Vietnam War – د ویتنام جګړه
د وینتام جګړې ته دوېمه اېندو چاینا (Second Indochina War) نوم هم اخلي، خپله د ویتنام خلک دې جګړې ته د امریکا ضد د مقاومت جګړې (Resistance War Against America) نوم اخلي، د امریکا د جګړې (American War) په نامه هم یادیږي. د ۱۹۵۵ کال د نومبر له ۱ نېټې څخه د کمبودیا، لاووس او ویتنام ترمنځ شخړه وه. د جګړې ریښه د ۱۹۷۵ کال د اپریل له ۳۰ نېټې راغزېدلې وه او په دې تاریخ د سوېل ویتنام مرکز (Saigon) باندې برید وشو او د خلکو لخوا ونیول شو. د ویتنام جګړه د ایندو چاینا دویمه جګړه وه چې په رسمي توګه د شمالي ویتنام او د سویل ویتنام ترمنځ پیل شوې وه. د شمالي ویتنام ملاتړ د چین او شوروي اتحاد لخوا کیده له دې پرته هغو هیوادونو هم مرسته ورسره کوله چې د کمونستانو متحدین وو. د ویتنام له سوېل سره امریکا، استرالیا، سوېلې کوریا، تایلنډ، فیلپاین او نورو د کمونیزم ضد متحدینو مرسته کوله. دې جګړې ته ځینې پروکسي ور نوم اخلي خو ډیری خلک یې د کولډ ور یا سړې جګړې په نوم پېژني. جګړې تقریبا ۱۹ کاله دوام وکړ او امریکا تر ۱۹۷۳ کال پورې په مستقیمه توګه پکې ښکیله وه. همداسې د لاووس او کمبودیا کورنۍ جګړې هم تر ۱۹۷۵ پورې دوام وکړ چې پای کې ټول هیوادونه کمونستان شول.
کله چې فرانسې لمړۍ ایندو چاینا جګړه (First Indochina War) د (Viet Minh) پرضد پیل کړه دې نو دوېمه ایندو چاینا جګړې ته لمن ووهل شوه. د جګړې لپاره ټوله بودیجه فرانسې ته متحده ایالتونو ورکوله خو کله چې فرانسې په ۱۹۵۴ کې ایندو چاینا پرېښود نو متحده ایالتونو د سوېل ویتنام پوځي او مالي مرسته پیل کړه. د متحده ایالتونو له دې چارې سره سم شمالي ویتنام له خلکو جوړ چیریکي پوځ او په ورته وخت کې سیاسي خوځښت (Việt Cộng) د ویتنام سوېل ته د جګړې لپاره ولیږه او د ویتنام له سوېل سره یې جګړه پیل کړه. د دې ترڅنګ شمالي ویتنام د ۱۹۵۰ لسیزې په نیمایي کې په کمبودیا یرغل وکړ تر څو د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړي. کله چې جان اېف کېنېډي د متحده ایالتونو ولسمشر شو نو امریکا یې د ویتنام په جګړه کې په مستقیمه توګه دخیله کړه. د جګړې لپاره ۱۹۵۹ کې تر زرو پورې نظامي یا پوځي سلاکاران وټاکل شول خو د دې سلاکارانو شمېر په ۱۹۶۳ کې شپاړس زره کسانو ته لوړ شو. په ۱۹۶۳کې شمالي ویتنام خپل ۴۰۰۰۰ پوځیان د ویتنام سوېل ته د جګړې لپاره ولیږل.
په ۱۹۶۴ کې امریکا ۲۳۰۰۰ پوځي سلاکاران د ویتنام سوېل ته ولیږل. د همدې کال په اګست کې د (Gulf of Tonkin incident) پېښه وشوه. له پېښې وروسته د متحده ایالتونو کانګرېس ریس جمهور (Lyndon B. Johnson) ته په ویتنام کې د لا زیات پوځي حضور اجازه ورکړه. ریس جمهور د واک تر لاسه کولو وروسته د پوځ شمېر ۱۸۴۰۰۰ ته ورسوه. په بدل کې د ویتنام پوځ هم خپل جګړیز تاکتیکونه بدل کړل او بلاخره په ۱۹۶۶ کې رابرټ اېم سي نامارا چې د امریکا د جګړې مهندس ګڼل کېده د امریکا په بریا شک وکړ. په ورته وخت کې د سوېل ویتنام او متحده ایالاتو پوځونو په هوایي بریدونو تکیه وکړه تر څو د هوا له لارې دشمن پیدا کړي او په توپونو، ځمکني پوځ او هوایي بریدونو یې له منځه یوسي. همداسې متحده ایالتونو د لاوس او شمالي ویتنام پر ضد ستراتیژیکه بم غورزونه هم پیل کړه خو په ۱۹۶۸ کې د متحده ایالتونو لخوا د پوځ ملاتړ په کمېدو شو او تر دې وخته پورې یې ۵۰۰۰۰ پوځیان هم له لاسه ورکړي وو، د دې ترڅنګ یې د ویتنام سوېل له لاسه ووت او په ۱۹۶۹ کې شمالي ویتنام د ویتنام په سوېل کې خپل حکومت اعلان کړ.
تر دې مخکې شمالي ویتنام په لاووس برید کړی وو او لاووس یې نیولی وو خو کمبودیا یې د مهماتو د انتقال لپاره له ۱۹۶۷ د لارې په توګه کاروله; متحده ایالتونو دا لار په ۱۹۶۹ کې بمبار کړه او د لاووس لارې یې له ۱۹۶۴ څخه د درانده بمبار لاندې نیولې وې.
په متحده ایالتونو کې ډېر کم خلک پوځ ته جلب کېدل او لامل یې د ویتنام جګړه وه، له دې پرته په کور د دننه د جګړې لپاره د ملاتړ نشتون وو. بلاخره په ۱۹۷۲ کې متحده ایالتونو له ویتنام څخه خپل پیاده پوځ وویسته او یوازې د هوایي عملیاتو ملاتړ ته یې دوام ورکړ، پوځي تجهیزات او پوځي مشورې یې د ویتنام سوېل ته ورکولې.
امریکا له جګړې څخه د وتلو لپاره د (Paris Peace Accords) تړون لاسلیک کړ، د دې تړون له مخې یې د امریکا ټول پوځ ووېسته. د ۱۹۷۳ کال د اګسټ په ۱۵ نېټه د متحده ایالتونو کانګرېس (Case–Church Amendment) تصویب کړ. د (Paris Peace Accords) له تړون څخه وروسته سمدلاسه تړون مات شو او جګړې نور دوه کاله دوام وکړ. په ۱۹۷۵ کې شمالي ویتنام ځینې نورې سیمې ونیولې او بلاخره د ویتنام سوېل یې په همدې کال له شمالي ویتنام سره یو ځای کړ.
Comments
So empty here ... leave a comment!