Sahyadris forest rat – د ساه یادریس ځنګل موږک

د ډول علمي نوم یې (Rattus satarae) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې د هند د لوېدیځ غټ شمالي سیمه دی. د سیمې په تل شنو لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. په غاونو او ځالو کې ژوند کوي. د سمندر له سطحې له ۷۰۰ متره تر ۲۱۵۰ متره لوړې سیمې کې پیدا کیږي. خواړه یې حشرې او میوې دي. د تنې پاسه برخه یې زېړ رنګه نسواري او د تنې لاندې برخه یې سپین رنګه نسواري وي. مخکې ګمان کېده چې د تور موږک فرعي ډول ده خو له ډي این اې ازموینې وروسته مالومه شوه چې دواړه جلا ډولونه دي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل راټوس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons