Variable Versus Absorption Costing – بې ثباته لګښت د جذب لګښت مقابل کې
په محاسبه کې بې ثباته لګښت (variable cost) مستقیم لګښت (direct costing) ته وایي او د جذب لګښت (absorption costing) بشپړ لګښت (full costing) ته وایي. دواړه د تولید او خدماتو د لګښت یا قیمت کارونې لپاره دوه مختلفې طریقې دي د دواړو تر منځ توپیر د (fixed manufacturing overhead costs) سره چلند یا کارونه یې ده.
. تر تفصیل وړاندې باید په (fixed manufacturing overhead costs) ځان پوه کړو لاندې بشپړ تعریف وګورئ!
fixed manufacturing overhead costs
د موادو لګښت، د کاري ټیم لګښت او ثابت لګښت ته وایي د کوم لګښت په ذریعه چې توکي تولید شوي وي. د تولیداتو په سوداګرۍ کې یو اړین فکتور ګڼل کیږي. ډېر خلک یې داسې تشریح کوي چې له خامو موادو څخه داسې تولید جوړول چې پلور ته چمتو وي د دې تر منځ لګښت (fixed manufacturing overhead costs) ده.
د مستقیم لګښت په طریقه (full costing method) کې (variable manufacturing overhead cost) په هغه موده کې مصرفیږي په کومه کې چې رامنځته شوی وي. د بشپړ لګښت په طریقه (full costing method) کې (fixed and variable manufacturing overhead costs) هغه وخت مصرفیږي کله چې تولید پلورل شوی وي.
د مستقیم لګښت سیستم – Direct Costing System
د مستقیم لګښت سیستم ټول مستقیم او د بې ثباته تولید ثابت لګښتونه کاروي. دا قیتمونه یا لګښتونه له تولید سره تر هغو حرکت کوي تر څو چې تولید پلورل شوی نه وي. کله چې تولید وپلورل شي د ګټې په خبر پاڼه (income statement) کې د پلورل شویو توکو د لګښت (cost of products sold) په توګه ثبت کیږي. همداسې (Fixed manufacturing overhead costs) په هغه موده کې مصرفیږي په کومه کې چې رامنځته شوی وي. مستقیم لګښت ته د ( variable costing or marginal costing) نومونه هم اخلي.
د بشپړ لګښت طریقه – Full Costing Method
د تولید تر پایه پورې ټول مستقیم لګښتونه (direct costs) کاروي. د موجوده انبارو په حسابونو (inventory accounts) کې تر هغو پورې ثبت وي تر څو چې تولید پلورل شوی نه وي. بشپړ لګښت ته د (absorption costing) نوم هم اخلي.
تر هر څه وړاندې باید دا په یاد کې ولرو چې مالي محاسبه له مدیریتي حاسبې سره خورا زېات توپیر لري. د راپور جوړونې بهرني قوانین د داخلي مشخصاتو ځای نیسي تر څو په دې پوه شو چې مالومات څرنګه راغونډیږي او را غونډ شوي مالومات څرنګه وړاندې کیږي. داخلي مشخصات باید په کافي اندازه منطقي وي تر څو سمو او ښو اقتصادي پرېکړو ته لار هواره کړي. په دې لیکنه کې په ګټې (income) او د موجوده انبارو په لست (inventory) چې د بې ثباته لګښت (variable costing) په نامه هم پېژندل کیږي بحث کوو.
د جذب لګښت – Absorption costing
په عمومي توګه د محاسبې منل شوي اصول (generally accepted accounting principles GAAP) د بهرنیو راپورونو جوړونې لپاره د جذب لګښت ته اړتیا لري. د جذب په لګښت کې نورمال د تولید لګښت (normal manufacturing cost) د تولید قیمت یا لګښت (product costs) ګڼل کیږي او د موجوده انبارو په حسابونو (inventory accounts) کې ثبت وي. کله چې پلور تر سره شي نو د موجوده انبارو قیمت یا لګښت د پلورل شویو توکو لګښت (cost of goods sold) ته انتقالیږي.