Short-tailed chinchilla – لنډ لکی چینچیلا

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Chinchilla chinchilla) دی او پخوانی ساینسي نوم یې (Chinchilla brevicaudata) وو.د بولیویا، د پېرو یا سلطنتي چینچیلا (Bolivian, Peruvian, or royal chinchilla) نوم هم ورته اخلي. په چینچیلیدای کورنۍ (family Chinchillidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د ارجنټینا، پېرو او بولیویا په اند غرونو کې پیدا کیږي. ښکار یې په قانوني توګه منع ده خو په سیمه کې د خلکو د نفوس پراخېدنې یې د نسل په کمېدو کې مرسته کړې. بدن یې له ۲۸ تر ۴۹ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د ډبرو یا ځمکې لاندې غارونه باسي. ګڼ وېښته لري او له همدې سوړ چاپېریال خوښوي. خپله کې ګډ په کالونۍ کې ژوند کوي. واښه خوړونکي دي. یو یا دوه بچیان زېږوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ چینچیلیدای
فرعي کورنۍ چینچیلینای
نسل چینچیلا
Chinchilla brevicaudata
Photo by Jaime E. Jiménez

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons