Sloth – سلوت
په ونه کې ژوند کوونکی، ډېر ورو خوځښت کوونکی، تی لرونکی ژوی ده. د ژوند اوږده موده په سر ښکته زوړندېدو تېروي. د سوېلې او مرکزي امریکا په معتدلو باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. شپږ ډولونه لري ټول ډولونه یې د دوه ګوتو لرونکي سلوت (two-toed sloths) او درې ګوتې لرونکي سلوت (three-toed sloths) په دوه کورنیو کې ډلبندي شوي. کوم چې د دوه ګوتو لرونکو په نامه یادیږي مخکینۍ پښې یې دوه ګوتې لري. سلوت کلیمه د انګرېزۍ له (slow) لفظ سره چې مانا یې ورو ده تړاو لري. ورو خوځښت یې کمه انرژي ضایع کوي او د هغو ژو له ښکار څخه یې ژغورنه کې مرسته کوي کوم چې په لید ښکار پیدا کوي لکه هوک بازان او وحشي غټې پیشوګانې. د ځمکې پر سطحه هېڅ ډول فعالیت نشي کولای خو په اوبو کې ښه لامبو وهونکي دي. د سلوت بدن د یو ډول شنه الګي مېزبان ده کوم چې د سلوت بدن کې په سلوت پتنګ (sloth moths) باندې ځان تغذیه کوي او په بدل کې یې سلوت بیا په الګي ځای تغذیه کوي. سلوت ژوي په پیلوسا ډله کې له مېږي خورو سره ډلبندي شوي. کوم نسلونه یې چې له منځه تللي ډېری یې په ځمکه ژوند کوونکي او سمندري سلوت وو. په ځمکه د ژوند کوونکو سلوت ځینې ډولونو د فیل په اندازه بدن لره.
ډلبندي او تکامل
سلوت له زېنارترا سره تړاو لري. زېنارترا د پیروان یا پرېوان لرونکو ژو ګروپ ده او ګمان کیږي چې ۶۰ میلیونه کاله وړاندې په سوېلې امریکا کې له لومړني حالته تکامل ته رسېدلي. یوه څېړنه وړاندیز کوي چې زېنارتران ۱۰۰ میلیونه کاله وړاندې له نورو پیروان لرونکو تی لرونکو ژو رامنځته شوي. مېږي خواره او ارمادیلو هم په زېنارتران کې شامل دي. تر ټولو لمړي زینارتران واښه خوړونکي او په ونو کې ژوند کوونکي وو. سلوت د پیلوسا ډلې په فولیورا فرعي ډله کې شامل دي. دواړه لاتیني نومونه دي د پیلوسا مانا ببر او د فولیوورا مانا پاڼې خوړونکی ده. فولیوورا فرعي ډله په پنځه کورنیو کې سره وېشل شوې. د درې کورنیو ټول ډولونه یې له منځه تللي او دوه کورنۍ یې په اوسمهال کې ژوندي غړي لري.
تکامل
اوسني سلوت ۴۰ میلیونه کاله وړاندې ګډ پلرونه لرل. پخواني زینارتران کې د سلوت زیات ډولونه شامل وو، په ځمکه ژوند کوونکي وو، د بدن کچه یې له یږې سره برابره وه. د مېګاتېریم ډول یې د فیل په اندازه وو. سلوت ښه لامبو وهونکي دي او ځکه توانیدلي چې له سوېلې امریکا تر انتیل ټاپوګانو پورې خپاره شي. په پېرو او چیل کې یې له سمندري ژوند سره بلدتیا پیدا کړې خو له ۴ میلیونه کاله تېرېدو وروسته ممکن د اوبو په ژو بدل شوي وي.
فزیولوجي
د سلوت د بدن اوږدوالی له ۶۰ تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي. په هر ډول کې یې وزن توپیر لري خو د وزن منځنۍ کچه یې له ۳ تر ۸ کیلوګرامه پورې ده. د دوه ګوتو لرونکي سلوت له نورو کمه اندازه غټ دي. ټول تی لرونکي په څټ یا غاړه کې اووه مهرې (cervical vertebrae) لري خو د دوه ګوتو لرونکي سلوت شپږ لري او د درې ګوتو لرونکي سلوت څټ یا غاړه کې د شمزي نهه مهرې موجودې وي او تر ۲۷۰ درجو پورې خپل سر یو بل اړخ ته تاوولی شي.
سلوت رنګه لید لري خو لید یې کمزوری وي. غږ هم سم نه اوري او د اورېدو وړتیا یې کمزورې وي, د خوړو د پیدا کولو لپاره د بوي او لمس له حس څخه کار اخلي. د میتابولیک نرخ یې ډېر ټیټ ده ( د خپلې کچې د نورو تی لرونکو په نیمه اندازه ده). کله چې فعالیت نکوي نو د بدن تودوخه یې هم کمه وي کله چې خوب کوي د بدن تودوخه یې نوره هم کمیږي او کله چې فعالیت کوي نو د بدن تودوخه یې ۳۰ تر ۳۴ °C پورې وي. سلوت هېتېرو تېرمیک (heterothermic) دي په دې مانا چې چاپېریال یې د بدن تودوخه کې توپیر راولي. د بدن تودوخه یې د ۲۵ او ۳۵ °C ترمنځ توپیر کوي خو ۲۰ °C پورې هم کمیږي.
د بدن وېښته یې د نورو تی لرونکو د وېښتو له لوري برعکس لور ته وده کوي. وېښته یې د (symbiotic algae) مېزبان وي. له الګي پرته د ډېرو پرازیتي ارتروپوډ کور وي. وینه زبېښونکي پتنګان، مچان او میاشي هم پکې پټیږي. مختلف ډوله ګونګټې یې هم په وېښتو کې ژوند کوي.
فعالیت
د بدن غړي یې د زوړندېدو او کش کولو ښه وړتیا لري. عضلات یې د بدن له ۲۵ تر ۳۰ % پورې وزن جوړوي. د ډېرو نورو تی لرونکو عضلات د ټول بدن له ۴۰ تر ۴۵ % پورې وزن جوړوي. په ځمکه قدم نشي وهلی. په درې ګوتو لرونکو سلوت کې لاسونه له پښو څخه ۵۰ % اوږده دي. د اړتیا په وخت کې خوځښت کوي خو د اړتیا په وخت یې هم خوځښت ډېر ورو وي. په یوه دقیقه کې ۴ متره واټن وهي. خوب، خواړه او اولاد زېږونه هم د څانګو له پاسه په ناسته کوي. ډېر وخت له مرګ وروسته هم په څانګو پسې زوړند پاتې کیږي. په یوه دقیقه کې تر ۱۳.۵ متره پورې لامبو وهلای شي. د ټاپو ګانو تر منځ او د سیند له یوې بلې غاړې ته په لامبو پورې وځي. سلوت کولای شي د خپل زړه ضربان له نورمال حالته درې وارې ورو کړي او د چاره د دې وړتیا ورکوي چې تر ۴۰ دقیقو پورې د اوبو لاندې ساه بنده کړای شي. د دوه ګوتو لرونکي سلوت د شپې لخوا ژوند کوونکي دي، د درې ګوتو لرونکي سلوت د شپې لخوا ژوند کوونکي دي خو د ورځې هم فعالیت کولای شي. خپل ۹۰ % وخت په بې خوځښتۍ کې تېروي.
خواړه
بچیان یې د مور شونډې څټي تر څو دا زده کړي چې څه باید وخوري. ټول سلوت د (cecropia) ونې پاڼې خوري. د دوه ګوتو لرونکي سلوت بیا حشرې، مردار شوي ژوي، میوې، پاڼې او واړه کربوړي هم خوري. د درې ګوتو لرونکي سلوت یوازې له یو څو ډوله ونو پاڼې خوري او تر هر تی لرونکي یې د هاضمې سیستم ورو ده. خواړه یې کمه اندازه انرژي ورکوي او په اسانۍ یې هاضمه هم نه کیږي. د وزن له درېو دوه برخې یې د خوړو وزن وي. د خوړو هاضمه یې تقریبا یوه میاشت وخت نیسي. د درې ګوتو لرونکي سلوت په یوه اوونۍ کې یو ځل د ادرار کولو لپاره له ونې ځمکې ته کوزیږي. د ادرار کولو لپاره کنده باسي او خپل فضوله مواد پکې پټوي. خپل فضوله مواد د ونې له ساقې سره نږدې خښوي کوم چې د ونې لپاره سره ده. څېړنې ښي چې د سلوت بدن کې کوم پتنګ ژوند کوي د سلوت په ادرارو کې هګۍ کوي او کله چې له هګۍ بچیان پیدا شي لاروال دوره کې د سلوت په ادرارو ځان تغذیه کوي او له بشپړ ودې وروسته ونې ته الوځي او د سلوت بدن کې مېزبان کیږي.
د مثل تولید
دوه ډوله د زېړې او نسواري غاړې سلوت (Pale- and brown-throated) یې د کال په ځانګړي وخت کې جنسي نزدیکت کوي یو ډول (maned sloth) یې د کال په هر وخت کې جنسي نزدیکت کوي. د درې ګوتو لرونکي سلوت له شپږ میاشتو وروسته یو بچی زېږوي او د دوه ګوتو لرونکي سلوت له ۱۲ میاشتو وروسته یو بچی زېږوي. بچی یې تر ۵ میاشتو پورې له مور سره یو ځای ژوند کوي. ډېر وخت یې بچیان لاندې راغورزیږي او مور یې له ونې لاندې نه ورپسې کوزیږي بلاخره د بچیانو د مرګ لامل ګرځي. ښځه یې هر کال یو بچی زېږولای شي خو د ورو خوځښت له امله هر کال نر د جنسي نزدیکت لپاره نشي پیدا کولای. د دوه ګوتو لرونکي سلوت په وحشي ژوند کې تر ۲۰ کالو پورې او په بند ساتل شوي ځای کې تر ۳۰ کالو پورې ژوندي پاتې کیږي. په ځینو سیمو کې یې د برېښنا مزي د مرګ لامل ګرځي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
له ډلې پورته | زېنارترا |
ډله | پیلوسا |
فرعي ډله | فوليوورا |
کورنۍ | برادیپودیدای مېګالوني کیدای میګا تېري ایدای میلودونتیدای نوتروتیري ایدای |
Comments
So empty here ... leave a comment!