Three-toed sloth – درې ګوتې لرونکي سلوت

د لاتیني امریکا په ونه کې ژوند کوونکي تی لرونکي ژوي دي. په برادیپوس نسل (Bradypus) کې شامل دي او د برادیپودیدای کورنۍ جوړوي. په اوسمهال کې ژوندي څلور ډولونه لري. د نسواري غاړې سلوت (brown-throated sloth)، ببرغاړی سلوت (maned sloth)، زېړ غاړی سلوت (pale-throated sloth) او لنډی د درې ګوتو لرونکی سلوت (pygmy three-toed sloth).
 
تکامل
د میتوکندري سیتوکروم بي مطالعه ښي چې ببر غاړی سلوت تقریبا ۱۲ میلیونه کاله وړاندې له (B. variegatus and B. tridactylus) ډولونو رامنځته شوی.
 
له دوه ګوتو لرونکو سلوت سره اړیکه
دواړه یو بل ته ورته دي خو د دوه ګوتو لرونکي سلوت کمه اندازه غټ او په خوځښت کې چټک دي. دواړه نسلونه په مختلفو کورنیو کې ځای شوي. اوسنۍ فیلوجنتیک مطالعې د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو د مورفولوجیکي مالوماتو ملاتړ کوي او وړاندیز کوي چې دواړه نسلونه له یو بل سره نږدې اړیکه نلري او دواړو نسلونو په ونه کې له ژوند کولو سره په مستقله توګه بلدتیا پیدا کړې. دا نده مالومه چې په ځمکه د ژوند کوونکي سلوت بچیانو په ونه کې ژوند پیل کړی او که له تکامل وروسته تر ټولو وروستیو سلوت په ونه کې ژوند پیل کړی.
 
چلند
د دوه ګوتو لرونکو سلوت په پرتله درې ګوتې لرونکي سلوت په لامبو کې چټک دي. د دوه ګوتو لرونکي سلوت بچی تر ۹ میاشو پورې په ګېډه پسې نښتی وي او تر ۹ میاشتو پورې یې مور یوازې لاسونه کاروي تر څو د باراني ځنګلونو په ځمکه خوځښت وکړي.
 
د درې ګوتو لرونکي سلوت په ونه کې ژوند کوونکي دي او تل په ونه کې زوړند وي. په اوونۍ کې یو ځل د ادرار کولو لپاره د ځمکې سطحې ته راکوزیږي. په یوه ورځ کې تر څلور ځلو پورې ونې بدلوي خو تګ هرې ونې ته نکوي بلکې په ځانګړو ونو کې ژوند کوي. خپلمنځ کې د ونو او سیمې کومه سیالي نکوي او زیات شمېر سلوت په یوه سیمه یا ونه کې ګډ اوسېدای شي. د دوه ګوتو لرونکي سلوت د شپې لخوا ژوند کوونکي دي خو د درې ګوتو لرونکي بیا د ورځې هم فعالیت کولای شي.
 
د ژوند دوران
د درې ګوتو لرونکي سلوت له ۲۵ تر ۳۰ کالو پورې ژوند کوي، له درې کلنۍ تر پنځه کلنۍ پورې جنسي بلوغ ته رسیګي. د جنسي نزدیکت لپاره کوم ځانګړی موسم نلري او د کال په هر وخت کې د مثل تولید کولای شي. د بلاربښت موده یې تر شپږ میاشتو پورې وي او یو بچی زېږوي په ۹ میاشتینۍ کې یې مور له ځانه جلا کوي.
 
اسکلیټ او غاښونه
د درې ګوتو لرونکي سلوت کانین یا ثنایا غاښنه نلري، غاښونه یې په روښانه توګه د ژرندې په وړو او ژرندې په غاښونو نه وي وېشل شوي. هومولوجي نلري. د غاړې یا څټ د شمزي مهرې یې ۹ وي خو نور ټول تی لرونکي په غاړه یا څټ کې ۷ مهرې لري.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
 ډله پیلوسا
فرعي ډله فوليوورا
کورنۍ برادیپودیدای

لاندې یې څلور ډولونه وګورئ

انځورونه ساینسي یا علمي نومونه عام نومونه وېش
B. pygmaeus pygmy three-toed sloth د اېسکودو دو وېراګواس ټاپو
B. torquatus maned three-toed sloth د برازیل په سوېل کې باراني ځنګلونه
Bradypus tridactylus -Parque del Este, Caracas, Venezuela-8.jpg B. tridactylus pale-throated three-toed sloth د سوېلې امریکا شمال
Bradypus.jpg B. variegatus brown-throated three-toed sloth نیکارګا، برازیل، وېنزوېلا، پاناما، کولمبیا، ایکوادور او پېرو

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons