Thomas More – توماس مور

د ۱۴۷۸ کال، د فېبروري په ۷ نېټه د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د ۱۵۳۵ کال د جولای په ۶ نېټه د انګلستان په لندن ښار کې مړ شوی. څلور بچیان یې لرل او د هر یو نوم (Margaret, Elizabeth, Cicely, and John) دی. پلار یې جان مور (Sir John More) او مور یې انګنېس ګرونجر (Agnes Graunger) وه. په کتولیک کلیسا کې د سنټ توماس مور په نامه یادیږي. د انګلستان وکیل، ټولنیز فلسفي، لیکوال او سیاست پوه وو. د اتم هنري (Chancellor) او د انګلستان ( Lord High Chancellor) هم وو. د (Utopia) په نامه یې کتاب هم لیکلی کوم چې په ۱۵۱۶ کې چاپ شوی. کتاب یې د یوه خیالي ټاپو د سیاسي سیستم په اړه دی. مذهب یې رومان کتولیک وو.
 
د پروتستانو له اصلاحاتو سره یې مخالفت وکړ او په انجلیل کې یې د ( Martin Luther, John Calvin and William Tyndale) لخوا پر اصلاح کلکې لفظي نیوکې وکړې. همداسې کله چې د انګلستان پاچا اتم هنري د انګلستان کلیسا د روم د پاپ له واک څخه ازاده کړه او خپل ځان یې د پاپ پر ځای د انګلستان د کلیسا ریس اعلان کړ له دې چارې سره یې هم مخالفت وکړ. کله چې اتم هنري د پارلمان غړو د (Supremacy) قانون تصویب کړ نو توماس له پاچا سره د مخالفت له امله په خیانت تورن شو او سر ترې ووهل شو. کله چې مړ کېده نو له مرګ وړاندې یې ووېل : < زه د پاچا تر ټول ښه خادم او خدای ته تر ټولو نږدې مړ کېږم.>
په ۱۹۳۵ کال کې (Pope Pius XI) شهید وګڼه. په ۲۰۰۰ کې (Pope John Paul II) د کتولیک مذهب پاک سیاستوال یاد کړ. د شوروي اتحاد یې د ملکیت په اړه نظریات ستایلي.
Hans Holbein, the Younger - Sir Thomas More - Google Art Project
Portrait of Thomas More. Artist : Hans Holbein  (1497/1498–1543) ; collection : The Frick Collection 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons