Scorpion – لړم
د ډلې نومونه یې (order Scorpiones or Scorpionida) دي. تقریبا ۱۵۰۰ د اراکنید ډولونه دي، ځانګړنه یې په برخو وېشل شوې منحني لکۍ ده. د بدن پای کې زهري نېښ او د بدن مخکې لور کې د رانیولو لپاره دوه پنسونه لري. په صحراګانو کې یې مختلف ډولونه پرېمانه پیدا کیږي خو له صحراګانو پرته په نورو ځایونو کې هم ژوند کوي. په بنسټیزه توګه د شپې لخوا فعال یا ژوند کوونکي (nocturnal) دي. په افسانو کې تل بد کاره خلک د لړم په نامه یاد شوي او یا له لړم سره تشبیه شوي. لړم ته د یونانیانو احترام د دې لامل شو چې اسمان کې د ستورو شکل ته (constellation Scorpius) نوم ورکړي کوم چې د زودیک (zodiac) نښان ده.
لړم په وچه کې ژوند کوونکی ارتروپوډ ده. د بدن د اوږدوالي منځنۍ کچه یې ۶ سانتي متره (۲.۵ انچه) ده. په نر او ښځه کې څو فزیکي توپیرونه موجود وي لکه نر زیات نری او لوړ وي او د ښځې په پرتله اوږده لکۍ لري. غټ ډول یې د افریقا ډول ده، عام نوم یې تور امپراتور لړم (black emperor scorpion) او علمي نوم یې (Pandinus imperator) ده، تر ۱۸ سانتي متره (۷ انچه) پورې یې بدن اوږدیږي، وزن یې تر ۶۰ ګرامه پورې رسیږي. خو د نړۍ تر ټولو اوږد لړم د سوېلې افریقا د ډبرو لړم ده علمي نوم یې (Hadogenes troglodytes) ده، ښځه تر ۲۱ سانتي متره (۸.۳ انچه) پورې اوږدیږي. په نړۍ کې تر ټولو کوچنی لړم د کربین لړم ده علمي نوم یې (Microtityus fundorai) ده تر ۱۲ ملي متره (۰.۵ انچه) پورې اوږدیږي. دوه فوسیلي ډولونو یې (Gigantoscorpio willsi and Brontoscorpio anglicus) له ۳۵ سانتي متره تر یو متر پورې اوږد بدن لره. د لړم کوم ډولونه چې صحراګانو کې پیدا کیږي زیړ یا روښانه نسواري رنګ لري، کوم چې په لندو سیمو کې یا هم غریزو سیمو کې ژوند کوي تور یا تېز نسواري رنګ لري. پرته له انترکتیکا او ګرین لنډ د نړۍ په هره سیمه کې پیا کیږي. انګلستان او نیوزلنډ ته یې هم نسل انتقال شوی. د سمندر له سطحې نیولې تر ۵۰۰۰ متره لوړو سیمو پورې پیدا کیږي.
د مثل تولید یې موسمي ده او معمولا په ګرمو میاشتو کې د مثل تولید کوي. د مثل د تولید موده یې د پسرلي له پای د مني تر پیل پورې وي. ښځه یې یو ډول کیمیاوي توکي د ګېډې له پای څخه بهر ترشح کوي او د همدې مادې په ذریعه یې نر پیدا کوي. له جنسي نزدیکت څخه مخکې نر ځانګړی او پېچلی چلند اختیار کوي او د مینې اظهار کوي. کله چې له ښځې سره مخ شي په پنسونو کې یې کش کوي، له هغې وروسته نر هڅه کوي چې کوم کنج پیدا کړي او هلته ولاړ شي د تګ پر وخت ښځه نر پسې تګ کوي او نڅا ته ورته څنګ او شا لور ته خوځښت پیل کوي. دواړه نر او ښځه هڅه کوي چې یوه نرمه سطحه پیدا کړي تر څو نر خپل سپرماتوفور ښځې ته انتقال کړي. کوم نر چې له جنسي نزدیکته وروسته هم له ښځې سره پاتې شي ډېر وخت د ښځې لخوا وژل کیږي او خوړل کیږي.
معمولا ښځه څوځلې جنسي نزدیکت کوي. په ځینې ډولونو کې جنسي نزدیکت له هر مثل تولید وروسته بیا کیږي تر څو د ښځې هګۍ القاح کړي. په ځینو ډولونو کې ښځه یو ځل جنسي نزدیکت کوي او سپرم خپل ځان کې د خپلو هګیو د بیا القاح کېدو لپاره ذخیره کوي. دوه ډولونه یې پرته له جنسي نزدیکته د مثل تولید کولای شي.
مور یې خپل زیات وخت او انرژي په خپلو بچیانو ضایع کوي. لړم ویوا پوروس (viviparous) ده په دې مانا چې بچیان زېږوي او د هګیو اچولو پر ځای د ژوندي بچي زېږون ترسره کیږي. د مور په ګیډه کې د ودې حال کې بچیان یې له خپلې مور څخه تغذیه کیږي او دا موده له څو میا شتو تر یو کال پورې دوام کولای شي. د زېږون بهیر یې له څو ساعتو تر څو ورځو پورې دوام کوي. د معتدلو سیمو لړمان په اوړي او پسرلي کې بچیان زېږوي خو د ګرمو سیمو لړمان د کال په هروخت کې بچیان زېږوي.
بچیان یې سپین رنګ لري، په یوه غشا یا کوریون باندې پوښلي وي، له ازادېدو وروسته د خپلې مور په ملا یا شا باندې سپریږي، د مور په ملا باندې له یوې ورځې تر پنځوسو ورځو پورې سپاره له خپلې مور سره ګرځي. په دې موده کې واړه بچیان هغه خواړه کاروي چې بدن کې یې ذخیره کړي وي او په ورته وخت کې یې د مور له پوستکي اوبه د خولې په توګه بهر وځي او د بچیانو پوستکی یې جذب کوي. څه موده کې خپل پوستکی بدلوي او له مور پرته خپل ازاد ژوند اختیار کوي. په کم عمر کې یې له خپلې مور سره پاتې کېدل اړین دي تر څو خپل پوستکی بدل کړي او که چېرې له خپلې مور په کم عمر کې جلا شي خپل پوستکی نشي بدلولای او مړه کیږي. د ژوند په ټول دوران کې لړم تقریبا تر پنځه ځله پورې خپل پوستکی بدلوي، ځینې لړمان یې تر ۹ ځلو پورې بدلوي. ښځه یې له ۴ ځلې پوستکي بدلولو بشپړ ودې ته رسیږي او نر یې له پنځه ځلې پوستکي بدلولو وروسته بشپړ وده کوي خو په ځینو ډولونو کې توپیر لري.
لړمان فرصت لټونکي ښکاري ژوي دي او هر هغه کوچنی ژوی چې لړم یې نیولی شي خوري. عام ښکار یې حشرې، غڼې، اراکنید او نور لړمان دي.خو خپله په لړم باندې بیا ماران، حلزون، واړه شمزي لرونکي او شخوند وهونکي ځان تغذیه کوي. د استرالیا (Isometroides vescus) ډول یې یوازې هغه غڼې خوري کومې چې سوریانو کې ژوند کوي. ډېری لړمان د خپل ښکار لپاره پټیږي او تر هغه وخته انتظار کوي تر څو د برید سیمه کې کوم ژوی خوځښت وکړي. لړم په ځمکه او هوا دواړو کې د حشرو لخوا خوځښت او لړزه درک کولای شي همداسې یې په هوا او ځمکه دواړو کې واټن او لوری هم مالومولای شي. کله چې خپل ښکار په نښه کړي سم دلاسه ورپسې منډه کوي او خپل ښکار نیسي. که ښکار یې غټ یا برید کوونکی وي او یا ډېر فعال وي نو نېښ ورکوي او که داسې نه وي نو په ساده توګه یې خپلو پنسونو کې نیسي او خپل ځان پرې تغذیه کوي. د بوتیدای کورنۍ (family Buthidae) هغه لړمان چې ډبلې لکۍ لري په فعاله توګه خپل ښکار لټوي.
لړمان په لویه کچه د شپې لخوا فعال وي او د ورځې لخوا په طبیعي چاودونو، غارونو او یا د ډبرو لاندې پټیږي. د ماښام له تیارې خپرېدو سره په خپل فعالیت پیل کوي او له سباون مخکې خپل فعالیت پای ته رسوي. د ماوراء بنفش وړانګې لاندې لړم ځلا کوي او ډېر وخت بیولوجي پوهان له ځان سره همدا ډول څراغ وړي ترڅو په داسې شپو کې چې سپوږمۍ نه وي لړم د همدې وړانګو په مرسته مطالعه کړي.
لړم د سمندر له سطحې نیولې تر لوړو په واورو پوښلو غرونو کې شته. ځینې ډولونه یې ځانګړي چاپېریال ته اړتیا لري لکه د (psammophilic) ډول یوازې په شګه کې ژوند کوي. د سوېلې افریقا د ډبرو لړم (Hadogenes troglodytes) په تیږو کې ژوند کول خوښوي، د (Alacran tartarus) یې ۸۰۰ متره ژوره ځمکه کې په سمڅو کې ژوند لري.
په ۸ نسلونو کې د ۲۵ ډوله لړمانو زهر کولای شي انسان مړ کړي. په تېرو څو لسیزو کې لړم په متحده ایالتونو کې څو کسان وژلي او په ټوله نړۍ کې یې د څو سوه کسانو ژوند اخیستی. د (genus Centruroides) نسل یې په لمړۍ کرښه کې د انسان وژنې مسول ده. په هند کې یې د (Buthotus tamulus) ډول، په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې د (Androctonus, Buthus occitanus, Buthotus minax, and Leiurus quinquestriatus) ډولونه، په سوېلې امریکا او وېسټ انډیز کې د (Tityus and Rhopalurus) ډولونه او په سوېلې افریقا کې د (Parabuthus) ډول تر ټولو زیات وژونکي زهر لري. پورته ټول یاد شوي لړمان د (family Buthidae) کورنۍ غړي دي او زهر یې نیورو ټوکزین (neurotoxin) دي په دې مانا چې په عصابو اغیز کوونکي زهر دي. د دې لړمانو زهر د نېښ په ځای او ټول بدن کې پر سیستم اغیز لري. د دې لړمانو زهر بدن کې نا څاپه لړزه، د زړه نا منظمه ضربان او فلج رامنځته کوي او بلاخره د مړینې لامل ګرځي. که چېرې د زهرو ضد درمل ورکړل شي نو د مرګ مخه نیول کېدای شي. د نورو ۱۲۰۰ ډولونو زهر هېموټوکزین (hemotoxin) دي په دې مانا چې زهر یې د وینې سره کرویات له منځه وړي او د مرګ لامل نه ګرځي بدن کې ځینې نسجونه هم له منځه وړي او درد یې زیات وي. خو که چېرې بدن کې له کچې ډېر زیات زهر پرېښودل شي د مرګ لامل هم کېدای شي.
Comments
So empty here ... leave a comment!