Togo mouse – ټوګو مږه
د ډول علمي نوم یې (Leimacomys buettneri) ده. نور نومونه یې (Büttner’s African forest mouse or groove-toothed forest mouse) دي. په لیماکومیس نسل (genus Leimacomys) کې یوازینی ډول ده. د لیماکومي اینای فرعي کورنۍ (Subfamily Leimacomyinae) جوړوي. د افریقا په ټوګو کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۴.۶ انچه او د لکۍ تر ۱.۵ انچه پورې وي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ نسواري او د تنې د لاندې برخې رنګ زېړ رنګه خړ وي. واړه ببر غوږونه لري. اوږد شوی پراخ اوربوز لري.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | موریډای |
فرعي کورنۍ | لیماکومي اینای |
نسل | لیماکومیس |
Comments
So empty here ... leave a comment!