Truss
په انجنیري کې ټرس جوړښت کې د دوه ځواکونو غړي موجود وي او کله چې غړي سره ونښلول شي نو نښتې برخه د یوه توکي یا یوه جوړښت په توګه کار ورکوي. د دوه ځواکونو غړی یو جوړښتي جز ده په کوم کې چې ځواک یا زور په دوه برخو غورزیږي یا هم دوه برخې پرې وارېدېدونکی فشار تحمل کوي یا زغمي. دا دقیق تعریف دواړه غړو ته اجازه ورکوي چې هر ډول شکل واخلي په دې مانا چې جوړښت یې مختلف شکلونه اخیستلای شي. ټرس جوړښتونه عموما پنځه یا تر پنځو زیاتې مثلثي برخې لري او مثلي برخې یې له سیده برخو سره نښتې جوړې شوې وي. په ټرس جوړښت کې پورته بیم ته (top chords) او لاندې بیم ته (bottom chords) نومونه اخلي. داخلي بیمونو ته یې (webs) نوم اخیستل کیږي، د داخلي بیم سطحه د (panels) په نامه یادیږي.
ټرس د فرانسوۍ ژبې له (trousse) اخیستل شوی لفظ ده، د هغو توکو مجموعې ته وایي چې خپله کې سره نښتي وي. ټرس کې سیده برخې منځ کې سره وصل وي (خو حتمي نده) کوم ته چې (panel points) نوم اخلي، مثلثي برخې لري تر څو جوړښت کې ثبات رامنځته کړي (خو حتمي نده). کله چې اوږدې برخې سره وصل شي د اوږدو برخو تر منځ مثلثي برخې وي کوم چې اصلي شکل کې کوم تغیر نه راولي.
ساده ټرس
Simple truss
د ټرس ساده شکل یوازې یو مثلث وي. دا ډول ټرس د تعمیرونو په چتونو کې وي، په بایسکیل او الوتکو کې وي. په یادو جوړښتونو کې د ساده ټرس کارونه په دې کې د ثبات او د ځواک د محاسبې اسانه څېړنه ده. هر هغه ټرس چې ټول یوازې له یوه مثلث څخه جوړ شوی وي ساده ورته وېل کیږي خو له دې ټرس سره د نورو غړو جوړې هم وصل کیدای شې.
سطحي ټرس
Planar truss
په پلونو او چتونو کې کاریږي، د پورتنیو او لاندینو بیمونو تر منځ ارتفاع یا لوړوالی ترې د کار وړ جوړښت جوړوي. په دې ډول ټرس کې منځنۍ بیم د وزن د زغملو لپاره کاریږي.
Space frame truss
درې بعده چوکاټ چې اجزاء یې پای کې وصل کیږي
Comments
So empty here ... leave a comment!