Sansculotte – سانس کولوت
سان کیولوت هم وېل کیږي او په فرانسوۍ کې (sans-culotte) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلابي خوځښت په وخت کې د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوونکې سیاسي ډله وه. د ۱۷۹۲ – ۱۷۹۵ کلونو ترمنځ یې خپل ځانونه د عامه او غریبو خلکو مشران او استازي ګڼل خو د (Reign of Terror) پر وخت هغو خلکو هم د دوي په څېر جامې واغوستلې کوم چې د لوړ کلاس وو او لوړې زده کړې یې لرلې تر څو خپله وطنپالنه وښیي.
سان کولوت یو ډول برزو ته ورته له ورېښمو جوړ پتلون وو چې په هغه وخت کې د لوړې طبقې خلکو اغوسته همداسې له دې برزو ډوله پتلون سره یې لنډ د (carmagnole) په نامه لنډ جاکټ ته ورته کورتۍ اغوستله او له دې سره یې د ازادۍ سره خولۍ په سر کوله. د جک رونې هېبر (Jacques-René Hébert) رسنۍ کومه چې د ( Père Duchesne) په نامه وه د دې خلکو په پېژندنه او د جامو دود کوونه کې خورا زیاته مرسته وکړه. په هره موضوع کې به یې د خپلې رسنۍ په لمړۍ پاڼه کې د دې خلکو انځور خپراوه او یو سړی به د پخوانیو سګرټو له پایپ او پخواني ټوپک سره ولاړ وو کوم چې خلک د فرانسې انقلاب ته وهڅول او د دې ډلې ملاتړ یې وکړ. کله چې له جک رونې هېبر څخه په ۱۷۹۴ کې سر قلم شو خلکو د دې ډلې ملاتړ بس کړ.
Comments
So empty here ... leave a comment!