Vought F4U Corsair

د امریکا جنګ کوونکې الوتکه وه، په دوېمه نړیواله جګړه کې او د کوریا په جګړه کې کارېدلې. له کارېدو وروسته یې غوښتنه زیاته شوه. په ۱۹۴۴ او ۱۹۴۵ کې د متحده ایالتونو سمندري پوځ زیات شمېر ترلاسه کړې. فرانسې هم د اېندو چاینا او الجیریا په جګړه کې کارولي. د نیوز لنډ سلطنتي هوایي ځواک په ۱۹۶۰ لسیزه کې هم لرلې. طرحه کوونکی او جوړونکی شرکت یې (Chance Vought) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۴۰ کال د مې په ۲۹ نېټه کړې، کارونه یې د ۱۹۴۲ کال د ډسمبر په ۲۸ پیل شوې. متحده ایالتونو په ۱۹۵۳ کې او هندوراس په ۱۹۷۹ کې تقاوت کړي. د ۱۹۴۲–۱۹۵۳ کلونو ترمنځ تولید شوي. د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۱۲۵۷۱ دی.
 
ارجنټینا، کاناډا، چیل، سلوادور، فرانسې، هندوراس، نیدرلنډ، نیوزلنډ، پېرو، انګلستان او یوروګوې هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټ : یو
اوږدوالی : ۱۰.۲۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۲.۵۰ متره
د وزرو سطحه : ۲۹.۱۷ مترمربع
بې وسایلو وزن : ۴۲۳۸ کیلو ګرامه
د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۶۵۹۲ کیلو ګرامه
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۷۱۸ کیلو متره
وسله :
ځینو یې ۱۲.۷ اېم اېم برونینګ ۶ ماشیندارې لرلې په هره ماشینداره کې ۴۰۰ مرمۍ وې، ځینو اې اېن اېم ۳ تر ۴ پورې ماشیندارې لرلې په هره ماشینداره کې ۲۳۱ مرمۍ وې.
توغندي : 8 × 5 in (12.7 cm) high velocity aircraft rockets
راکټونه : 4,000 pounds (1,800 kg)
پاورپلنټ : Pratt & Whitney R-2800-18W radial engine, 2,380 hp (1,770 kW)
Vought F4U Corsair (USMC)
Vought F4U Corsair. Image by Gerry Metzler

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons