Thomas Cromwell – توماس کروموېل
په ۱۴۸۵ کې زېږېدلی او د ۱۵۴۰ کال د جولای په ۲۸ نېټه د لندن ښار په ټاور هېل کې مړ شوی. د مړینې لامل یې د پاچا لخوا د سر وهنه وه. له له اېلیزابېت وېکس (Elizabeth Wyckes) سره یې واده کړی وو له خپلې ښځې سره یې پنځه بچیان لرل او د هر یو نوم یې (Gregory Cromwell, 1st Baron Cromwell, Anne Cromwell, Grace Cromwell and Jane Cromwell) دی، د والټر کروموېل (Walter Cromwell) زوی وو. د انګلستان وکیل او سیاست پوه وو، د انګستان له پاچا اتم هنري سره لوړ پوړی وزیر پاتې شوی. د انګلستان په اصلاحاتو کې یې اړین رول لرلی. کله چې پاپ د اتم هنري له خپلې ښځې کترین سره طلاق رد کړ نو په قانوني طلاق کې یې کروموېل مرسته وکړه او بلاخره د پاچا دوېم قانوني واده یې له ان بولین سره ممکن کړ. پاچا ته یې مشوره ورکړه چې د انګلستان کلیسا د پاپ له واک څخه ازاده کړي او د پروتستانو اصلاح شوی انجیل په انګلستان کې نافذ کړي.
کله چې کروموېل واک ته ورسېده نو زیات دشمنان یې هم ځانته پیدا کړل چې په دې کې یوه ان بولین د پاچا دوېمه ښځه هم وه. خو خپل هر دښمن یې په پاچا باندې اعدام کړ چې په دې اعدام شوو کې خپله د پاچا دوېمه ښځه ان بولین هم شامله وه په چا چې کروموېل زنا تور لګولی وو. د ان بولین سره یې د دشمني کیسه له واده پیل شوې کله چې پاچا غوښتل خپله لمړۍ ښځه د زوی نلرلو له امله طلاق کړي نو کروموېل پاچا ته مشوره ورکړې وه چې دوېم واده به د انګلستان اصلاحات تازه او پیاوړي کړي خو له دوېم واده وروسته پاچا له خپلې دوېمې ښځې سخت ناخوښ وو او همدا ناخوښي د کروموېل لپاره بلا ګرزېدلې وه. کله چې پاچا دوېمه ښځه طلاق او بیا اعدام کړه نود کروموېل له مشورو ناخوښ وو او بلاخره یې په کروموېل د الحاد او خیانت تور پورې کړ او د ۱۵۴۰ کال د جولای په ۲۸ نېټه یې د لندن ښار په ټاور هېل کې اعدام کړ.
Comments
So empty here ... leave a comment!