وهونکو یو ډول دی، کله چې ځمکه کې کندې باسي نو کندې وېستل یې ځمکې ته د هوا ورکولو لامل کیږي، همداسې د ځمکې لپاره د تغذیې د موادو د وېشل کېدو او د عضوي توکو د خپرېدو لامل کیږي، له دې پرته یې کندې وهل ځمکې ته د اوبو په جذب کې هم مرسته کوي او ټول فعالیت یې څرځایونو کې د ګڼو وښو د شنه کېدو لامل کیږي او پایله کې یاد واښه د بیسون وحشي غوییزو او د امریکا د انټیلوپ خواړه ګرځي. که چېرې سیمه کې د څرځایونو سپیان نشته وي نو د تخمونو خپرېدل نا ممکنه کیږي، سیمه کې مختلف ډوله شنه کېدونکي بوټي کمیږي او ځای یې زیان رسونکي او برید کوونکي بوټي نیسي. کله چې د میوه کوونکو مرخېړیو ځینې برخې وخوري نو غایطه مواد یې په القاح کې مرسته کوي او مرخېړی نورو سیمو ته انتقالوي او په دې چارې سره د روغتیا لرونکي ځنګل په ساتنه کې مرسته کوي.
په ډېرو معتدلو سیمو کې د اوبو کوچنډیان په وحشي چاپېریال کې هایډرولوجیکي رول لري او د خپل ژوند لپاره چاپېریال جوړوي یا هم د اوبو بندونه او ډنډونه جوړوي تر څو د اوبو جریان پکې زخیره کړي. همداسې که چېرې سیندونه یا لښتي پیدا کړي د اوبو له جریان د وچې لور ته لښتي جوړوي او په ډنډونو کې یې اوبه زخیره کوي او په دې چارې ۳۳ % بوټي سیمه کې زیاتوي. یوې څېړنې موندلې چې د سالمون کبانو د نسل په زیاتېدو کې هم مرسته کوي.
خواړه
ډېری شخوند وهونکي ګیا خوړونکي دي او د بوټو په مختلفو برخو لکه ریښې، پاڼې، مغزي، تخمونه او ساقې یا ډنډرو ځان تغذیه کوي. په ژمي کې یې ګیا خوړونکي د ساقې په پوستکي خولې لګوي او ځینې ګیا خوړونکي یې کله نا کله حشرې او واړه لاروا بچیان هم خوري. ځینې یې کوم چې د ځمکې لاندې غارونو کې ژوند کوي په ریښو ځان تغذیه کوي، بهر وښو پسې راوځي او د خولې په کیسه کې واښه زخیره کوي او له ځان سره یې خپلو غارونو ته وړي، د ځمکې لاندې د بوټو خښې شوې برخې راباسي او ځان سره یې خپل غارونو ته وړي. ځینې یې بیا له غارونو راوتلو ډډه کوي او یوازې د ځمکې سطحې ته نږدې د بوټو ریښې پرې کوي او خپلې سمڅې ته یې کش کوي.
د اګوټي ډولونه له څو ژو یو دي کوم چې د برازیلي بادامو پوښ ماتولی شي. د پوښ داخل کې تر یو وخت خوړو زیات مغزي موجود وي او له خوړو وروسته یې یوه برخه د خولې کیسه کې له ځان سره انتقالوي خو په لار کې ترې د زړو یو شمېر غورزیږي او یاده چاره یې د ونو په خپرېدو کې او د ځنګل په پراخېدو کې مرسته کوي. د نولیانو ډولونه بیا په مني له میوه کوونکو بوټو خپل خواړه شکوي او پاتې برخه د لویو ونو په سوریانو کې پټوي. سارا لرونکو سیمو کې بیا زړي او مغزي یوازې یوه موسم کې موجود وي او له همدې امله د کال پاتې مودې تېرولو لپاره کانګرو موږک د خپلو غارونو په ځانګړو کوټو کې جمع کوي.
ځینې شخوند وهونکي د خوړو په موسم کې دومره خواړه خوري څومره چې امکان لري تر څو خپل بدن کې شحم زخیره کړي او د یادو شحمو یا وازدې په انرژي هغه موسم تېر کړي په کوم کې چې خواړه کم وي. د مرموت په نوم شخوند وهونکی په مني کې یاده چاره ترسره کوي او په مني کې د پسرلي په پرتله ۵۰ % زیات وزن لري او د مني ۵۰ % وزن په ژمي کې د انرژي په توګه کاروي. د اوبو کوچنډی د ونو پاڼې، غوټۍ، د تازه شنې کېدونکې ونې د ساقې د پوستکي داخل اړخ خوري، همداسې د اوبو په داخل کې بوټي یې هم خواړه دي. کله چې مني شي او د ونو پاڼې په رژېدو شي، ځینې ماتې څانګې یې بادونه لاندې راوغورزوي نو د بوټو یادې برخې اوبو کې اچوي او د اوبو لاندې یې زخیره کوي، که چېرې لښتې او څانګې وي نو د اوبو لاندې خټو کې یې ټومبي. کله چې ژمی شي د اوبو لاندې خپل زخیره کړي خواړه خوري.
معمولا شخوند وهونکي ګیا خوړونکي ګڼل کیږي خو ځینې یې مرخېړي، حشرې، چونجیان، کبان او غوښه هم خوري. د غاښونو مطالعه یې ښي چې پخواني پلرونه یې هر څه خوړونکي (غوښه خوړونکي او ګیا خوړونکي) وو. د امریکا سپین پښۍ مږه کومه چې یوازې ګیا خوړونکې ده د معدې مطالعه یې ښي چې ۳۵ % غوښه هم خوړلی شي.
دفلپاین شریو ته ورته موږک په حشرو او د نرمو تنو په بې شمزیو ځان تغذیه کوي کوم چې د نورو شخوند وهونکو په پرتله زیات غوښه خوړونکی ګڼل کیږي. د استرالیا د اوبو موږک د اوبو حشرې، کبان، حلزون، چونګښې، د مرغانو هګۍ او ځینې مرغان کوم چې اوبو کې ناسته کوي خوري. ځینې شخوند وهونکي په وړو مږو او لړمانو هم ځان تغذیه کوي.
ټولنیز چلند
هر ډول او نسل یې مختلف ډوله ټولنیز چلند لري. غټ شخوند وهونکي تر ډېره د کورنۍ په ډله کې ژوند کوي، ترډېره مور او پلار له خپلو بچیانو سره وي خو له غټېدو سره یې بچیان خپریږي. د اوبو کوچنډیان بیا په پراخې خپرې شوې کورنۍ کې بچیان له لویانو سره وي، ډله یې تر ډېره د همدې کال بچیان د تېر کال بچیان او ځینې وخت تر دې هم لویان له مور او پلار سره وي.
نسواري موږک په وړو کالونیو کې ژوند کوي او کالونۍ کې یې تقریبا تر شپږو پورې ښځې او یو نر موجود وي کوم چې د خپلې سیمې دفاع کوي، کله چې بچیان وزېږوي ښځې یې په کالونۍ کې پاتې کیږي خو نران یې خپریږي. د څرځایونو سارایي موږک د ژوند تر پایه له خپلې یوې جوړې سره پاتې کیږي خو کله چې د مثل تولید موده نه وي نو خپله کې په وړې کالونۍ کې ژوند کوي، نر یې په نورو نرانو برید نه کوي خو کله چې د مثل د تولید موده شي له نورو نرانو د یوې ښځې، د یوې سیمې او په سیمه کې د یوې ځالې دفاع او ساتنه کوي. له جوړه کېدو وروسته د بچیانو لویولو مسولیت دواړه نر او ښځه په ګډه په غاړه اخلي.
د ځمکې نولیان یې بیا تر نورو زیات ټولنیز چلند لري، د سیمې له ساتنې نیولې تر خوړو شریکولو پورې خپله کې سره همکاري کوي. د څر ځایونو تور لکی سپی په څو هکتاره ځمکه کې سمڅې جوړوي او لوی کلی یې سمڅو کې ژوند کوي، سمڅې یې خپله کې یو بل سره لار نه لري او جلا کورنۍ پکې مېشتې وي، کورنۍ یې له یو نر تر درې پورې له ښځو د تېر کال او سږکال له بچیانو جوړه وي، د کالونۍ د ننه غړي له یو بل سره دوستانه چلند لري خو د بلې کالونۍ په غړو برید کوي.
لوڅ سارایي موږک په بشپړ توګه د ځمکې لاندې ژوند کوي او یوه کالونۍ کې تر ۸۰ زیات غړي وي. په ټوله کالونۍ کې یې یوه ښځه او تر درې پورې نران د مثل تولید کوي نورغړي خنثی کار کوونکي وي، ځینې غړي یې منتظر وي چې که چېرې د مثل د تولید کوونکی غړی یې مړ شي نو ځایناستی کیږي. دامارالېنډ سارایي موږک هم خپله کالونۍ کې زیات شمېر غړي لري خو خنثی نه وي او د مثل تولید هغه وخت کوي کله چې خپله جلا کالونۍ جوړه کړي.
Comments
So empty here ... leave a comment!