Val’s gundi – د وال ګنډي

د ډول علمي نوم یې (Ctenodactylus vali) دی. په سي تینودکتیلیدای کورنۍ (family Ctenodactylidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د شمالي افریقا په دوه جلا سیمو کې پیدا کیږي. وال ګنډي د ګنډي نورو ډولونو ته ډېر ورته والی لري په ځانګړې توګه عام ګنډي ته ډېر ورته دی. بدن یې خړ نرم ورېښمین وېښته لري. ګردې سترګې، ګرد شوي غوږونه، بې څوکې پوز یا اوربوز، لنډې پښې او لنډه ببره لکۍ لري.
 
د مراکش په شمال ختیځ، الجیریا او لیبیا کې پیدا کیږي. په ډبریزو سیمو کې ژوند کوي. د ډبرو په چاودونو او غارونو کې پټیږي. په وچو دښتو کې یوازې ژوند کوونکي دي خو د مثل د تولید پر وخت ښځه او نر له نومبر تر جنورۍ پورې سره یو ځای کیږي. د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکی دی خو ډېر کم وخت له ماښام وروسته هم فعالیت کوي. د بلاربښت موده یې تر ۵۶ ورځو پورې ده او له یوه تر درې پورې بچیان زېږوي. په یو کال کې تر درې ځلو پورې بچیان زېږولای شي. کله چې په دوېم ځل بچیان زېږوي نو تر دې مخکیني بچیان یې له مور جلا شوي وي.
 
مخکې ګمان کېده چې د عام ګنډي فرعي ډول دی خو له مورفولوجیکي او د چلند له مطالعو وروسته جلا ډول وګڼل شو ځکه چې دواړه یې له عام ګنډي سره توپیر لري. په سیمه کې یې خلک د والي په نامه پېژني خو نوره نړۍ یې د ګنډي په نامه یادوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
له ډلې لاندې ډله سي تینو دکتیلومورفي
کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ
نسل سي تینو دکتیلوس

CTENODACTYLUSvali

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons