Sodium bisulfite – سوډیم بيسولفیټ
سوډیم هایډروجن سولفیټ هم ورته وایي. یو کیمیاوي ترکیب ده، کیمیاوي فورمول یې (NaHSO3) ده. د اي شمېره (E number) یې (E222) ده. د اي شمېره یو د هغو توکو لپاره کوډ ده چې د خوړو په توګه کاریږي او هر یو جلا د اي شمېره لري. ډېری خلک سوډیم بيسولفیټ په خوړو کې اضافه کوي.
د انګورو د شرابو تقریبا ټول تولید کوونکي شرکتونه سوډیم میټابیسولفیټ کاروي تر څو له اکسیجن سره د ترکیب مخنیوی وکړي او د بوی ساتنه یې وکړي. کوم خلک چې په کور کې د انګورو شراب جوړوي ډېری یې سوډیم بيسولفیټ د همدې موخې لپاره کاروي. په ډبلیانو کې د میوې ساتنه هم په سوډیم بيسولفیټ کیږي، په ډبلیانو کې د هر ډول مکروب وژنې لپاره کاریږي. په (cytosines in DNA) کې سوډیم بيسولفیټ د (methylation status) څېړنو لپاره کاریږي. همداسې په اوږدو تونلونو کې د زنګ د مخنیوي لپاره هم اچول کیږي. په عضوي کیمیا کې سوډیم بيسولفیټ د مختلفو موخو لپاره کاریږي. له ( aldehyde groups and with certain cyclic ketones) سره (bisulfite adduct) جوړوي او پایله کې سولفونیک اسید ترلاسه کیږي.
که چېرې د سوډیم کاربونېټ د اوبو په محلول کې سلفر ډیوکسایډ اضافه شي نو جوش کوي او پایله کې د سوډیم بيسولفیټ مالګه ترلاسه کیږي. همداسې که سوډیم بيسولفیټ له سوډیم هایپو کلورایټ له اوبو لرونکي محلول سره اړیکه کې شي تودوخه تولیدوي، پایله کې سوډیم بيسولفیټ او سوډیم کلورایډ رامنځته کیږي.
که چېرې سلفر ډیوکسایډ په داسې محلول کې چې ورته مناسب بېز وي اضافه شي جوش کوي او پایله کې سوډیم بيسولفیټ تولیدوي لکه د سلفر ډیوکسایډ اضافه کوونه د سوډیم هایډروکسایډ په محلول کې او یا هم د سوډیم بیکاربونېټ په محلول کې . د دواړو فورمول لاندې وګورئ
SO2 + NaOH → NaHSO3
- SO2 + NaHCO3 → NaHSO3 + CO2
سوډیم بيسولفیټ کمزوری اسیدي ډول ده او (pKa) یې ۶.۹۷ ده.
- HSO3− ↔ SO32− + H+
په بشپړ توګه پروټوني شوی ډول یې سلفري اسید (H2SO3) دي. خو دا په محلول کې نشته او که چېرې سوډیم بيسولفیټ له اسیدو سره ګډ شي نو پایله کې تجزیه رامنځته کیږي او له محلول څخه د سلفر ډیوکسایډ ګاز ازادیږي.
- NaHSO3 + HCl → NaCl + H2O + SO2
Comments
So empty here ... leave a comment!