Tattersalls – ټټر سالس
په انګلستان کې د اسونو پلور ځای ده کوم چې د ۱۷۲۴–۹۵ کلونو ترمنځ (Richard Tattersall) جوړ کړی وو. وروسته ټټر سالس د قمار بازانو او سپورت کوونکو په میدان بدل شو په دې ډله کې د وېلز شهزاده کوم چې وروسته پاچا (شپږم جورج) شو هم قماره وهه. په دې سیمه کې سوداګري تر ۲۰ پېړۍ پورې د ټټر سالس کورنۍ په کنټرول کې وه. په ۱۸۶۵ کې دا ځای (Knightsbridge) ته انتقال شو، په ۱۹۶۵ کې (Park Paddocks, Newmarket) انتقال شو، په ۱۹۸۸ کې (Old Fairyhouse in County Meath, Ireland) ته انتقال شو. د اوسمهال لپاره پکې سپورت، د اسونو پلور او د دې تر څنګ ودونه او لوی پروګرامونه هم جوړیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!