Terrestrial crab – د ځمکې چنګاښ

د چنګاښونو مختلفو پلرونو تکامل کړی تر څو په ځمکه د ژوند کولو وړتیا پیدا کړي. بېلګې یې په (Gecarcinidae and Gecarcinucidae) کورنیو کې مختلف نسلونه دي. د ځینې نورو کورنیو ځانګړي نسلونه هم د ځمکې چنګاښ ګڼل کیږي لکه د (Sesarma) نسل. خو ډېری خلک د “ځمکې چنګاښونه” کلیمه یوازې د (Gecarcinidae) کورنۍ غړو ته کاروي.


په ځمکه ژوند او کډوالي
په اوبو کې د ژوند کوونکي، په اوبو کې د نیمه ژوند کوونکي او په ځمکه د ژوند کوونکي تر منځ روښانه توپیر نه دی په ګوته شوی یوازې د ریښتینو چنګاښونو ترمنځ په ځمکه ژوند اختیار کول ښودل کیږي. له دې سره سره بیا هم ډېری په ځمکه ژوند کوونکي چنګاښونه باید د هګیو اچولو لپاره بېرته سمندر ته ولاړ شي. د ځمکې ځینې چنګاښونه له سمندر په څو کیلومتره واټن کې ژوند کوي خو له دې واټن سره سره باید سمندر ته په کلنۍ موده کې کډوال شي. د بېلګې په توګه د کرسټماس ټاپو سور چنګاښ د ډول علمي نوم یې (Gecarcoidea natalis) دی په ډله ایزه توګه کډوال کیږي، په یوه ورځ کې تر ۱.۴۶ کیلو متره پورې واټن وهي او تر سمندر پورې ټول ۴ کیلو متره تګ کوي.

په ځمکه د ژوند کونکو چنګاښونو یوازې یو څو ډولونه چې په دې کې (Geosesarma) هم شامل دي، په ځمکه هګۍ اچوي، مور یې هګۍ تر هغو له ځان سره ساتي تر څو چې بچیان شوي نه وي، بچیان هم تر هغو له ځان سره ساتي تر څو چې په کوچني چنګاښ نه وي بدل شوي او له همدې امله د مثل د تولید لپاره اوبو او سمندر ته اړتیا نلري.

د چنګاښ ځینې ډولونه کوم چې له (Potamidae) کورنۍ سره تړاو لري او په تازه اوبو کې ژوند کوي، په وچه او اوبو کې له ژوند کولو سره بلدتیا لري د بېلګې په توګه په همدې کورنۍ کې د (Nanhaipotamon) نسل. همداسې د (Tiwaripotamon) نسل په تازه اوبو کې ژوند کوي خو د مثل تولید په وچه کې کوي.


ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم ارتروپوډا
فرعي فایلم کروستاسیا
کلاس  مالاکوستراکا
ډله دیکا پودا
له ډلې لاندې براکیورا
Gecarcinus ruricola, a male. Photo taken in Cuba.
Johngarthia lagostoma (Gecarcinidae), a terrestrial crab found on Ascension Island, where it is the largest native land animal
Photographer : Eric A. Lazo-Wasem
Land crab warning road sign in Seychelles

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons