Short-tailed bandicoot rat – لنډ لکی باندي کوټ موږک

د ډول علمي نوم یې (Nesokia indica) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. نور عام نومونه یې (short-tailed mole-rat, Indian bandicoot, bandicoot-rat, flat-tooth rat and short-tailed nesokia) دي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې نسواري او د تنې لاندې برخه یې روښانه رنګ لري. په ژمي کې اوږده نرم وېښته یا وړۍ لري خو په اوړي کې یې وېښته کمیږي. مخکینۍ پښې یې څلور فعالیت کوونکې ګوتې لري. وزن یې له ۱۸۲ تر ۳۸۸ ګرامه پورې وي. په سیند لرونکو درو کې ژوند کوي. له چین تر د مصر ختیځ پورې او له ازبکستان تر بنګله دیش پورې سیمه کې پیدا کیږي. د شپې لخوا ژوند کوونکی ده او ډېر وخت په خپلو غارونو کې تېروي. غارونه یې ډېر تونلونه یا خونې لري. تر ۹ متره پورې اوږدې سمڅې جوړوي. په خپله سمڅه کې یوازې په یوه خونه یا تونل کې له شنو ځاله جوړوي. د بلاربښت موده یې تر ۱۷ ورځو پورې وي. په یو کال کې تر درې ځلې پورې بچیان زېږوي او په هر ځل کې تر شپږو پورې بچیان امکان لري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل نیسوکیا
NesokiaHuttoni
Nesokia huttoni (Syn. Nesokia indica). Photo by William Thomas Blanford

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons