د ډول علمي نوم یې (Notomys alexis) ده. د (tarkawara or tarrkawarra) په نومونو هم یادیږي. د ټولې مرکزي او لوېدیځې استرالیا په وچو سیمو کې پیدا کیږي. په هغو شګو لرونکو سیمو کې ژوند کوي چېرې چې سپینیفېکس ګیا وي. له باران وروسته د موقت وخت لپاره خپل چاپېریال بدلوي. ډېر وخت د شپې لخوا له خپلو غارونو بهر راوځي او په خپلو وروستیو پښو ټوپ اچوي. د بدن اوږدوالی یې تر ۴.۵ انچه پورې وي او تر ۳۵ ګرامه پورې وزن کوي. لکۍ یې له تنې اوږده وي او اوږدوالی یې تر ۵.۵ انچه پورې رسیږي. تر ۱۰ پورې د یوې کورنۍ غړي خپله کې ګډ ژوند کوي. د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کولای شي د مثل تولید یې له خوړو او هوا له وضعیت سره تړاو لري. د بلاربښت موده یې تر ۴۱ ورځو پورې وي او په یو ځل له ۳ تر ۴ پورې بچیان زېږوي.
Post Views: 330
Comments
So empty here ... leave a comment!