Shetland pony – د شټلنډ واړه اسونه
د وړو اسونو نسل ده، د کوچنیانو د کورني ژوي په نامه هم پېژندل کیږي. اصلي ځای یې د سکاټلنډ شټلنډ ټاپو ده. د سیمې له سخت اقلیم او کمو نا سمو او نامناسبو خوړو سره بلد دي. شټلند اسونه په ۱۸۵۰ کې د رمو په توګه ساتل کېدل او انګلستان ته به د سکرو په معدن کې د کار لپاره انتقالیدل. په همدې وخت کې متحده ایالتونو ته هم انتقال شول چېرې چې له دې اسونو د کوچنیانو لپاره د سپرلۍ اسونو په توګه کار واخیستل شو.
ځینې شټلنډ اسونه ټیټ قد لري کوم چې د جنتیکي تغیر له امله ده. خو له دې پرته شټلنډ اسونه د نړۍ د اسونو تر ټولو واړه اسونه دي. قد یې تر ۱۱۷ سانتي متره پورې لوړیږي. بدن یې مختلف رنګونه لري او هر رنګ کې د بل رنګ ټاپې لري. اوږد عمر کوي او ارام طبیعت لري. که چېرې ښه روزنه ورکړل شي له انسان سره ډېره مینه پیدا کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!