Southern giant pouched rat – د سوېل غټه کڅوړه لرونکې مږه

د ډول علمي نوم یې (Cricetomys ansorgei) ده. په نیسو مي ایډای کورنۍ (family Nesomyidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. د سوېلې افریقا په معتدله سیمو کې پرېمانه پیدا کیږي په ځانګړې توګه زمبابوې، کینیا، تانزانیا، زامبیا او د کانګو په جمهوریت کې.
 
غټ شخوند وهونکی ژوی ده. نر یې په کچه کې له ښځې غټ وي. د نر وزن یې له یو نیم تر دوه کیلو ګرامه پورې رسیږي. د ښځې وزن یې له یو تر یو نیم کیلو ګرامه پورې وي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۷۰ تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي. له ۱ تر ۳ پورې بچیان زېږوي. نر یې مخ په ځایونو پورې سولوي تر څو په خپل بوي باندې سیمه وټاکي، په خپلو ادرارو هم دا چاره ترسره کوي. انسانان یې د نري رنځ د ازموینې لپاره او په ځمکه کې د ماین پیدا کولو لپاره کاروي.
  • ساینسي ډلبندي
    کېنګډم ژوي
    فایلم کورډاټا
    کلاس تی لرونکي
    ډله شخوند وهونکي
    کورنۍ نیسوما ایډای
    فرعي کورنۍ کرېسېټومي اینای
    نسل کرېسېټومیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons