We Feel Fine – مونږ ښه احساس کوو
جوناتان هریس او سېپ کاموار په ۲۰۰۵ کې جوړه کړې ویبپاڼه ده، په ۲۰۰۶ کې یې خپلې چارې پکې خپرې کړې. په انټرنیټ کې ویبپاڼه هر لس دقیقې پس د انسان د احساساتو په اړه لټون کوي او په هر بلاګ او ویبپاڼه کې خپره شوې لیکنه لټوي او له موندلو وروسته یې پایله ښي. په ۲۰۰۹ کې یاده ویبپاڼه په کتاب بدله شوه.
مخینه
د ۲۰۰۵ کال په اګسټ کې یې بنسټ سېپ کاموار او جوناتان هریس ایښی. موخه یې د لیکنو او هنري چارو په انټرنټ کې لټون او یوې ویبپاڼې ته مالومات راغونډول وو. د ۲۰۰۶ کال د مې په اتمه نېټه ویبپاڼه چمتو او په رسمي توګه خپره شوه. په ۲۰۰۹ کې یې د پاڼې له لارې موندنې په “مونږ ښه احساس کوو” کتاب بدلې کړې.
Comments
So empty here ... leave a comment!