Warren Wright – وارېن رایټ

د ۱۸۷۵ کال، د سپټمبر په ۲۵ نېټه، د متحده ایالتونو د اوهیو په سپرېنګ فیلډ کې زېږېدلی او د ۱۹۵۰ کال، د ډسمبر په ۲۸ نېټه، د فلوریډا په میامي کې مړ شوی. د مالیاتو متخصص، په اسونو د منډې د سیالیو لپاره د اسونو مالک او نسل اخیستونکی او د کالومېټ فارم (Calumet Farm) مالک وو.
 
زده کړې یې په شخصي ښوونځي کې کړي، وروسته یې سوداګریز کالج ولوسته او په ۱۸۹۰ کې د خپل پلار په جوړه شوې کارخانه کې (Calumet Baking Powder Company) کار پیل او ۲۵ کاله په همدې کارخانه کې بوخت وو. په ۱۹۳۱ کې له خپل پلار څخه ۳۰۰۰۰۰۰۰ ډالر په میراث ورته پاتې شول. پلار یې په ۱۹۲۴ کې د کینټاکي ایالت په لیګزنګټون کې د اسونو فارم هم اخیستی وو کوم چې وارن رایټ ته په میراث کې پاتې شو. له ۱۹۴۱ کال وروسته یاد فارم د امریکا تر ټولو ښه نسل اخیستونکی وګڼل شو او ۸ د (Kentucky Derby) ګټونکي اسونه د همدې فارم وو. دوه اسونو د (U.S. Triple Crown) لپاره درېواړه لوبې ګټلي.د (U.S. Triple Crown) ګټونکو اسونو کې یو (Whirlaway ) وو کوم چې بېن جونز روزلی وو او بل یې (Citation) وو کوم چې د جونز زوی جیمي جونز روزلی وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons