Sheikh Maktum ibn Rashid al-Maktum – شیخ مکتوم ابن رشید مکتوم

په ۱۹۴۳ کال کې، د دوبۍ په شینداغه کې زېږېدلی او د ۲۰۰۶ کال، د جنورۍ په څلورمه نېټه، د استرالیا د کوین لنډ په مېن بیچ کې مړ شوی. د عربو سلطنتي کورنۍ رهبر، د منډو د سیالیو لپاره د اسونو مالک او نسل اخیستونکی وو. له ۱۹۹۰ څخه را په دیخوا د دبۍ ریښتینی عمل کوونکی سیاسي مشر ګڼل کیږي. له ۱۹۷۱–۷۹ او ۱۹۹۱–۲۰۰۶ پورې د متحده عرب اماراتو د ولسمشر مرستیال او لمړی وزیر وو.
 
له سیاست پرته یې په سپورت کې له اسونو سره زیاته مینه لرله او د (Gainsborough Stud Management Ltd) فارم مالک وو همداسې یې له دوه کشرانو ورونو سره (Godolphin) په ګډه جوړ کړی وو او د نړۍ تر ټولو زیاته شتمنه د منډو د سیالیو لپاره د اسونو غوجل ګڼل کیده. شیخ مکتوم د شیخ رشید ابن سید مکتوم مشرو زوی وو پلار یې هم د ۱۹۵۸–۹۰ کلونو ترمنځ د دبۍ امیر وو. مشر زوی یې له پلار سره په رسمي دنده کې له ډېره پخوا مرسته کوله او د زده کړو لپاره یې شخصي استادان لرل وروسته یې د کمبرېج پوهنتون کې لوړې زده کړې پای ته ورسولې. کله یې چې پلار مړ شو نو زوی یې دبۍ او امارات د نړۍ تر ټولو په سوکاله ملت بدل کړل. واک ته له رسېدو وروسته یې له خپلو ورونو سره په ګډه د دبۍ (Dubai World Cup, Thoroughbred racing) ته پام وکړ داسونو یادې سیالۍ په کال کې یو ځل کیږي او د نړۍ تر هرې لوبې په همدې ځای کې زیاتې پیسې مصرفیږي او ګټل کیږي.
Maktoum bin Rashid Al Maktoum
Maktoum bin Rashid Al Maktoum Photo by Adi Bitar

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons